روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښه نیت په وړاندی د پلمو لټون نه دی پکار

افغانان د ډیرو کلونو راهیسی دناوړه او بدمرغه جګړی دناخوالو څخه زوریږی تمه لری چې په هېواد کې اوسنی سیاسی څیری چې هېوادوالو ته دخدمت کولو له پاره ټټرونه ډبوی دسولی د رامنځ ته کیدوله پاره عملی ګامونه واخلی او دجګړی ناورین پای ته ورسوی. خو دکورنیو ناوړه اختلافونو له امله راجوتیږی چې لااوس هم دسولی روان بهیر به اوږد مهاله او جګړه به پایښت ومومی ځکه چې په جګړه کې ښکیل بهرنیو پوځی ځواکونو دمخالفو وسله والو طالبانو سره دیوه هوکړه لیک له مخی بین الافغانی خبرو پیل کیدو ته لار هواره کړه ترڅو افغانان پخپلو کې خپلی ستونزی پخپله هواری کړی. هلته د هوکړه لیک د عملی کیدو له پاره دمخالفو وسله والو طالبانو دبندیانو دخوشی کیدو په هکله ژمنه شوی چې افغان دولت سره دطالب بندیانو پنځه زره کسان خوشی شی او دمخالفو وسله والو طالبانو سره چې د افغان دولت بندیان دی زرتنه خوشی شی. د امریکا او طالبانو ترمنځ دلاس لیک شوی هوکړی له امله یولړ غبرګونونه چې په هوکړه لیک کې دنمیګړتیاو له کبله رابرسیره شول یویې هم دپنځه زره بندیانو خوشی کول وځکه په لسو ورځوکې دبندیانو خوشی کول ناشونی او ستونزمن کار ګڼل کیږی نوځکه یې په وړاندی غبرګونونه راخپاره شول خو ولسمشر محمد اشرف غنی چې دسولی روان بهیر په دقیقه او هر اړخیزه توګه تعقیبوی نه پریږدی چې دسولی په وړاندی داسی خڼډونه رامنځ ته شی چې را ټوکیدلی هیلی بیا دمړاوید سره مخامخ شی نو د دوهم ځل دلوړی په مراسمو کې یی څرګنده کړه چې په پوره روڼتوب سره به دیوه فرمان په ترځ کې دطالب بندیانو دخوشی کیدو په هکله خپل دریځ روښانه کړی. هیله ده چې مخالف وسله وال طالبان هم دښه نیت په ښودنی سره د افغان بندیانو د خوشی کیدو په هکله خپل دریځ څرګند کړی. ولسمشر محمد اشرف غنی نه تنها دجمهوری ریاست په دوهمه دوره کې دسولی درامنځته کیدو له پاره دښه نیت دڅرګندونو په خاطر طالب بندیان خوشی کوی بلکی په لومړی دوره کې یې هم د مختلفو لارو دلټون ترڅنګ داسی وړاندیزونه کړی چې دتل پاتی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره اړین و، دغه راز ولسمشر ټینګار کړی چې سوله د ټولو افغانانو یوازینی غوښتنه ده نو اړینه ده چې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره دسولی دمشورتی لویې جرګې دپریکړه لیک دعملی کیدو له پاره عملی ګامونه پورته شی او دهغو خڼډونو د له منځه وړو له پاره لاری ولټول شی کومی چې دبین الافغانی خبرو مخه نیسی. ولسمشر محمد اشرف غنی دسولی دمشورتی لویې جرګې دسپارښتنو له مخی یوشمیر طالب بندیان خوشی او داوربند له پاره یی خپل تیاری وښود خو دریغه چی مخالفو وسله والو طالبانو د اوربند پرځای جګړه سخته او دمرګ   ژوبلی دزیاتوالی له پاره یې لاری چاری ولټولی. خو افغان دولت دپوره زغم او حوصله مندی له مخی خپله غیږ تل خلاصه پریښی او په بین الافغانی خبرو پیل کیدو یې ټینګار کړی ترڅو په خبروکې د روانی جګړی اصلی را پیدا شوی ستونزه حل او دتل پاتی سولی له پاره لار هواره شی. نو هیله پردی ده چې اوس یوځل بیا د را پیدا شوی فرصت څخه په ګټی اخیستنی سره په جګړه کې ښکیلی غاړی دزغم او حوصله مندی څخه کار واخلی او په هېواد کې څوکلنه جګړه چې هره ورځ د افغانانو څخه قربانی اخلی پای ته ورسیږی او دهېواد د آبادی او پرمختګ له پاره ګډی هڅی پیل شی ځکه ناشونی ده چې پرته د افغانانو دیووالی څخه په اوسنیو ستونزو برلاسی پیدا شی او یا دی دجګړی ټپونه ورغاول شی. خو راشی چې دهېواد د راپاتی شویو کونډو او یتیمانو د اوښکو د وچیدوله پاره سره لاسونه یو او د هېواد دښی راتلونکی له پاره ګډ ګامونه پورته کړو.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید