روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د ډاډمنی سولی څخه نړیوال هم ملاتړ کوی

په داسی حال کی چی دسولی درامنځته کیدو خبری ورانی دی دناټو څلور غړی هیوادونه افغانستان ته نوی تازه دمی سرتیری رالیږی دا سرتیری چی د چک جمهوریت، هنګری، پولنډ او سلواکیا هیوادو پوری تړاو لری غواړی چی دپوځی تمریناتو دبشپړیدو وروسته په افغانستان کی دترهګرو په وړاندی په جګړه کی برخه واخلی ددغه هیوادو صدراعظمانو چی په وارسا کی دپوځی تمریناتو ننداره کوله دخبرو په ترڅ کی وویل چی نه غواړو جګړه وکړو او دجګړی له پیلولو سره دلچسپی نه لرو خو ددی معنا دا نه ده چی نور به موږ ته ګواښ پیښوی موږ اړیو چی دګواښ مخه ونیسو.

دناټو دغړو هیوادو دڅرګندونو څخه جوتیږی چی دملی یووالی دحکومت دسوله ییزی سیاست څخه دملاتړ له مخی ژمن دی چی که څوک سوله غواړی نو هرکلی یی کوی او که جګړه غواړی نو دجګړی له لاری به جګړییز ځواب ومومی.

څرګنده او رڼه خبره دا ده چی په هیواد کی دروانی جګړی ناوړه جرړی داسی خپری شوی چی په نړی کی یی سوله ییز ژوند دګواښ سره مخامخ کړی نو له دی کبله نړیوال پوهیږی چی که دسولی دتامین له پاره رښتینی ژمنی او باوری هڅی شتون ونه لری نو سرسری خبری او موافقی به یو ځل بیا دتیر په څیر نړیوال ګواښ رامنځته کړی او ترلاسه شوی لاسته راوړنی به بیا له لاسه ووځی.

همدا اوس یو شمیر هیوادوال دیو شمیر نړیوالو سره اندیښمن ښکاری او ټینګار کوی چی دسولی روانی خبری چی دامریکا دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او مخالفو وسله والو طالبانو داستازو ترمینځ روانی دی یوی بین الافغانی مخامخ خبرو اترو ته لار هواره کړی ځکه په افغانستان کی روانه جکړه چی بڼه یی مختلفه ده یوازی اجراییوی واک یی دافغانان سره دی نو له دی امله باید مخالف وسله وال طالبان په دی پوه شی چی پرته دافغان حکومت سره دمخامخ خبرو پیل کیدل او په جګړییزو ستونزو باندی خبری اتری افغانان حل کولی شی نه بل څوک، نو اړینه ده چی دستونزی دبنسټیزی حل کیدو له پاره بین الافغانی خبری پیل شی او دیوی همیشنی او تل پاتی سولی له پاره لار هواره شی.

افغانان دتاریخ په اوږدو کی زیاتی جګړییزی ناخوالی لیدلی او په پوره پیمانه تجربی یی ترلاسه کړی نو ځکه دسولی له پاره مناسب او عملی وړاندیزونه له ځان سره لری او په نړیوالو غږ کوی چی روانه جګړه به مو تجربه کړی وی دا جګړه آسانه او ساده جګړه نه ده ددی جګړی ترشا یو شمیر لاس وهونکی هیوادونه شتون لری چی دخپلو لاس وهونو څخه لاس نه اخلی کله، کله دنړیوالو فشارونو له مخی په خپل دریځ کی نرمښت راولی او دمرستی ژمنی ترسره کوی خو دپر دې ترشاه دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره دلمسونکی سیاست څخه لاس نه اخلی غواړی چی جګړه اوږد مهاله او دافغانانو دمرګ ژوبلی کچه لوړه کړی نو وړاندوینه او ټینګار پردی دی چی نړیوال هم زموږ دمشرانو په څیر دسولی روان بهیر ته په سرسری نظر و نه ګوری او زموږ ددولت دریځ ته ژوره پاملرنه راوګرځوی او هغه اندیښنی چی دهیواد او نړیوالو سره شتون لری دحل له پاره یی عملی هڅی له بامه و نه غورځول شی.

معلومیږی چی مخالف وسله وال طالبان دسولی درامنځته کیدو او دجګړی دپای ته رسیدو له پاره هیڅ ډول عملی او مناسبه طرحه نه لری ځکه که هغوی په هیواد کی دمرګ ژوبلی دپای ته رسیدو هیله درلودی نو دسولی له پاره به یی طرحه وړاندی کړی وی طالبان تل په جګړه ټینګار کوی ترڅو دزور او جګړی له لاری واک ته ځان ورسوی، خو دا ډول ناوړه هڅی چی تردی دمه هیڅ ډول لاسته راوړنی نه لری بیا به هم هیڅ ډول لاسته راوړنی ترلاسه نه کړی ځکه نړیوال چی دهمدی جګړه غوښتونکو په وړاندی په جګړه کی ښکیل دی دیوی همیشنی او تل پاتی سولی درامنځته کیدو څخه به ملاتړ څرګندکړی او دتیرو کلو لاسته راوړنو څخه به په کلکه دفاع وکړی.

ځکه چی اوس ددی وخت را رسیدلی چی مخالف وسله وال طالبان به یا همیشنی سولی ته غاړه ږدی او یا به دجګړی په ډګر کی له مینځه ځی نو غوره داده چی مخالف وسله وال طالبان دی خپلی غوښتنی دملی یووالی دحکومت سره شریکی کړی ترڅو په ګډه ورته دحل لار ومندل شی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید