روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روژه؛ سپیڅلی عبادت په توګه

د روژی تبرک او مقام د اسلام له نظره هغومره لوړ دی چې له فکره بهر دی او اختصاصی هر اړخیز بحث غواړی خوکه په دیره لنډه توګه دمبارکې روژې فضیلت او کرامت بیان شی نو دا به کافی وی چې د پاک خدای(ج) له قوله دهغې دممتازوالی او ښیګڼو جاج واخستل شی. د روژی په میاشت کې دقدر شپه موجوده ده او داهغه مبارکه او له فیوضاتو ډکه شپه ده چې قرآن مجید د الله تعالی له طرفه له لوح محفوظ څخه دملایکو او جبراییل امین په بدرګه په پوره برم او پرتم په شاندارو مراسم سره په حضرت محمد(ص) باندی نازل شوی دی.
ددې شپې دا فضیلت مقام تر بیخی زیاتو کلونو او میاشتو یعنی تر زرو میاشتو هم لوړ دی دقدر شپه لکه چې له نوم څخه یې څرګندیږی د پاک خدای (ج) په نزد دبیخی زیات قدر او ارزښت څخه ډکه شپه ده په هغه شپه چې انسان دلوی خدای له رحمتونو، نعمتونو او مهربانیو څخه زیاته اندازه برخمن کیږی، هر ډول مشروعې دعاګانې یې قبلیږی او ګناهونه یې عفوه کیږی.
ممکن په دی ډیرو لنډو جملو کې به مې دیوی منلې او کلی کلیمې په توګه د روژی دتبرک او سپیڅلتوب عمومی مفهوم وړاندی کړی وی او که تردی لالنډ مفهوم یې وړاندې شی نوهغه به دهغه رحمانی او آسمانی سپیڅلی کتاب بشپړ نزول وی چې هرمبارکه آیت یې په خپل ذات کې بی ساری او دتلی معجزه ګڼل کیږی، هغه مقدس کتاب چې دمځکې خاورینه کره یې پخپلو یزدانی وړانګو رڼا کره او تر ابده به دهغه رڼا ځلیدونکې او دبختورو انسانانو زړونه به پری روښانه وی، راغلو دی موضوع ته چې د روژی فلسفه او ماهیت داسلامی او ټولنیزو ارزښتونو له مخی څه ډول دی، نوښایې په ډیره لنډه توګه پری بحث وشی:
روژه چې دمسلمانۍ له پنځوکونو بناګانو څخه یوه بناده نو د اسلامی او بشری ارزښتونو له مخی دیوی لوړی او له اهمیته ډکې فلسفی لرونکی ده هغه چې په اسلامی ژوند کې د زیات ارزښت وړده او په لاندنیو مشخصاتو کې یې په دی ډول لنډیز وړاندی کیږی.
۱- روژه په یوه روژه تې کې د احساس پیاوړی کوی چې لوږه و تنده څه ډول ځورونکی کیفیت دی او رښتینی مسلمانان دڅومره رنځ احساس کوی او هغه ګالی او دهمدرده همنوع څخه د اسلامی او انسانی مرستو څخه څه توقع لری هرکله چې په مسلمان کې دا احساس پیاوړی وی په هماغه اندازه دخپلو همنوعانو سره مرستو کوی، کنه دچا سره چې دلوږی احساس موجود نه وی دهغو هیڅکله د وږوکسانو په تکلیف نه پوهیږی دهغوئ سره دمرستې پرځای دبی تفاوتۍ احساس ته ترجیح ورکوی.
۲- روژه یوبی ریا او پرته له خوا هرو عبادت دی، دلوی خدای(ج) حکم او امر دی، هغه حکم چې اطاعت یې له ریاضت څخه ډک دی اما ددې امر څخه د اطاعت ښیګڼې په دې کې پرتې دی چې مسلمان د روژه ماتې په دسترخوان دخدای دنازولی میلمه مقام ترلاسه کوی او د روژماتی د اذان او بیا دماښام د رارسیدلو په مهال دعبادتونو په منزله انتظار باسی، طبعاً دا عمادی انتظار نه دی په دی انتظار کې دپاک خدای(ج) د امر څخه د اطاعت ډیرۍ ښیګڼې او رمزونه پراته دی.
۳- روژه دمسلمان لپاره ډیره لویه او حتا له تکلیفه ډکه آزموینه ده. دخدای پاک د امر دمنلو آزموینه. په هغه آزموینه کې چې دمسلمان نیت، اراده، حوصله او تکلیف د زغم درجه په ډیره ښه توګه په اثبات رسیږی. روژه نیونکی مسلمان د ورځی له خوا ډیر خواړه او نعمتونه په واک کی لری، مګر د روژې دتقدس له مخی له هغوی څخه استفاده نه کوی، سخته لوږه، تنده او محرومتیا او پرهیزته غاړه ږدی چې دا ټول دتکلیف په مقابل کې دده دتحمل ډیره ښه مثال کیدای شی.
۴- روژه نیول د منع شوو شیانو څخه په کلکه پرهیږ دی چې دا پرهیز یوازی دخوړو، څښلو او نورو همنوعانو څخه پرهیږنه دی یعنی په یو کلی مفهوم روژه یوازی دخولی او نسی روژه نه ده.
په روژه کې دیو مسلمان ښه ګفتار، ښه کردار، او ښه پندار دده په عبادت کې منل کیږی، په روژه کې ډیر مصروفیت د روژې دفضیلت دترلاسه کولو دپاره دنیکوچارو سرته رسول دی او بیا دپاک قرآن تلاوت او داسی نوری غوره مشغوله وی دی.
په هر وخت کې ګناه نامشروع کار دی خو په روژه کې هغه لاناولی او کرکجن عمل ګڼل کیږی.
د روژی ګاڼه یوازی عبادت دی او بس هغه عبادت چې له نورو میاشتو څخه یې درجه جګه ده.
۵- لکه څنګه چې هر متحرک شی، تخنیک دی او که انسان د ډیر فعالیت په وجه سولیږی او یا ستړی کیږی. او یوڅخه استراحت ته اړتیا لری چې ترهغی وروسته یې ستړیالیری کیږی او راتلونکی فعالیت ته چمتووالی پیدا کوی او یوی اندازی نسبی دمې ته ضرورت لری، نو مسلمان انسان دمعدی او هضمی سیستم دا نسبی استراحت یوازی او یوازی د روژی په برکت تامینولای شی د روژی په واسطه د انسان اشتها بهبود پیدا کوی او هضمی سیستم یې ډیر ښه فعالیت ته آماده کیږی.
لنډه داچې د روژی په برکت مسلمان دتقوی لوړی درجی ترلاسه کوی او بیا دپاک خدای په نزد دکرامت مقام ته رسیږی.
رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید