روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زابل نوبهار ولسوالی کې یوه تن منکوحه ښځه تیښتولې وه ونیول شول

د زابل ولایت نوبهار ولسوالی کې یوه تن غوښتل چې منکوحه ښځه وتیښتوی خو د دې ولسوالی د امنیه قومندانی له لوری ونیول شول.

 د ولسوالی امنیه قومندان ښاغلی الفت وایی د دې ولسوالۍ د ښهاک له کلی څخه یوه منکوحه ښځه یو تن تیښتولې وه چې د پېښی په دوهمه ورځ موږ ته خبر راکړل شو.

د پوره تحقیقاتو وروسته مو معلومات تر لاس کړل چی تېښته کوونکی د شملزو ولسوالی د تروکو په کښته کلی کې دی او غوښتل یې له هغه ځایه پاکستان هیواد ته وتیښتی چې د شملزو ولسوالی د امنیه قومندانۍ په همکاری ونیول شول او د شریعت منګولو ته وسپارل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید