روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د ګندهارا تمدن او سیمې پراخوالی

ګندهارا چې په پخوانیو او زړو تاریخی او جغر افیایی متونو کې یې نوم دویهند په بڼه هم راغلی دی د مهاجانا پادا د واکمنۍ یوه لویه او پراخه سیمه وه چې په دې لویې او پراخې سیمې له کوبها (کابله) تر کوبها (کابل) د سیند دواړه خواوې چې کاپیسا، سروبی، لمپاکا (لغمان)، نونهارا (ننګرهار)، کونړ، پروشاپور (پېښور)، سوات، تخت بایی، مردان، پشکلاوتی (چارسده)، اټک، پټوهار، د شمالی پنجاب او د کشمیر ځینې برخې هم پکې راځی چې ټکسیلا یا ټکشیلا یې مرکز ګڼل کېږی.

ګندهارا نه یوازې د یوې پراخې سیمې نوم دی، بلکې د یو لوی تمدن او تهذیب نوم هم دی چې په تاریخ کې ورته د کندهارا تهذیب او تمدن ویل کېږی.

د ګند هارا یادونه د هندوانو په سپیڅلو متونو د ویدی سرودونو د لومړی ټوک په ١٢۶ او ١٢٧ سرودونو کې شوې ده چې مانا یې د رڼاګانو ځای دی.

مشهور چینایی بودایی ګرځندوی ( سیاح) هیونڅنګ (۶٠٢-۶۶۴) زیږدیز چې په ۶٢٩ زېږدیز کال یې د بودایی معبدونو او ستوپو د لیدنې لپاره لومړی د مرکزی اسیا هیوادونو لکه قر غیزستان، اوزبیکستان او له هغه ځایه د امو یا اوکسوس له سینده پورې وت نو افغا نستان ته راغی او دلته یې په کندوز، بلخ، شبر، بامیان، کاپیسا، بګرام، کابل، لوګر، لغمان، د ننګرهار د درونټې له سمڅو او هډې له سټوپو او معبدونونه لیدنه وکړه.

هیونڅنګ بیا د خیبر له تاریخی لارې تیر شو او پروشاپور (اوسنی پېښور) ته لاړ او د مردان ،سوات او نورو هغو ځایونو نه یې لیدنه کتنه وکړه او د خپل یو نلیک یا سفر نامې بشپړ تفصیل یې په خپل کتاب کې ولیکه چې په هغه کې د کندهارا د هرې سیمې نوم او د هغو بودایی معبدونو، او لمانځنتونونو او سټوپو یادونه پکې شوې ده.

د کندهارا سیمه په لومړۍ زریزه کې د خپل پر مختګ لوړو پوړیو ته او چته شوه، په تېره بیا دکنیشکا او کابل شاهانو د واکمنۍ په وخت کې دې سیمې دومره پر مختګ کړی وچې بې شمېره ښارونه ،بو دایی معبدونه ،ښوونځی او پو هنتونو نه یې درلودل چې دنورو سیمو نه به خلک او په تېره بیا هندوان او دبو دایی مذهب لارویان دزده کړو لپاره دې سیمې ته راتلل. ویل کېږی چې د چاینکیا په څېر سترو عالمانو همدلته تدریس کاوه. د سوداګرۍ له پلوه هم کندهارا ډېر پرمختګ کړی و او له مرکزی اسیا او پخوانی فارس سره یې ډیرې زیاتې سوداګریزې راکړې ورکړې درلودلې.

د ګندهارا عظمت او شان او شوکت هغه وخت مخ په ځوړتیا شو چې غزنوی محمود په ١٠٢١ زیږ دیز کال د ګندهارا پر ارتې او پراخې سیمې برید وکړ او دغه سېمه یې په خپله ولکه کې راوستله چې مشهور مورخ او د نجوم دعلم ماهر البیرونی چې له محمود سره د ده د حملو په وخت کې ملګری و په خپل کتاب الهند کې د ګندهارا د سیمو په اړوند بشپړې لیکنې کړې دی. باید زیاته کړو چې تر غزنوی محمود دمخه د فارس او یونان واکمنانو هم پر دغې تاریخی سیمو خونړی یرغلونه کړی وو چې د ګندهارا پر تهذیب او تمدن یې لوی اثر او اغېزه پرېوتې وه٠.

په هندوستان کې د ډیلی د سلطنت په وخت کې چې سیاسی ځواک د مسلمانانو په لا س کې و ، ګندهارا له لاهوره اداره کېده، خو په هند کې د مغولو د واکمنۍ په وخت کې د کابل صوبې یو ه برخه وه.

د ګندهارا خلک سپیڅلی، زړور، میلمه پا لونکی خلک ول. دوی د ودیک عصر او پیر نه راپدیخوا د کابل سین په دواړو غاړو تر اباسینه او سیدل او د کرکیلې په چارو بو خت ول. په دوی کې تکړه معمارانو، انځورګرانو، مجسمه جوړوونکو د موسیقۍ استادانو او د بیلابیلو ذوقونو خاوندانو شتون درلود.

داسې تاریخی شواهد شته چې ګند هارا چارې به د تاریخ په اوږدو کې کله د ټکشیلا، کله هم د پشکلاوتی

(چارسدې) کله به د پېښور او کله به هم داوداب هنداپوره یا هنډ نه اداره کېدلې.

د هندوانو په سپېڅلو متونو مهابهارت او را میا نا کې هم د ګندهاری شهزادګۍ نوم راغلی چې د هستیناپور د ړانده واکمن درهیشټر سره یې واده وشو او د درودهانا مور وه٠ همداراز ویل کېږی چې د تبتی بو دایانو بنسټ اېښودونکی پد ماوا سمبهاو هم په ګندهارا کې زیږیدلی و٠ ویل کېږی چې دموریا دواکمنۍ بنسټ اېښودونکی چندر ګپت هغه وخت په ټکشیلا کې و چې لوی سکندر یا سکندر اعظم په ګند هارابرید وکړ.

لنډه دا چې د ګندهارا سیمه په تاریخ کې یوه مشهوره سیمه وه چې ارټ او صنعت، نقاشی او مجسمې جوړونې پکې ډېره وده کړې وه چې د دغه وخت ډېرې مجسمې په کابل، کاپیسا، د ننګرهار په هډې، سوات، مردان، پنجکوړه او د پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د دغه هنر بیلګې نن په موزیمونو کې خوندی دی.

ډاکټر لطیف یاد

ممکن است شما دوست داشته باشید