جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د اوبو او انرژۍ او د آسیایی بانک له لورې د پنځو سوو مېلیونو امریکایی ډالرو په لګښت د قندهار ولایت د دهلی بند رغول کېږی.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛ د قندهار د دهلی د بند د پراختیا او استملاک په مشورتی غونډه کې وویل شول چې، د یاد لګښت په مټ به د دغه بند ارتفاع له اتو څخه تر دولسو مترو پورې لوړ ېږی.
سرچینه زیاتوی چې په دې غونډه کې د دهلی بند رغول د ټول قندهار لپاره او په ځانګړی ډول د هغو اوو ولسوالیو لپاره ګټور وبلل شول چې، د دغه بند څخه اوبه ترلاسه کوی.
په جوړه شوې غونډه کې د سیمې له اوسیدونکو څخه هم وغوښتل شول چې د دغې حیاتی پروژې په پلی کولو کې له دولت سره همکاری وکړی.
د دهلې بند ۶۵ کاله وړاندې د قندهار ښار شمال شرق لوری ته د ۴٠ کیلومترو په واټن په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سیند جوړ شوى، چې د تېرو درې لسیزو جنګ جګړو او د نه پاملرنې له امله یې یو شمېر برخې ویجاړې شوې وې.