روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

ستانکزی: پاکستان دې د نړیوالو پورونو ترلاسه کولو لپاره افغانستان د وسیلې په توګه نه کاروی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړه چې د پورونو د ترلاسه کولو لپاره دې د افغانانو پر حیثیت لوبې نه کوی. ستانکزی پرون کابل کې یوې غونډې ته ووېیل چې د افغانستان ا.ا د پاکستان ټولې ستونزې درک کوی، خو اسلام اباد ته نه ښایی چې له نړیوالو د پورونو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان د وسیلې په توګه وکاروی. ده ووېیل پاکستان راباندې ۴۰ کاله تجارت وکړ او نور دې بس کړی. د ستانکزی دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبله کې د پاکستان د لومړی وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې وې چې وېیلی یې وو: افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدلېدونکی دی. د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال ووېیل چې پاکستانی چارواکی دې د لوېدیځوالو د خوشاله کولو لپاره پر نړیوالو سټېجونو د کلام عفت نه تر پښو لاندې کوی. نوموړی دغه راز ادعا وکړه چې امریکایی ډرون الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځی او اسلام آباد ترې په میلیونونو ډالره اخلی. ستانکزی د پاکستان پر ملت غږ وکړ چې د خپلو چارواکیو د دې چټلې سوداګرۍ مخه ونیسی. د امارت اسلامی دغه چارواکی ووېیل چې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړی، خو په وینا یې چې که د نورو دوه مخی دوام کوی د امارت اسلامی مجاهدین یې په لسګونه زره کیلومتره وړاندې ځغلولی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید