روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کنړ قومی مشرانو د بېلابېلو ناستو پر مهال د ولسونو د همکاریو ډاډ ورکړ

د مرکز اسعد اباد او پېج درې قومی مشرانو د بېلابېلو ناستو پر مهال د کونړ ولایت له مرستیال والی سره د سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ نوموړی ته د ولسونو د همکاریو ډاډ ورکړ.

په دغو کتنو کې چې د پېج درې قومی مشرانو او مرکز اسعد آباد دمکلی اسلامی او اصلا شوراحی استازو برخه لرله، او د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ یی په خپلو سیمو کې د امنیت ټینګښت او ټولګټو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.

د کونړ مرستیال والی مولوی عبدالله حقانی د قومی مشرانو غوښتنې پر ځای وبللې او د دوی د ستونزو اوارۍ ډاډ ترڅنګ یې له مشرانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د امنیت او ثبات ټینګښت لپاره دوامداره هڅې ترسره کړی.

هغه وویل، موږ د دین د احکامو د تنفیذ لپاره قربانی وکړې اوس اسلامی نظام حاکم دی او د هرچا حقوق به پکې خوندی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید