روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کندهار والی له مسئولینو څخه وغوښتل ترڅو شپه او ورځ د ولس په خدمت کی تېره کړی

ولسوالیو ته د سفرونو په دوام کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د نظامی او ملکی ادارو د مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ له ګڼ شمېر دینی عالمانو، قومی مشرانو، سپین‌ږیرو، مخورو او مجاهدینو سره وکتل، چی پرمهال یې د سپین بولدک ولسوال حاجی ملاآغا او د سپین‌بولدک امنیه قومندان مولوی محمدهاشم هم حضور درلود.

غونډه چی د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره راپیل شوه، په پیل کی مولوی رفع‌الله د غونډی له ګډونوالو ته اصلاحی بیان وړاندی کړ او وروسته د مشرتابه خاصو استازو شیخ‌الحدیث مولوی نورالحق او مولوی صدیق الله د غونډی له ګډونوالو سره د مشرتابه پیغام او د مشرتابه له لوری سوی ځانګړی لارښوونی شریکی کړې، چی پکښی راغلی وه، علماء دی خپل‌منځی اختلافات له منځه یوسی او ټول دی په ګډه د نظام د پرمختګ لپاره له مسئولینو سره کار وکړی، ددې نظام ټول مسئولین دی هیڅکله پر ولس ظلم نه کوی، خپل ټول ملګری په ځانګړیو شویو سمینارونو کی وروزئ او علماوو ته یې ورولئ او ټول هغه وسایل، چی په لاس کی یې لرئ، په سم ډول یې وکاروئ.

وروسته کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا د خپلو خبرو په لومړیو کی د بولدک ولسوالۍ د ټولو نظامی او ملکی ادارو مسئولینو، علماوو، سپین‌ږیرو، مخورو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کی یې وویل، دا یې مسئولیت دئ، چی د کندهار ښار له هری سیمی خبر اوسی او د هری سیمی اوسېدونکی ته چی کومی ستونزی ولری، رسېدنه وکړی.

کندهار والی د خپلو خبرو په دوام د ریګستان ولسوالۍ د ټولو نظامی او ملکی ادارو له مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو شپه او ورځ د ولس په خدمت کی تېره کړی او د مشرتابه له لوری د شوی عفوی احترام وکړی او ددې ترڅنګ یې خپلو خبرو کی د بولدک ولسوالۍ د ټولو ملکی او نظامی ادارو مسئولینو ترڅنګ ټولو اوسېدونکو ته د ولایتی ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندی کړ او وروسته یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید