روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د یورانیمو په تړاو پر ایران نړیوالې نیوکې

لوېدیځو هېوادونو د پرېکړه لیک په ترڅ کې پر ایران غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د څار له آژانس سره همکاری وکړی. اسرائیل او سعودی عربستان دا پرېکړه لیک ستایلی،خو تهران یې غندنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د اتومی انرژۍ د څار آژانس چې ۳۵ هېوادونه پکې غړیتوب لری، د چهار شنبې په ورځ پرېکړه لیک تصویب کړی چې پکې نیوکه شوې چې ایران په نااعلان شوو ساحو کې د یورانیمو د ذراتو په اړه د وضاحت په ورکولو کې پاتې راغلی دی.امریکا، فرانسې، جرمنی او برېتانیې د ایران پر دغه چلن سختې نیوکې کړې دی. تر دې دمخه ایران هغه دوې کامرې هم بندې کړې وې چې د ملګرو ملتونو پلټونکو د یورانیمو د غنی کولو د نظارت په موخه نصب کړې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید