روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوداگر باید دشته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړی

ولسمشر محمد اشرف غنی چې دپرله پسی بلنو وروسته دسولی دمشورتی لویې جرګې دسپارښتنوله امله داځل دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان په بلنه پاکستان ته په یوه رسمی سفر ولاړد پاکستان د دولتی لوړ پوړو چارواکو سره دلیدو کتو ترڅنګ دپاکستان دسیاسی ګوندونو دمشرانو او نورو ټولنیزو سازمانونو د استازوسره د دواړو هېوادو د اړیکو په ارزښت رڼا واچوله او هغه نیمګړتیاوته یې ګوته ونیوله چې تردی مهاله یې د دواړو هېوادو ترمنځ بی باوری او ستونزی را پیدا کړی دی. پاکستانیان به پوهیدلې وی چې تیری تیروتنی اولاس وهنی څومره دپاکستان او په ټوله کې دسیمی د هېوادو په زیان تمامی شوی نو غوره ده چې دپاکستان خلک او دولتی واکمنان په خپلو کړنو کې بدلون راولی او دنړیوالو اصولو سره سم د اړیکو دپیوند دغښتلتوب له پاره ښی لاری ولټوی. پاکستانیان باید پوه شی چې افغانستان دتیر په څیر په جګړییزو لاس وهنو ځان نه شی نانګاره کولی ځکه دلاس وهنی له امله زموږ ټولنیز ژوند دګواښ سره مخامخ دی او د ډیرو اقتصادی پروژو په وړاندی یې خڼډونه زیږولی کوم چې زموږ دهېواد د پرمختګ له پاره اړین ګڼل کیږی په همدی توګه ویلی شو چې څومره چې زموږ اقتصاد زیانمن شوی هومره به پاکستان هم زیان مندلی وی ترهغه چې داړیکو خوندپکه شوی او د باور فضا خړه پړه شوی پاکستان به د ارزونی له مخی څومره تاوان لیدلی وی. همداوجهه ده چې دجګړی په وړاندی دځان نانګاره کول او یا دنورو په ویر خوشحالی ښی پایلی نه شی درلودی ځکه دجګړی د اورسپرغی زموږ د هېواد ترپولو نه شی پاتی کیدای هرو مرو به دپولی تیریږی او دهغه چالمن به تری اور اخلی کومو چې همدی اورته لمن وهلی. ولسمشر محمد اشرف غنی دپاکستان مختلفو قشرونو ته څرګنده کړی چې روانه جګړه دهیچا له پاره لاس ته راوړنی نه شی درلودی ځکه که په افغانانو هر څومره جګړییزی ستونزی زیاتی شی هومره دخپل هېواد او خلکو څخه دفاع کولی شی خو خبره پردی ده چی دسولی په رامنځته کیدو کی به ددواړو هېوادو په ټولنیز ژوند کی بدلون راشی او هغه ستونزی چی اوس مهال دژوند دآسانتیاو په وړاندی شتون لری له مینځه ولاړی شی او ورسره جوخت به سوداګرییزو پراختیاو ته لار هواره او دراکړی ورکړی په بهیر کی به ښی آسانتیاوی ترسترګو شی.پوهیږوچی کله کله دځینو ډله ییزو رسنیو څخه دولسمشر په سفر دنیوکی خبر راخپریږی خو ولسمشر چی دیوه سنجول شوی پلان له مخی چی دخلکو غوښتنی پکښی نغښتی وی ښی چاری ترسره کړی او پاکستانی لوری ته یی دنړیوالو ترڅنګ خپل دریځ په څرګندو ټکو روښانه کړو او پاکستانیان یی وپوهول چی په سیمه کی جګړه دهیچا له پاره خیر ښیګڼی نه شی راوستی نو ښه به وی چی ددی جګړی دپای ته رسیدو له پاره په ګډه مټی را ونغاړو او سوله رامنځته کړو پاکستان چی دروانی جګړی له امله دسخت زیان سره مخامخ شوی تمه ده چی په خپلو موخو کی بدلون راولی او زمونږ ددولت سره په باور جوړونه کی عملی ګامونه پورته کړی.

مونږ هیله من یو چی دولسمشر غنی ګټوری خبری چی دپنجاب په ایالت کی یی پاکستانی سوداګرو او صنعت ګرانو ته وکړی دهغوی پام راګرځیدلی وی ځکه ولسمشر غنی ددواړو هېوادونو ترمینځ دسوداګری او پانګونی دننګونو او فرصتونو او دسیمه ییز اتصال دآجندا دبیانولو په موخه دپنجاب له سوداګرو، پانګوالو، فابریکه لرونکو او صنعتکارانو سره چی ددغه ایالت په مقر کی راټول شوی و ګډون وکړ او هغوی ته یی مناسبی اوګټوری څرګندونی وکړی.

دهېواد جمهور رییس دافغانستان دجغرافیایی موقعیت او دسیمی په سوداګری کی تاریخی ارزښت ته په اشاری وویل: افغانستان دمرکزی آسیا او جنوبی آسیا دوصلولو لازم ظرفیتو نه لری او له مرکزی آسیا سره افغانستان ایجاد کړی اړیکی په سیمه ییز اتصال کی ګټوری ثابتیدای شی.په همدی توګه جمهور رییس دپنجاب سوداګرو او پانګوالو ته وویل افغانستان ته دیو ملی بازار نه بلکی دیوه بین المللی بازارونو دپلانفورم په سترګه وګوری ځکه افغانستان دوچو بندرونو او اورګاډی پټلی او مواصلاتی لارو په وسیله دمینځنی آسیا له هېوادو او اروپایی بازارونو سره وصل دی.نوددی ډول فرصتونو څخه باید ګټه پورته شی او هغه خڼډونه چی په تیرو کلونو کی دسوداګرو په وړاندی شتون درلود له مینځه ولاړ شی.زمونږ دهېواد سوداګرو دډیرو زیاتو زیانونو په زغملو سره بیاهم خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړی هیله یی درلودلی چی پاکستان باید په خپلو کړنو کی بدلون راولی او هغه ستونزی چی کله کله دسوداګرو ته دمیوو او نورو مالونو دسیزن پرمهال راپیدا کوی له مینځه ولاړ شی او سوداګرییز بهیر پرته له کوم خڼډ څخه په ټاکلی وخت ټاکلی ځای ته خپل مالونه ور ورسوی چی دا ډول هڅی او کړنی به ددواړو هېوادو په ګټه او دپرمختګ لامل به وګرځی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید