روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالی د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام

دلیندۍ دمیاشتې څلورمه دښځو پرخلاف دتاوتریخوالی دله منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره  برابره ده .

د ښځو اوماشومانو د ځورونې اوکړونې دبندولو دقانون پربنسټ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دولتی او خصوصی، تصویری، صوتی او چاپی رسنیو اوپه ټولنیزو شبکو کې د ښځو او ماشومانو دځورونې او ربړونې په مخنیوی پورې د اړوندو موضوعګانو په تنظیم او خپرولو، د دولتی اوخصوصی رسنیو له لارې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ربړونې په مخنیوی پورې د اړوندو مطالبو د خپرولو او دغه راز د ټولیزو دولتی او خصوصی رسنیو له لارې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ربړونې د رواجوونکو پروګرامونو له خپرولو د مخنیوی لپاره د وزارتونو، دولتی ادارو او حقیقی او حکمې اشخاصو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو مکلف دى او د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالی د بندولو د قانون پربنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاوتریخوالی د مخنیوی په مقصد د تاوتریخوالی د عواملو او له هغه څخه د رامنځته شویوعواقبو په باب د راډیویی او ټلویزیونی  پروګرامونو د تنظیم او خپرولو په ګډون د قایوی تدبیرونو په نیولو او په ورځپاڼو اخبارو او جریدو کې د اړوندو مطالبو د خپرولو او تر اغېزې لاندې رسنیو له لارې د تاوتریخوالی په بندولو پورې د اړوندو مطالبو د خپرولو  او د ټولیزو رسنیو له لارې د تاوتریخوالی د رواجوونکو پروګرامونو د خپرولو د مخنیوی لپاره  د وزارتونو او دولتی ادارو او د نورو حقیقی یا حکمی اشخاصو لپاره د زمینې په برابرولو مکلف دى.دغه راز د تبعیض د بندولو د مقررې له مخې، د وزارتونو داخلی کمېټه د وزارت د مقام د دفتر د رئیس په مشرۍ د بشری منابعو او د جندر د آمریت له استازو او د داخلی پلټنې له آمریت څخه له دوو تنو استازو څخه متشکله ده.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید