روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یوې ټپې دوې کلمې

ماهر احسانزی

موږ د ژبې پر ماهیت هله پوهېږو، چې د کلیمو ار او ضمنی معناوې، په جمله کې یې د کاریدو پر اړتیا او په هنری ژبه کې یې په ارزښت وپوهېږو.

ګودر د پښتو ژبې یوه خپلواکه کلیمه ده او هغه ځای  ته وایی چې نجونې له منګیو سره ورځی او کورونو ته  پکې اوبه وړی، خو که په رسمی او یا ښه ده ووایو په علمی لیکنو کې ورنه استفاده کوو، ګودر همدا ګودر دی چې پورته مو ورته اشاره وکړه، خو که هنری او تخییلی لیکنو ته راشو، بیا نه دا چې ګودر، ګودر دی، بلکې موږ ته له کورونو په سل او زر بهانو را روانې نجونې را یادوی، کلی رایادوی، د مینې او دیدن لمحې رایادوی او بلاخره خپلې مینې او تېرې هېرې زمانې ته مو وړی؛ معنا دلته ګودر هم مکان دی او هم زمان او ژبه همدلته د زمان او چاپېریال سره خپلې اړیکې ثابتوی.

که بیرته کېږی بیرته راشه !

قسم دی یاره مځکه ځای نه راکوینه

په دې لنډۍ کې دوه ځلې د ( بیرته ) کلمې تکرار د لنډۍ خوند ډېر کړی، په خبره کې یې وزن پیدا کړی او تاکید ترې جوتېږی، څه نورې خبرې هم شته چې د (بیرته ) تر سپړنې وروسته به یې وکړو.

موږ ( بیرته)  په څو ځایونو کې استعمالوو:

بیرته د بیا ځل په معنا:

مثلا له یو چاسره مو کار دی، لا درسره ناست نه وی، چې له څنګه مو پاڅی که ورنه د تلو دلیل وغواړئ، درته وایې:

بیرته یې ماته زنګ وواهه.

کیسه د ستړې ستړې مینې ختموې ولې نه

ماته مې خپل زړګی په بیرته راکوې ولې نه

سایل

بیرته د راتللو امکان ختم شو

دواړه اواره شو داستان ختم شو

رضوان اوبرنګ

 

بیرته د خلاصولو په معنا :

ور بیرته کړ، چې ودې ګورم.

سترګې مې بیرته کړې، خو ومې نه لیدې!

بیرته د شاته شاته په معنا:

تا که زما زړه ته کتلی

زه به په بیرته بیرته تلم، تا به نیومه

په دې لنډۍ کې دا یوه معنا هم نشته او که یې ورکوو، نو د لنډۍ له ښکلا سره  به ظلم وشی خو وېـیل شوې لنډۍ، نه بې معنا ده او نه بې ښکلا، بلکې ښکلا یې همدې بیرته جوړه کړې ده. یوه خوبی یې داده چې د بیرته په تکرار سره د تورو مکرر اورېدل خوند راکوی، بلکې د ویونکې/ویونکی تاکید هم راته را رسوی چې ورتګ مهم دی.

په دې لنډۍ کې انسان ته ور زده کوی چې :

یوــ  انسان تل په یو حال نه وی او ممکن په خپلو ډېرو پرېکړو او هغه خبرو چې یو وخت ورته ښې ښکاری، پیښمانه شی. خوشال بابا وایې:

چې نمک مې د مغل خوړ یو ملک وم

چې نمک د مغل نه خورم اوس ملک یم

دویم ــ پښتانه متل کوی، چې دلته په مړیو کې سپک او په ژوندیوو کې دروند نشته او دا هم وایې، چې د خپل کور خوراو لور کړمیزنه وی، نو هغوی چې راسره وی، ورته لاس رسی ولرو، هر وخت یې لیدای شو یا مو ورباندې هر وخت امر او نظر چلېږی راته ډېر مهم نه ښکاری، خو چې له لاسه مو ووځی بیا یې پر قدر پوه شو.

درېیم ـ لنډۍ دوه ځله د (بیرته ) راتګ دا هم راته وایې، چې تګ له دواړو اړخونو په خوښه شوی، ځکه خو ورته وایې، څنګه مې چې په خوښه لاړې، همدغسې بیرته مې په خوښه راشه، ځکه چې:

حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه شی

خو که د یادې لنډۍ په همدې بیرته کلمو کې لومړنۍ( بیرته) تغییر کړو، بیا به یې معنا څه وی؟

که چېرته کېږی، بیرته راشه

قسم دی یاره مځکه ځای نه راکوینه

دلته هم مفهوم کې کوم لوی بدلون نه دی رامنځ ته شوی او نه هم ورپسې د متکلم د خفګان کچ بدلون کړی، خو خبره داده چې دلته د دواړو جغرافیو، مادیاتو، د بیرته راتګ شرایطو او امکاناتو ته په همدې (که چېرته کېږی؟) کې اشاره شوې ده.

دلته د لومړۍ لنډۍ په څېر داسې نه وایې چې ته باید حتمی راشی، که ته وسه لرې کنه، که ممکنه  وی کنه او که  وضعیت او شرایط د راتګ لپاره مساعد وی او کنه خو باید راشی!!

د خفګان له شدته مخاطب په دواړو کې خبرېږی  خو د دوهمې نمونې په پرتله د لومړۍ زیان پدې کې دی، چې په لومړۍ کې د بیرته ورتګ غوښتنه دومره شدیده ده ، چې ممکن په مرګ، په لوږو، په بند او … تمامه شی خو باید بیرته تګ امکان پیدا کړی.

البته، دوهمې نمونه کې  بیا د بیرته ورتګ غوښتنه مشروطه شوې ده، دلته بیرته ورتګ غوښتل شوی ،خو دا شرط یې ورته پکې اېښی چې :

که بیرته راتګ د سر په بیه نه تمامېږی او درته نورې ستونزې نه جوړوی، پکې تکلیف کېږې نه او یا ته د بیرته راتګ لپاره مناسب وخت او چاپېریال په لاس کې لرې، نو باید راشی خو که دا هېڅ نه وی نو بیا مه راځه.

د دوهمې نمونې له په لومړی نیم بیتی کې ( که چېرته کېږی؟) د همدې لپاره سوالیه ده، چې د یو اړخ رضا او چاپېریال په په نظر کې نه دی نیول شوی، بلکې هماغه ته چې ورته متکلمه/متکلم دی وایې، چې که تاسره د بیرته راتګ امکان وی، بیرته راتګ درته مهم وی؛ نو ځکه راشه چې مځکه ځای نه راکوینه.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید