روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د کابل ښاروالی دنهمی ناحیی ریاست په یو کال کې ۱۵۰۰۰۰۰۰ میلیونه افغانی عواید راټول کړی

اخترمحمد اکاخیل

ښاروالی یوه عام المنفعه او خدماتی اداره ده چې د ښارونو د پاکۍ او صفایۍ،د کانالونو، او لویو وړو ویالو،سربندونو او آبرونو د پاک کارۍ او همدارنګه د پارکونو د شنې ساحې د ساتلو او د کثافاتو د راټولو او لېږدولو او نورې د سرک جوړولو او ښاری معماری نظم چارې په غاړه لری، کابل ښاروالی په کابل ښار کې د دې خدماتو وړاندې کولو لپاره په هره ناحیه کې خپلې خپلې جلا څانګې لری. موږ د کاپل ښاروالۍ د نهمې ناحیی له رییس حافظ حیات الله سره د دې ادارې د چارو په اړه مرکه کړې چې په ګډه سره یی ولولو.

پوښتنه:د مهربانۍ له مخې ووایست تاسو  په یو کال کې کومې کړنې او فعالیتونه ترسره کړې دی؟

ځواب: موږ په تېر یو کال کې د تنظیف په برخه کې ډېر کارونه کړی دی، زموږ پلانی کارونه د کابل ښار له بنایی څخه تر پل پاچاه پورې د یو نیم کلیو مترو په اندازه  په سټنډرډ توګه د نوی سرک جوړول دی چې ددغه سرک په جوړېدو سره خلکو ته ډېر سهولتونه رامنځته شوی دی. دغه سرک له زمان خان کلا او علی خېلو پورې غځېدلی دی. د یادو سیمو خلک د ښاروالۍ له کارونو ډېر خوشحاله او راضی دی بل، په صنعتی پارکونو کې مو کارونه په شدت سره روان دی، سرکونه،کوڅې او په عمومی لارې په ترتیب سره جوړږېږی او کار پرې روان دی.

پوښتنه:په تېر یوکال کې تاسو څومره عواید راټول کړی ؟

ځواب: د یو کال په موده کې موږ ټول ۱۵۰۰۰۰۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی او د دولت خزانې ته مو تحویل کړی ،خو هغه هڅه مو داده چې د خپلو عوایدو کچه نوره هم لوړه کړو.

پوښتنه:د نهمې ناحیې د پاکۍ او صفایۍ په برخه کې مو که د کارونو په اړه راته ووایاست ؟

ځواب:موږ د پاکۍ او صفایۍ په برخه کې ډېره کار کړی ،د ځینو لویو ویالو.‏،کانالونو او سربندونو د اوبو جریان له ۲۰ کالو له راپدی خوا په مکمل توګه بند و، د مثال په توګه د وزیر آباد کانال، دغه کانال موږ د خپل پرسونل په وسیله سږ کال په مکمله توګه پاک کاری کړی.

پوښتنه: ژمی راتلونکی دی، تاسو د خپلی سیمی د ویالو،سربندو او آبرونو د پاک کارۍ په اړه څه تدابیر اوڅه امکانات لرئ؟

ځواب:زموږ پرسونل او ماشینری کافی نده خو زموږ اوسنۍ چارې څه نا څه پرې حلېږی او امکانات مو څه نا څه برابر دی، خو ستونزې به مو ژر حل شی. د نهمی ناحیی رییس د تنظیف په برخه کې ووېیل: کوم ځایونه چې د کثافاتو د راټولېدو لپاره خانګړی شوی،خو  ځینې ښاریان خپل کورکثافات ټاکلی ځای ته نه رارسوی،په ویالو کې یې غورځوی چې د ویالو او د اوبو د آبرونو د بندښت سبب کېږی، هیله لرو، چې خلک د خپلې سیمې په پاکارۍ کې ونډه واخلی او خپل اسلامی او اجتماعی مسولیت ادا کړی.

پوښتنه:تاسو څومره غصب شوې ځمکې او جایدادونه له غاصبینو او زورواکو راګرځولی؟

ځواب:د نهمې ناحیې سیمه غیر پلانی ده، خو تر ۲۰ جریبه ځمکه چې غصب شوې راګرځولې او د غاصبینو دوسیې مو رسمی کړې دی.

پوښتنه:د معمول له مخې عامه واټونه او سرکونه باید دشپی لخوا او یا د سهار د ۴ بجو په مهال پاکاری شی، حال دا چې د تاسو خدماتی پرسونل د مامورینو د تګ پر وخت کې دا کار کوی، ستونزه مو چېرته ده؟

ځواب:دا واقیعت دی، هڅې مو دا دی، چې دا ستونزه هم حل کړو.

پوښتنه:د عامه واټونو نیهالګی او ونې د وچېدو په حال کې دی، خاصتاّ د هوایی ډګر په سیمه کې د ناجو نیالګی، ولې؟

ځواب: زه په خپله په اوونۍ کې دری څلور ورځې له ساحو لیدنه کوم، وچ شوی نیالګی مخکی وچ شوی، خو موږ یې پر ځای نوی نیالګی ږدو.

پوښتنه: تاسو راتلونکی پلانونه څه دی؟

ځواب: همدا اوس موږ د څو پروژو په کاری پلان باندې کار کوو چې سږکال دوې ،دری پروژې پلې کړو، د ملګرو ملتونو د دفتر له موږ سره وعده وکړه چې د نهمې ناحیې په ساحه کې به دوې پروژې چې هره یوه یې د ۱۳۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په لګښت پلې کېږی، تر پلان لاندې دی، دا پورژې د اوبو برابرولو ،د ویالو، کوڅو  او سړکونو جوړولو لپاره دی.

پوښتنه:خلک د نهمې ناحیی د ګذر د ځینو وکیلانو څخه د ملل متحد د خیریه مرستو د ویشلو په اړوند شکایتونه لری چې مرستې مستحقو خلکو ته نه رسېږی، بلکې د ګذر د وکیلانو او د کوڅې نماینده ګانو خپلوانو او دوستانو ته ورکول کېږی،تاسو د ملل متحد د مرستو لپاره  کوم مناسب مېکانېزم جوړ کړی که څنګه ؟

ځواب: ستونزه دا ده، چې په یوه ګذر کې ۱۰۰۰ کورنۍ اوسېږی، خو د ملل متحد لخوا ۲۰۰ یا ۳۰۰ کسانو ته مرسته راځی،ټولو ته نه رسېږی او خلک شکایت کوی، وجه داده چې ۴۰ کاله په دی ملک کې جګړه تېره شوې خلک وچکالۍ زلزلې او  سیلابونو ځپلی او ټوله هستی یې له منځه تللې، بل لامل یې دا دی چې ډېر خلک له ولایتونو راکډه شوی، نو مرستې لږ دی او اړمن خلک ډېر.

حافظ حیات الله زیاته کړه: ما د ملل متحد د مرستو د عادلانه ویشلو د پاره د ولس په ځوښه داسې مېکانېزم جوړ کړی، چې له مخې یې واقعی اړمنو خلکو ته مرستې ورسول شی.

د نهمی ناحیی رییس د فساد د مخنیوی په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې ناحیې کارکوونکی مسلکی کسان دی او د رشوت مخنیوی شوی دی، دغه راز ستنزې له پخوا را پاتې دی، لکه د ناقانونه لوړپوړو ودانیوو جوړول یا غیر پلانی کارونه، خو د دې خپلسریوو د مخنیوی لپاره هڅې کوو. هغه د راتلونکو پلانونو په اړه ووېیل: زموږ انجنیران او مسلکی کارمندان د کابل ښاروالۍ د هدایت په اساس د دری کلن پلان په جوړولو کار کوی چې له مخې یې عواید نور هم زیات شی، سړکونه جوړ او شنې ساحې زیاتې کړل شی او د تنظیف برخه باید ډېره فعاله وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید