روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

راځئ ! همت وکړو !!

عبدالعزیز ابو بکر

یو عادی، عام او سلیم الطبع انسان ته د هغه په دننه کې خدای (ج) د هغه هرڅه معنوی وړتیا ورکړې چې په خپل مدنی ژوند کې هغه ورته اړتیا لری، ورسره د دغو اړتیاو د پوره کولو اسباب او توکې (مادی وړتیا) هم وخت په وخت ورته برابروی او بیا هغه ته د خپلې وړتیا او د غو توکو د یو ځای کولو، په کار اچولو او ورڅخه د خپلې اړتیا پوره کولو چل او لارې چارې هم ورښیی، د راتلونکې لپاره یې روزنه کوی، دغه ښوونه او روزنه انسا ن د عقل او پوهی په هغه قوه ترلاسه کوی چې خدای (ج) په هغه باندې لږه زیاته پیرزو کړې وی.

دغه ښوونه او روزنه له بېلابېلو لارو او گودرو (سترگو، غوږو، پوزی، دماغ، حس او…) د انسان پوهی ته راځی، او بیاچې خدای (ج) هغه ته د ورکړې وړتیا او اسبابو په کار اچولو چل ور ښیی، نو په لېږ وخت کې ډېرې اړتیاوې او بیا بیا یې ور پېښوی، ځینی وختونه سړی د خپلې ټولنې نورو وگړو ته هم پکې اړ کېږی چې ورته مدنیت وایو، همداسی په لېږ وخت کې ډېر څه ور وښیی او پرې و یې روزی چې ور سره پوهه او د هغې درکات هم پا خه او انسان یې عادی شی، په ځان باور ترلاسه کړی او بیا تل د خپلو اړتیاو د پوره کولو تدبیر په اسانۍ سره کوی.

د بیلگې په توگه: خدای (ج) په انسان لوږه راولی خوراک ته یې اړکړی، د خوراک برابرولو هغه وړتیا او اسباب چې د ده په واک کې یې ورکړی هغه د خپلې خدای (ج) ور کړې پوهې په رڼاکې دی په خپله په کار اچوی چې همت ورته وایی، کله چې یې همت وکړ د خوراک اړتیا یې هم پوره شوه او د بیا لپاره یې تدبیر ورته اسان شو، خو که انسان د خدای (ج) ور کړې وړتیا او اسباب په کار وانه چوی، نو دا بې همتی شوه، په بې همتۍ سره هیڅ وخت چابریالیتوب نه دی ترلاسه کړی.

موږ وینو یو ماشوم چې لاپه ولاړیدلو او پل اخستلو نه وی عادت، لویانو ته گوری چې هغوی څنگه ولاړیږی او گرځی؟ دېته پر پام هغه هم پخپل ځان کې د گرځیدلو وړتیا او په خپلو پښو د دریدلو اړتیا وینی، بیا بیا هڅه کوی او هرځل پرځی، نه یواځی پرځی، بلکې په کلکه ځمکه، اوبو کې، په خاورو او خځلو کې، له پورته نه لاندی را غورځی له ستونزوسره مخ کېږی، ژړوی یې چې بیا یې لویان ارام او د خوړلی ټپ درملنه کوی.

خو له دې ټولو سربېره بیاهم ماشوم همت له لاسه نه ور کوی له قوی مورال سره بیا بیا هڅه کوی چې پخپلو پښو ځان و دروی او نور یې په غیږکې ونه گرځوی، اخیر هم پخپلو پښو روان شی او بیا له خپل همت او مورال څخه دومره خوښ وی چې ټوله ورځ ترپېږی خو ستړی کېږی نه، د همت او مورال دغه ستره معجزه هرڅوک، هر وخت او هر ځای لیدلای شی، و دی گوری کوم یو ماشوم له کومې نړیوالې او بین المللی ادارې څخه دغه زدکړی کوی؟ بلکې لا د دغه باچا غرور خو د خپلی مور غیږه هم نه منی، پردۍ ورته ښکاری، پکې ژاړی او ترې د ازادۍ هڅه کوی.

نو موږ چې له وړوکتوب وروسته اوس د تاندی ځوانۍ او غښتلو مټو څښتن یو، ولی هغه همت چې په وړوکتوب مو درلود له لاسه ور کړو او د پردیو غېږی ته ځان ور غورځوو؟! موږ همت نشو کولای خپل ځان او له لارې یې خپله بشپړه ټولنه په پښو و دروو؟ خپلې ټولنې ته په خپله کار وکړو، چارې یې فعالې او منظمې کړو او له بېوزلۍ او پردیو ته له اړکېدو ځان ازاد کړو؟.

دا وروسته له هغه چې زموږ ټولنې د تمدن لومړی مقام درلود او اروپا یې لاتر اوسه پوروړې ده، نو ایا بیا هم موږ په ځان کې خپل لومړنی تمدن ته د بیرته ور گرځیدو اړتیا، وړتیا او ځواک نه وینو او که یې چاره نه لیدله کېږی؟ نه !  بلکې زمو ځوانانو همت او خپلې ټولنې ته کار نه دی کړی.

هو! دا یو حقیقت دی چې د انسان ژوند له کړاو څخه خوندی  نه دی، هرڅوک د خپل ژوند په اوږدو کې له رنگا رنگ ناخوالو سره مخ کېږی، له بل لوری خدای ج انسان مدنی تبه پیداکړی دی، د یوه فرد کړاو یې لویه ټولنه هم اغېزمنوی، او بیا د نن سبا اسلامی ټولنه چې هر فرد یې له کړاو سره لاس اوگرېوان دی، له شک پرته چې په لوړه کچه زیان یې لیدلی، خو پر وړاندې یې همت نه دی بایللی.

اسلامی ټولنه یانې دوه پېړۍ وړاندې د تمدن او تکنالوجۍ هغه سمبول چې د نن سبا اروپایان یې لا تر اوسه ځانونه پوروړی بولی وروسته له هغې چې د امپراطوریو او کودتاوو په زور د هغې افرادو ته کړاو و رسید،  ټوټه ټوټه شوه، وخت په وخت له نن څخه نږدې پېنځه پیړۍ وړاندې اروپا پوری شاته لاړه او زموږ د ځوان او نوی نسل له خپل اسلامی تاریخ، کارنامو او شاهکاریو څخه د ناخبرۍ او د خپل کلتور او تهذیب په چوکات کې له سالمې روزنې څخه د بې برخې کېدو یواځینی، لوی او مرکزی لامل وگرځید، زموږ ټولنې د کار او داسی خلک له لاسه ورکړل چې د هغې ټولې چارې فعالې، منظمې او خپلواکې وساتی او د پردیو د لاسوهنو  مخه ډب کړی ترڅو له تاریخ څخه د ناخبره قشر له لارې مو ټولنه نور له پرمختگ څخه را ونه گرځی.

خو له نیکه مرغه زموږ د وخت دینی عالمان او د پوهمینې طبقې خلک پرلپسې په دې هڅه او کوښښ کې دی چې ځوان نسل مو ویښ او د هغوی پام مو خپل سرشاره اسلامی تاریخ ته واړوی، پخپله د خپلې ټولنې د چارو سمبالولو او په خپل واک کې د ساتلو وړتیا ورکې پیدا کړی، په ناپوهۍ او ناخبرۍ کې د بایللی تمدن  د بیا لاسته را وړلو لارې چارې-رمزونه-رازونه ور په گوته کړی، له تنزل څخه یې بیرته د تمدن په لورمخ واړوی او ورسره دا هم عملاً ور و پېژنی چې که د تمدن پر هغو لاروچارو غور وکړو چې پر مټ مو یې دوه پېړۍ له مخه درلود، نو دا اوس دوه پېړۍ وروسته یې هم درلودلای شو.

موږ د یو عالمگیر الهی نظام پیروان او له همدی نظام څخه سرچینه اخیستونکی دیوبندی فکر او مکتب لارویان یو، زموږ چاپیر د معاصر کفر گڼ شمیر افکار او مکتبونه شته، نو راځئ ! همت وکړو !. په دې برخه کې همت یانی دا چې د نړیوالې اسلامی ټولنې په توگه یواځی موږ تمدن درلود او پرې یوه متمدنه ټولنه یادېدلو، خو چې د گڼو لاملونو په رامنځته کېدو مو هغه وبایله چې باید بېرته ترلاسه کړو، خدای (ج) موږ ته د دې مادی وړتیاوې په واک را کړې دی او د پر کار اچولو لپاره یې سیاسی، پوځی، فرهنگی او تبلیغاتی، پوهنیزې، اقتصادی، انکشافی، رغنیزی او…ټولې اړتیاوې همدا مهال پر یو ځای را پېښې کړې او بیا بیا پېښېدونکې دی.

د پوره کولو یې چې خدای (ج) کومې مادی وسیلې او وړتیاوې په واک کې راکړې، هغه به یې په اړه د (سترگو، غوږو، پوزی، دماغ، حس او… له لارې) خدای (ج) راکړې پوهې او زموږ د مدنی ژوند معنوی وړتیاو په رڼا کې پر کار واچوو، خو چې انسان په فطری ډول مدنی تبه دی، حتمی پکې د هرې برخې کار کونکې د بلې هغې کار کونکو ته اړ کېږو او د دې انسانی فطرت په غوښتنه د ټولو برخو کارکونکو تر منځ همپالنې او همغږۍ ته سره رسېږو چې همداسی په لنډ وخت کې ټولو برخو کې ډېر پرمختگونه را منځته کېږی، کار کونکی یې ډېر څه زده کوی، پوهه او د هغې درکات یې پخېږی، پر ځان او خپلو پرمختگونو باور ترلاسه کوی او بیا تل پر اسانۍ سره د خپلو اړتیاوو تدبیر په خپله کوی.

ورپسې به ځوان کول پرې را ویښ کړو، خپلو اولادونو او ځوان نسل ته به د خپل کلتور او ثقافت په چوکات کې له پوره تابیا او تلوسې سره تربیه او روزنه ور کړو، له خپل سرشاره تاریخ سره به یې بلد کړو چې چیرته په ناپامۍ د کوم کفری مکتب او پردی فرهنگ په لومه کې ونه نښلی چې دا به همت شی او پر مټ به یې له پوره شعور سره خپل تمدن او د هغه سرشاره تاریخ ته ور وگرځو او له دې لویې هستې به بېرته برخمن شو، په بل هیڅ ډول نشو کولای پرمختگ وکړو، یوه متمدنه او پرمخ تللې ټولنه شو او یایې هم برخه وگرځو…پای

ممکن است شما دوست داشته باشید