روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام اتلولی خپله کړه

سریلانکا کرېکټ لوبډلې د اسیا جام پایلوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو د یاد جام اتلولی خپله کړه.

د اسیا جام په پایلوبه کې چې وړم ماښام تر سره شو، پاکستان ونشوای کړی چې د سریلانکا ۱۷۱ منډو هدف بشپړ کړی، چې سریلانکا وتوانېدله د ۲۳ منډو په توپیر بیا خپله او د شپږم ځل لپاره د اسیا جام اتلولی وګټی.

د سریلانکا له لوری د توپ وهنې په برخه کې د پرلپسې ویکټو له لاسه ورکولو وروسته راجا پکسا په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې ناسوځېدلی پاتې شو او ۷۱ منډې یې وکړې.

په ځواب کې د پاکستان بابر اعظم او فخر زمان په پېل کې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې چې وروسته یې ونشو کړی هدف ته ځان ورسوی.

ددوی له لوری محمد رضوان نیمه سلیزه ووهله.

پاکستان د اسیا جام په سوپر څلور پړاو سیالیو کې هم له سریلانکا ماتې منلې وه.

باید ووېیل شی چې افغانستان یوازینۍ لوبډله ده په اسیا جام کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.

د سریلانکا سوکه توپ اچونکی هسارنګا د اسیا جام غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړی په پایلوبه کې ۳۶ منډې او ۳ وېکټې واخیستې.

په یاد جام کې افغان ځوان توپ وهونکی ابراهیم ځدران درېیم زیاتې منډې جوړونکی و چې ۱۹۶ منډې یې جوړې کړې. همد راز مجیب الرحمن په ۷ وېکټو اخیستلو د افغانستان مخکښ توپ اچونکی شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید