روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره هڅې پراخه کړې دی

کډوالی او بې کوری په هېواد کې ستره ستونزه ده، د جګړو، وچکالیوو او نورو ناخوالو له امله میلیونونه وګړی یا مهاجر شوی او یا هم بې ځایه شوی دی.

دا چې د اسلامی امارت چارواکیو د کډوالۍ د ستونزې د حل لپاره کوم پلانونه لری، په دې اړه مو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت له مرستیال سره ښاغلی الحاج محمد ارسلاح سره مرکه کړې،

پوښتنه:  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټی که راته وویاست چې تاسو تراوسه پورې د کډوالو په چارو کې کوم کارونه ترسره کړی؟

ځواب: په دې تېرو شلو کلونو کې د تېرنظام بې عدالتۍ او د چور او چپاولو د غصب او په وجه باندې ډېر افغانان په داخل کې بې ځایه شوی ډېر هېوادوال نورو هېوادونو ته ستانه شوی او د اسلامی امارت له راتک سره دکډوال وزارت په پام کې لری، چې لومړی هغو کډوالو ته توجه وکړی چې هغوی په خپل هېواد کې بی ځایه شوی دکابل ښار په پارکونو کې په سرکونو باندی پراته دی،خو په ټولیزه توګه تقریباً دوه نیم لکه بې ځایه شوی کسان بېرته خپلو کورونوته ستانه شوی دی او له هغوی سره مرستې شوې دی.

همدا رنګه تقریباً شپږ لکه وګړی له بهره هېواد ته راستانه شوی او له هغوی سره هم لازمې مرستې شوې دی، د دې ترڅنګ په هېواد کې د بې ځایه شویوو وګړو  سروې روانه ده او پاتی تقریباً دری میلیونه وګړی چې په خپل هېواد کې بېځایه شوی، راجستر شوی دی، د هغوی د بېرته مېشتېدو لپاره کار را روان دی. او هغه کډوال چې په ۴۳ کلنو جګړو کې نورو هېوادونو ته مهاجر شوی ، هڅې روانې دی، چې خپل هېوادته را ستانه کړل شی،دهغوی لپاره ښارګوټی جوړ او د ژوندانه اسانتیاوې برابرې کړل شی.

پوښتنه: په ځانګړی توګه په ایران او پاکستان کې څومره افغان کډوال مهاجر دی؟

ځواب: مونږ په پاکستان کې تقریباً دری میلیونه کډوال لرو چې په دوی کې دوه نیم میلیونه شاوخوا راجستر شوی دی، دری میلیونه شاوخوا په ایران کې کډوال شته ،همداشان یو میلیون نور افغان کډوال په اروپا او نورو هېوادونو کې ژوند کوی چې جمله تقریباً اوه میلیونه مهاجر په نړۍ کې ژوند کوی.

خروټی په ادامه کې ووېیل: په ایران کې دکډوالو حقوق کله نا کله ترپښو لاندې شوی دی هغه حقوق چې یو کډوال یې لری د اسلام له لحاظه او یا هم دنړیوالو ارزښتونو او قوانینو په اساس باندې تر ډېره حده په ایران کې نه دی مراعات شوی او همېشه درسنیو له لارې د هغوی غږ پورته شوی اوس چې سوشیل میډیا کې په ایران کې د افغان مهاجرو په وړاندط چې کوم کلپونه خپاره شوی، واقعاً دردوونکی دی، دا فاجعه ده او د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په دې رابطه تماسونه نیولی او په خاصه توګه د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د دوی سفیر را احضار کړ او خپل تشویش یې ورسره شریک کړ او ترې غوښتنه یی وکړه چې دغه کړنې باید وڅېړل شی او هغه څوک چې ظلم او زیاتی یې کړی او د افغان مهاجرو حقوق یې پایمال کړی ،دا باید مجازات شی او په آینده کې دمهاجرو حقوقو ته درناوی وشی.

 

وروستۍ پوښتنه: هغه افغانان چې هېواد پرېږدی او بهر ته مهاجرت کوی، ستاسی پیغام څه دی؟

ځواب: موږ خو لومړی ټولو هېوادوالو ته دا پیغام ور کوو چې په افغانستان کې نور امن دی او د دښمن د زهرجنو تبلیغاتو ترتاثیر لاندې رانشی هغه هېوادونه چې اوس عملاً په افغانستان کې مداخله کوی او خلکوته بلنه ورکوی او هغوی یې اندېښمن کړی، چې ستاسو ژوند په خطر کې دی، تاسوته موږ پناه درکوو، نو ښه خبره داده چې دا هېوادوال په خپل هېواد کې پاتې شی،ځکه دعزت ژوند په خپل هېواد کې دی، موږ او تاسو ولیدئ چې په نورو هېوادونو کې په داسې کمپونو او سختو شرایطو چې ډېر دردوونکی دی او به بهرکې په نورو ځایونوکې، نو ښه خبره داده چې ټول هېوادوال د خپل هېواد په ډاډمنه فضا کې پاتې شی او نور د قوم په نوم، د سمت په نوم او دتنظیم په نوم باندې دغه توپیرونه له منځه تللی دی او د اسلامی امارت تر بیرغ لاندې د ټولو افغانانو حقوق په مساویانه توګه خوندی دی، له ټولو افغانو هم داغوښتنه ده چې یو بل ته لاس ورکړی او نورو اختلافات پرېږدی او په ملی یووالی ژوند وکړی.

محمد نعیم نوابی

ممکن است شما دوست داشته باشید