روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښځو حقه حقوق باید په هراړخیز ډول رعایت شی

دا واقعاً پرځای او غوره وینا ده چې ویل شوی : « ښځه د ټولنی نیمایې برخه جوړوی او له ښځی څخه پرته د نارینه وو ژوند هم نیمګړی بریښی» ځکه همدا ښځه ده چې د کورنۍ د جوړولواو په هغی پوری د اړوندو مسایلو په سمبالښت سربیره د خپلو اولادونو په روزنه ، پالنه او ساتنه کې هم فعاله برخه اخلی پردې اساس ددغه معصوم قشر پروړاندې تاوتریخوالی نه بلکې تل ښه سلوک او انسانی چلند په کار دی ، البته د کب میاشتې اتلسمه نیټه چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ له ( ۸ ) مې نیټې سره سمون لری د ښځو نړیواله ورځ ده نو دنړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د همدغې ورځې په مناسبت پراخې غونډې جوړیږی او په ټوله کې په دې خبرو ټینګار کیږی چې په ټولنیز بهیر کې د انسانی کرامت له مخې ددغه معصوم قشر پروړاندې دې له هیڅ ډول تاوتریخوالی څخه کار وانه خیستل شی ، بلکې تل دې د دوئ پروړاندې ښه چلند ، انسانی سلوک او په هراړخیز ډول د حقه حقوقو درناوی دې ورته وشی ، ځکه ښځه په حقیقت کی مور ده او مور د مهر، عاطفی او رښتینی مینی سرچینه بلل کیږی ، پردې اساس په هره ټولنه کی باید ددوئ حقه حقوق رعایت شی او پروړاندی یی له هیڅ راز تاوتریخوالی څخه کار وانه خیستل شی ،بلکی په رښتینی توگه د درنښت وړموجود په توگه باید ورته وکتل شی او په هر اړخیز ډول یی درناوی وشی  ځکه چی داسلامی احکامو او  دهیواد د نافذه قوانینو پربنسټ ښځه هم د یولړ ځانګړو حقوقو لرونکی ده ، لکه څنګه چی دافغانستان داساسی قانون په دوه ویشتمه ماده کی داسی راغلی دی 🙁 دافغانستان د اتباعوترمنځ هرراز تبعیض او امتیاز منع دی ، دافغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوی حقوق او وجایب لری ) ،همداراز داسلام سپیڅلی دین هم تل د ښځو د حقوقو په تامین او رعایت ټینګار کړیدی خوسره له دی بیا هم زمونږ په هیواد کی د ښځو حقوقو ته پوره پاملرنه نه ده شوی او ددغه مظلوم او معصوم قشر پروړاندی تبعیض ، توپیر او تاوتریخوالی شتون لری چی زیاتره له دینی احکامو اوله اساسی قانون څخه دهیواد د ځینو وګړو بی خبری او په کافی ډول د معلوماتو نه لرل دی چی د ښځو حقوق یې په ځینو برخو کی تر پښو لاندی کړی اویاهم په وړاندی یی د انسانی اصولو پرخلاف ناوړه چال چلند اوله تاوتریخوالی څخه کار اخیستل کیږی په دی باب دا درسنیو ستر مسوولیت و رسالت دی چی تل د ښځو د حقه حقوقو په اړوند د اساسی قانون حکمونه او داسلام  د سپیڅلی دین احکام  دپراخو تبلیغاتو پربنسټ د هیواد په ګوټ ګوټ کی د خلکو غوږونو ته ورسوی، ترڅو هغوئ په آګاهانه  ډول د ښځو پروړاندی له هرراز تاوتریخوالی څخه لاس په سراو دښځو د حقه حقوقو رعایت کوونکی شی او د ژوند په پړاویزو شیبو کی د دوئ پروړاندی له انسانی چال چلند او ښه سلوک څخه کار واخلی ، ځکه ښځه یعنی مور او مور بیا هغه ښکلی، سپیڅلی،خوږ او زړه ته رانږدی لفظ دی چې د نوم په اخیستلو یې بیا له ورایه د هغی د مهر، عاطفی او سپیڅلی مینی څخه ډکه توده غیږه د هر انسان سترگو ته ودریږی او په یو شیبه کې د مور هغه ټولی هلی ځلی او بی دریغه زحمتونه چې یې د خپل اولاد دښی روزنی، پالنی او ساتنی لپاره ترسره کړی دی یو په یو یې سړی احساسوی، پردی اساس ښځه چې په حقیقت کې مور ده او مور د مهر، عاطفی او رښتینی مینی سرچېنه بلل کېږی ددی ترڅنګ مور د انسانی ژوند او انسانی ټولنی  دروزنتون ، زانګو او د مور سپیڅلی غیږه د اولاد لومړنۍ تکیه ګاه ، پناه ګاه ، ښوونځئ او په ټولیزه توګه د نوی نسل روزونکی ، پالونکی او ساتونکی هم ده ، که چیری د نوی پیړۍ د نوښتونو او دنوی تخنیک او تکنالوجی پرمختګونو ته نظر واچوو ، څرګنده به شی چی دا ټول د هغو انسانانو د پوهی ، ذکاوت او وړتیا زیږنده ده چی هغوی ټول د یوی ښځی چی په حقیقت کی همدا مورده په سپیڅلی غیږه کی روزل شوی ، پالل شوی او ټولنی ته د غوره خدمتونو دترسره کولو لپاره وړاندی شویدی ، نوځکه ښځه چی په حقیقت کی مور ده له هره پلوه دبی ساری ارزښت او درنښت وړ بلل کیږی او داسلام مبارک دین هم تل د مور ستر مقام د ستاینی ، ارزښت او درنښت وړ بللی دی ، دبیلګی په توګه له عبدالله بن مسعود (رض) څخه روایت دی ، ما له حضرت محمد (ص) څحه و پوښتل چی د خدای (ج) په وړاندی کوم اعمال ډیر غوره دی ،پیغمبر (ص) وفرمایل : په ټاکلی وخت د لمانځه ادا کول ، دوهم ځل می  وپوښتل چی بیا کوم اعمال ډیر غوره دی .، وی فرمایل چی نیکی له مور او پلار سره ،همدا شان په یوبل ځای کی ویل شویدی چی بهترین او افضل ترین حقوق د پاک خدای (ج) له کلمی مبارکی څخه وروسته  لمونځ دی او بهترین حقوق پرخلکو د مور اوپلار حق دی چی تل باید د غوره خدمتونو په ترسره کولو سره هغه ادا کړای شی او تل د هغوی پروړاندی  انسانی چلند ، بشپړ ادب او ښه سلوک وشی ، البته داباید هیر نه کړو چی نارینه او ښځینه په حقیقت کی د انسانی ټولنی جوړوونکی دی ، پاک الله (ج) ښځه او نارینه یودبل لازم او ملزوم ګرځولی دی ترهغی چی  د دوی په موجودیت سره انسانی نسل بقا ومومی، نوپردی اساس  چی ښځه په حقیقت کی مورده  تل د درنښت وړ او واجب الاحترام  ګڼل شویده  نوپروړاندی یی باید له هیڅ راز تاوتریخوالی څخه کار وانه خیستل شی ، بلکی تل باید انسانی چلند او ښه سلوک  ورسره وشی ، ځکه همدا ښځه ده چی د ټولنی نیمایی برخه جوړوی اوله دوئ پرته اصلاً د نارینه وو ژود نیمګړی دی ، پردی بنسټ  لازمه ده چی په هر ډول حالاتو کی د اسلامی احکامو او د انسانی اصولو له مخی د ښځو د حقه حقوقو درناوی وشی ترهغه چی په ټولنه کی ټولنیز نظم او ثبات پایښت ومومی .

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید