روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زه ستړی ډېر یم د دمې موسم دی

استاد پیرمحمد کاروان

شاعری که د کرېکټ لوبه وای، بیا به د هر شاعر پنځونه د یوې لوبې غوندې روښانه وه. هر چاته به یې منډې معلومې وې، چې څومره څلورېزې او شپږیزې یې ووهلې، او د بال د لوبولو انداز یې څنګه و. یا یې څو وېکېټې واخیستې او داسې نورې. بیا به چا انکار نه شو کولای چې نه، نه یې منم. حریفه ډله یې که په بری خوښه هم نه وه، دا حقیقت به یې منلو، چې په لوبه کې برلاسی و.خو شاعری داسې نه ده. په شاعرۍ کې به په لفظونو، په جملو او کلمو سره پېښې، حالتونه، خیالونه، مشاهدې، د ژوند ټیټې جګې، د یوه زړه غوښتونکی کیف ارمان او نور ډېر څه بیانوې. ښه او خواږه به یې بیانوې.

دا نو بیا داسې هم نه کېږی، چې ته یې په زړه کې درته جوړه کړې، چې بس نو شهکار مې ولیکه. شعر هم داسې دی لکه یو ښه ښکار. ښه ښکار سړی ته هر ځل په لاس نه ورځی. هو هغه څوک چې ښه ښکاری دی، له ښکار سره یې لېونۍ مینه ده، او ښکار ته همېشه مناسب وخت ورکوی، نو بیا به کله کله په ډېرو ښو ښکارونو هم اوړی. چې دا لېونۍ مینه او عاشقانه ریاضت لکه یو الهامی او نا آشنا لارښووونکی د ښکاری مخ ته کله کله په ناڅاپی ډول د ښه ښکار د درک نقشه وغوړوی. کېدای شی ډېر ځله ښکاری یا تش لاس را ستون شی، او یا ډېر معمولی ښکار لاس ته ورشی. حتی داسې ښکار چې ماشومان به یې د کلی د ویالې پر غاړه په یوه ټیټه ونه کې هم په لینده ویشتی شی.

د شعر د منلو سره د لوستونکی او اورېدونکی سلیقه هم تړلې ده، چې ته ودرېږه دا شعر د دوی پر طبع او ذوق جوړ دی او که نه؟ یو شعر به پر ځینو سلیقو او طبعو ښه لګی، خو پر ځینو به یې اثر ښه او خوږ نه وی. د شعر نه د خوند اخیستلو لپاره هم داسې دوې خبرې مخې ته راځی:

د یو چا فطرت به دومره ډېر شاعرانه وی چې د یوه ساده شاعرانه خیال په اورېدو او لوستو به هم له خوند او کیف مالامال کېږی او وایی به چې شاعر ښکلې پنځونه یې کړې ده.

او ځینې ښایی له شاعر او یا د پنځونې له وال سره څه ستونزه ولری، یا عقده وی، یا د حسد کومه نښه مښه وی، که داسې څه خبره وه، که شاعر شهکار هم وپنځوی، دې بل لوستونکی ته به پیکه ښکاری، خوند به نه شی ترې اخیستی، لا به یې ازاروی تر پام به یې بد ایسی.

خدای مو دې له دې بدرنګۍ وساتی، چې دا یو بدرنګ رنځ دی، دې بدرنګ رنځ ډېر ډېر ښه هنروال هم د خپل هنر د عروج له لارې را ګرځولی او ډېر عمر کړېدلی دی. دا ځکه چې دوی په لوی لاس په اصطلاح د ښاپېرۍ پرځای دېو په خپلو زړونو او ذهنونو کې کېنولی وی.

د سعدی صاحب یو وړوکی شعر مې د سعدی په ګلستان کې لوستی چې مفهوم یې داسې دی:

که ستا په زړه کې ښاپېرۍ وی، که دېو ته هم وګورې ښاپېرۍ به درته ښکاری، خو که ستا په زړه کې دېو و، که ښاپېرۍ ته هم ور وګورې لکه دېو به درته ښکاری.

د سعدی صاحب دا خبره هم تر ډېره دقیقه ده، خو هسې زه وایم، چې کره کتونکی او منتقد جوړېدل ډېر سخت دی، یو منتقد چې پر یوه اثر نقد او کره کتنه کوی، که ډېر لوړ او عالی ذوق و هم لری، د نقد له ډېرو اصولو خبر هم وی، بیا هم انسان دی، خپله سلیقه به هم لری.طبیعی ده چې سلیقوی چلند به ترې کېږی، او سلیقه هم د انسان د طبعې او فطرت په کرونده کې را زرغونېږی.

خو د ښو نقادانو اثر دا وی چې د لوستونکو معنوی شعور ته وزرې ورکړی، ټولنیز ټیټ او متوسط ذوقونه را اوچت کړی، د ښو او هنری پنځونو لپاره د لارې مشالونه شی. د ښو او هنروالو شاعرانو او لیکوالو د زړه د ډاډ او تسلۍ سبب شی، د شاعرانو او لیکوالو ارادې نویو پنځونو ته لا قوی کړی. چې ورسره ورو، ورو ټولنیز ذوق او ټولنیزه عاطفه ښکلی، انسانی او هنری شی، یوه ښکلی د مینې ډک ټولنیز ژوند ته ورتېرې لارې و موندل شی.

ښه اوس به راشم خپلو خبرو ته. پرون ما یوه غزله لیکلې وه. زه داسې نه وایم چې ګواکې ما کومه شهکار پنځونه کړې ده. بس نو شاعری ده، کله کله به ناڅاپی د ښه شعر لیکلو بخت په لاس درځی، او کله هم د معمولی. د نړۍ لوی لوی شاعران به داسې پیدا نه کړې چې ټول شعرونه یې یو لاس وی، معنی دا چې ټول دې ښکلی وی او د خو ځای دې په کې نه وی. زه خپله پوهېږم چې د شعر په نوم به مې ډېر معمولی څه لیکلی وی، هو کېدای شی کله کله بخت یاری کړې وی، څه ښه مې هم پنځولی وی. د کورونا د قرنطین له زمانې را په دې خوا چې په کلی کې اوسېږم، د الله شکر ادا کوم، هم له مطالعې خوند اخلم ، هم له ځان سره د چوپیا او هم په کور کلی کې له ژوند ، هم له ماشومانو سره له مجلس او مشغولتیا. د شعر د لیکلو خیالونه هم ډېره په مخه راځی، د چا خبره داسې ښه په ترنم په زمزمه ،لږ هم نه بیخی ډېر. داسې نه چې زه دا خیالونه په تکلف راته جوړوم.نه همداسې په خوښه راځی او ښه په طبع یې لیکم. هو یوه خبره به په صداقت درته وکړم، چې د خپل نوی لیکل شوی شعر په دې اندازه نه پوهېږم چې د ذوق د خاوندانو به څومره خوښ شی، او څومره به یې ناخوښ. زه د شعرونو ښه لوستونکی یم. کله چې د نورو شعرونو لولم، د خپلې سلیقې او ذوق په رڼا کې یې چې څېړم نو ځینې راته خوندور او ځینې راته ښه و نه ښکاری.

همداسې مې دا حقیقت هم پر ځان منلی ، چې کېدای شی، زما ډېر شعرونه چاته ښه و نه ښکاری. له دې سره سره چې ډېر شعرونه یا ځینې شعرونه به مې چاته په پام خواږه او ښکلی نه ورځی، خو بیا هم زما فطرت د شاعرۍ لمنه نه پرېږدی. وجه یې داده چې زړه مې ورسره تړلی دی، اروا مې ورسره خوشحاله ده، کیف او خوند ترې اخلم. ښه نو په دې لالهانده او ستړی ژوند کې چې خوندو رنګ، کیف او سُرور په لاس درځی، نو څوک به یې ولې نه غواړی. له شاعرۍ سره مې دا لګېدلی زړه راته وایی، چې ته خپل شعرونه وایه، کیف کوه، خوندونه رنګونه اخله، په دې کې یې مه کېږه چې دا شعر به مې د چا خوښ نه شی، زړه راته وایی: د سپرلی ټول ګلونه ښکلی نه رالوېیږی، پر ځینو ږلۍ ولګېږی، ځینې په باد او طوفان مات شی او ځینې هم د وحشی حیواناتو تر پر پښو لاندې شی. خو له دې سره سره ډېر ګلونه موسک ولاړ وی، چې وخت او زمانې ته خوند او ښکلا ورکړی. نو ته هم د ښه او خواږه ګومان څښتن اوسه او له موسکو ولاړو ګلونو الهام او درس واخله، او ږلۍ وهلی، په طوفان مات او د وحشی حیواناتو ترپښو لاندې ګلونه تر بل پسرلی پر خدای وسپاره.

ښه نو خبرې دی چې نورې خبرې لکه د شاتو مچۍ ورسره ګډې شی، نو یو لوی ټوپکی جوړ کړی. زما خبرې هم د شاتو د مچیوو ټوپکی خو شو، خو یو ډاډ به درکړم، چې تاسو خوږ ګومان پرې وکړئ، ګلونه به راوړی، شات به درکوی خو لشې به نه لګوی.

هغه غزله به دلته راواخلم چې ما نوې لیکلې ده:

د یوې پستې نرمې نغمې موسم دی

زه ستړی ډېر یم د دمې موسم دی

ویده ځنګله بس دی پاڅه مَړه

چې ستا د ناز د زمزمې موسم دی

ژبې، اوږدې اوږدې جملې مه وایه

د محبت د کلمې موسم دی

یوه مچکه مې درباندې خو وه

دوې راکوه د جریمې موسم دی

نن دې وعدې باید چې ګل ونیسی

پرون تېر شوی د پلمې موسم دی

ورځی پښې یبلې لېونۍ غزلې

کاروان د ټکندې غرمې موسم دی

۳۱ ثور ۱۴۰۱ هجری شمسی، خوست توره وړۍ

اول به پر پاس غزل که ډېر معمولی دی یا هر څنګه دی، د دې لیکلو پر هغه خیال خبرې وکړم، چې له ما سره پیدا وو.

ماخستن مهال چې زه د حجرې له دروازې د باندې راووځم، د حجرې مخې ته په خړه ګی چمنګی کې ودرېږم، د ماخستن په ستورو او پرخو لمده یخه هوا زړه ته تېره کړم. ناڅاپه مې د جنوب خواته ور پورته د خپل کلی غرونو ته سترګې واوړی. د غرونو پر سر په یوه لیکه، واړوه واړه بل څراغونه ووینم. دا په ازغن تار کې لګېدلی څراغونه دی، چې دا څو کاله کېږی، زموږ د غرونو پرسرونو پاکستان لګولی دی. زه هر ځل مایوسه شم اودا ښېرا مې پر خوله راشی: الله خو دې دا ازغن منګور ژر ټوټې ټوټې کړی.

پرون سهار له دې بېګانی خیال سره د وطن د راتلونکی په اړه ځینې نورې پوښتنې را سره پیدا کېدې خو ځواب یې راسره نه و.

ماته هغه مهال را یاد شو، چې افغانستان ته روسان راغلی وو، موږ به د هغه ورپورته خپلو غرونو له لارې، د وزیرستان او پښتونخوا بازارونو ته اوښان بېول. په زړونو کې به مو ګوړې ماتولې چې روسان به ووځی او وطن به آزاد شی. د وزیرستان له خوا به مو چې د اوښانو قافله راستنه کړه، نو چې په پېچومی به راختو، د چورکونډې د ځنګل د څېړیو او تر څنګ یې دنښترو نه به لکه آرامه موسیقې څه زمزمې راتلې، دا زمزمې به په شمال د ونو د څانګو د ښورېدو او د مرغانو له اوازونو سره ګډې وې، چې د نیمه ویښو او غلې غږېدونکو نغمو په څېر به وې.

زما په خیال کې د وطن حالات، زموږ د خلکو غربت او په سیاست کې ابهام، ناباوری، دا هر څه مې ذهن ته راتلل، یو ایډیال حالت مې په خیال کې لټاوه، چې د فطرت له غېږې سړی یوه پسته نرمه موسیقی واوری او دا ستړی ستړی زړه او ذهن لکه خوب وړی ماشومان کرار ورته ویده شی.

ښاغلی اتل افغان صاحب لیکلی ، چې پسته او نرمه دواړه یوه معنې لری. زه هم وایم چې پسته او نرمه به سره نږدې وی، خو په تصویرولو یې فرق او توپیر کولی شوو.

رحمان بابا وایی: په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم

حمزه بابا وایی: حاسدان کوی پستې پستې خبرې

د ورېښمو له زندو وېره په کار ده

ورېښم پاسته دی او اوبه نرمې دی، دلته یې ښه فرق کېدای شی، هو کله کله پستو ته نرم هم وایوو، خو د نرمو او پستو دومره فرق شته لکه د رحمان بابا اوبه چې نرمې او د حمزه بابا په شعر کې پستې خبرې له ورېښمو سره راوړل شوې دی.

د خوب په باره کې یې هم لیکلی وو، چې یا دې د چنار لاندې خوب ته لاره جوړه وای، یا د غره په سر کې خوب.

زه اتل افغان صاحب ته دومره وایم، د خوب د پاره خو لارې ډېرې دی، ها متل دی وایی: خوب چې درشی بالښت نه غواړی، زړه چې مین شی ښایست نه غواړی. زه چې د خپل ستړی ژوند د خوبولی کېدو لپاره د کومې پستې او نرمې نغمې غږېډل غواړم، مقصد مې د مینې د تفاهم د یوه داسې مناسب موسم څخه دی چې هلته د امن او اطمینان پستې نغمې وی، ژوند تریخ نه وی، او خوبونه ډاډمن وی. خیر دا زما هغه خیال دی چې د مطلع د بیت لپاره مې مخکې لرلی او راسره زرغون و، نور په بیت خبرې نه کوم، چې ګوندې شهکار دی، نه نه کېدی شی ډېر عادی وی . له ښاغلی اتل افغان سره هم د لانجې په نیت دا لیکنه نه کوم. خو صرف لوستونکی یې دې وګوری، او خپل اتل افغان یې هم لوستی شی، که په زړه کې ښاپېرۍ کېنوی، کېدای شی له دې کرښو خوند هم واخلی.

ویده ځنګله بس دی پاڅه مَړه

چې ستا د ناز د زمزمې موسم دی

دغه پاس د ځنګل واله بیت چې دی، په دې کې اتل افغان لیکلی وو، چې له ځنګل سره وېره وی، د ویده پر ځای دې خاموش راغلی و، د زمزمو په اړه یې هم فکر کوم څه لیکلی وو، خو خیر د زمزمو خبره خو مې پاس وکړه، ځنګل څه چوپه غوندې موسیقی لری، زمزمو ته ورته، خو که چا د لویو ځنګلونو تر څنګ ژوند کړی وی، کېدای شی، دا مرموزې او خوږې زمزمې یې حس کړې وی. پاتې شوه د ناز خبره ، شاعر کولی شی، له هر څه نه ځان ته معشوقه جوړه کړی، که تاسې په تونده سېلۍ او قوی شمال کې د ځنګل کومه لمنځه، څېړۍ په اخوا دې خوا کږېدو لیدلې وی، ګومان به وکړئ چې یوه چټه مست اتڼ کوی. همداسې په نری شمال کې د ونو څانګې خوږې خوږې اوړی، او ناز ته ورته وی.

ما هم په پاس بیت کې ځنګل ته وېـیلی چې مړه پاڅه ولې ویده یې؟ کله چې څوک سهار مهال له خوبه را پاڅېږی، یوه غزونه کوی، او یوه څه خبره هم کوی، ځینې خلک وایی، وای الله ملا مې! یا بله کومه خبره کوی. زما عادت دی چې ستړی شم او لاسونه غځوم او د ملا ستړیا وباسم، نو دا خبره مې خدایی له خولې وځی:

یا خدایه ته فضل وکې.

حمزه بابا وایی: د سحر مسته غزونه د یار

زه د ټول عمر په شوګیر غواړم.

نو هره ونه او له ونو جوړ ځنګل د شاعر معشوقه جوړېدای شی، ناز او زمزمې دواړه کولی شی. سمه ده چې په ځنګل کې موږ وېره او ډار هم راوستی شو. زما یو شعر دی، کاواکه رڼایی، هلته د شپې رڼا وېروونکې ده، ونې لکه تورې بلاګانې دی. خو د تغزل او رومان فضا چې جوړوې، له ځنګل هم وېره ایستی شې. که دا وېره په کې تل وای، نو حمزه بابا به د مینې جونګړه نه په کې جوړوله: راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

هو دا خو زه هغه خیالونه درته لیکم چې ددې غزل لپاره مخکې مخکې راسره وو، زه د غزل د بیتونو دفاع نه کوم، ما مخکې ووېـیل، کېدای شی ډېر معمولی وی.

اوس به راشوو یوې بلې مهمې خبرې ته. زموږ خبرې چې په هره برخه کې وی، باید ښې او اخلاقی وی. که مو له چا سره عقده وی، نو باید خپل ځان و پېژنو چې دا زما عقده ده چې له فلانی مې بدې راځی. اول خو د یوه ښه او هوښیار انسان په صفت باید پر ځان ورحمېږوو او د عقدې له عذابه ځان خلاص کړو.

که پر ځان رحم نه کوو، نو نورو ته خو مو باید درد او تکلیف و نه رسی.

اتل افغان د پاس غزل لاندې څلور بیتونه په یو ځای را اخیستی دی، لیکلی یې چې دا خو که مرادعلی مراد لیکلی وای، نه پوهېږم څه پروا به نه وه.

زه بیا هم د خپلو بیتونو هېڅ دفاع نه کوم، ډېر به خراب وی. نو وی دې، شاعری ده، ما مخکې هم ووېیل چې د دنیا د نوابغو شاعرانو په شعرونو کې هم بد شعرونه شته. هو زه یو ټکی ښاغلی اتل افغان ته وریادوم، هڅه دې وکړی، چې د اخلاقو اتل و اوسی، ځان او نورو ته به یې خیر ورسېږی. دا کار زه د غوسې له مخې نه کوم، قسم دی چې دا جملې لیکم ښه پوره او خوږ موسک یم. دا مې ځکه ولیکلې چې پر ما یې کوم ګوزار کړی دی هغه پر مرادعلی مراد هم لګېدلی دی. موږ باید دومره بې پروا ګوزارونه و نه کړو، چې د ګنهګار تر څنګ نور بې ګناه هم وولو. ښه دا زه خو په دې ګنهګار چې کمزوری غزل مې وېیلی دی، نو دا مراد علی مراد صاحب له ګنهګار سره ولې په یوه تله کې تلې. زه مرادعلی مراد صاحب نه پېژنم ، خو دومره وایم، چې کېدای شی تر ما او تر اتل ښه انسان وی. کېدای شی لوی بری یې هم په نصیب شی.

بس نو یارانو دوستانو، دا وې زما د یوه غزل په اړه زما خپلې خبرې. هیله ده چې ښې در ولګېږی.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید