روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روژه او دهغی په میاشت کې څو مهمې پیښې

په دی ټول مسلمانان پوهیږی چې دهجری قمری کال نهمه میاشت د روژې مبارکه میاشت ده او دغه مبارکه میاشت تر نورو میاشتو ډیره غوره او بختوره بلل کیږی او لوی خدای ته هم دغه میاشت ډیره غوره او محبوبه ده. لکه څنګه چې حضرت یعقوب(ع) ته تر ټولو نژدې او ګران اولاد حضرت یوسف(ع) ؤ او پاک خدای دحضرت یوسف (ع) په واسطه دده نور وروڼه هم دبخښل او دهغوئ ته یې مغفرت ورپه برخه کړ. همداشان که کوم شخص دکال په نورو میاشتو کې ګناوی کوی نوکه چیری هغه شخص د روژې په میاشت کې دپاک خدای عبادت وکړی او په پاک نیت او پاک زړه د روژې په نیولو سره د الله تعالی امر پرځای کړی او نورو مسلمانانو ورونو ته یې څه زیان ونه رسیږی نوبی له شکه چې هغه لوی ذات به دهغه دنورو میاشتو ټولې ګناوی په دغه مبارکه میاشت کې چې حتا د دوزخ دروازۍ تړل کیږی او پرځای یې دجنت دروازې دمسلمانانو پرمخ پرانستل کیږی او همداشان شیطانان په ځنځیرونو تړل کیږی او په دغه بختور میاشت کې هرهغه څوک چې په پاک زړه او عاجزۍ له خدای(ج) څخه دبخښنی او عفوی غوښتنه وکړی، الله تعالی به هغه مسلمان بخښی او هرهغه مسلمان چې دخدای له درباره سوال کوی هغه یې قبلوی. په یو بل روایت چې وایې پاک خدای د روژه ماتی په مهال دشپیتو زرو ګناهګارانو ګناوی بخښی او له دوزخ څخه یې راوباسی او کله چې داختر شپه راورسیږی نو هغه لوی ذات په دغه شپه کې د روژی دهرې ورځې په کچه شپیته زره کسان بخښی او له دوزخ څخه یې راوباسی. اوس به وګورو چې په دغه مبارک میاشت کې څه مهمی پیښی رامنځ ته شوی دی:
۱- کله چې د روژې مبارکه میاشت پیل کیږی نو ورسره جوخت د دوزخ دروازی بندی او شیطانان په ځنځیرونو تړل کیږی او دجنت دروازی دپاک خدای په امر خلاصیږی.
۲- د روژۍ دمیاشتی په دریمه ورځ په حضرت ابراهیم خلیل الله صحیفی نازل شولی.
۳- د روژې دمیاشتی په شپږمه ورځ په موسی(ع) دپاک خدای له لوری تورات نازل شو
۴- د روژې دمبارکې میاشتې په دیارلسمه ورځ په عیسی(ع) انجنیل نازل شوی دی.
۵- د روژی دمیاشتی په اوه ویشتمه پرمحمد(ص) دقرآن سپیڅلی کتاب دخلکو دلارښوونی په خاطر نازل شو.
۶- د روژی په میاشت کې مکه معظمه دمسلمانانو له خوا فتح شوه.
۷- د روژې دمبارکې میاشتې په او لسمه ورځ دبدر غزا پیښه شوه او په همدغه ورځ دحضرت محمد(ص) مرستې ته له آسمان څخه ملایکو ور ودانګل.
پاتی دی نه وی د روژی په میاشت کې اعکاف سنت دی.
د روژې مبارکه میاشت دنفس دپاکوالی او دتزکیې میاشت ده. نوځکه هر مسلمان کولای شی چې په دی میاشت کې له پاک خدای څخه دخپلو ګناهونو دعفوه کولو غوښتنه وکړی الله تعالی په خپل آسمانی کتاب کې دقدر دشپی یادونه کړې کومه چې په دغه بختوره میاشت کې شته دی، داځکه دقرآن پاک کتاب په همدغه شپه پرحضرت محمد(ص) باندی نازل شوی دی او دغه شپه چی دروژی په وروستنۍ لسیزه کې شتون لری او له طاقو شپو څخه شمیرل کیږی، چې هر روژه تی مسلمان په دی هڅه کې وی ترڅو چې په دغو شپو کې دپاک خدای(ج) عبادت ترسره کړی او غواړی چې دقدر بختوره او قدرمنه شپه یې په نصیب شی.

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید