روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیکا زلزله ځپلی د سرپناه له جدی ستونزو سره مخ دی

د پکتیکا ولایت یو شمېر زلزله ځپلی وایی لا یې هم بنسټیزې ستونزې نه‌دی حل شوې.

دوی وایی د سرپناه په برخه کې له جدی ننګونو سره مخ دی، ښځې او کوچنی ماشومان یې د ژوند سختې ورځې شپې تېروی. قادر خان چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی او د زلزله ځپلو له ډلې دی وایی، په وروستۍ مرګونې زلزله کې یې ده او کورنۍ ته ځانی او مالی درانه تلفات اوښتی او لا هم د ژوند سختې ورځې شپې تېروی.

هغه رسنیوو ته ووېیل: “کورونه مو ټول ړنګ شوی د اوسېدو نه دی، موږ د کورونو ډېرې ستونزې لرو، بل د سولرونو او بیتریو مسله ده، چې دا ټول تر خاورو لاندې شوی، اوس کله کله تیارو کې وړو څراغونو ته کېښنو،دا خوراکی توکی مو هم یوازې یو څو نورې ورځې دوام کولای شی، که موږ سره په دې برخه کې مرسته وشی.”

مجنون د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی چې زلزلې یې د کورنۍ لس غړی او خپلوان وژلی او د ده او ټولو کلیوالو کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

دی وایی لا هم سختو ستونزه سره مخ دی او د مرستو غوښتنه کوی: “موږ د اسلامی امارت مشرانو، خصوصی سکټور او سوداګرو نه غوښتنه کوو، چې موږ ته دې عاجلې مرستې ورسوی، ځکه چې ستونزې جداً زیاتې شوې دی.”

دا زلزله ځپلی داسې مهال د خپلو اساسی ستونزو د نه حل کېدو یادونه کوی چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو، افرادو، خیریه فعالینو او هېوادونو له لوری د میلیونونو افغانیو او ډالرو په ارزښت د مرستو اعلانونه وشول او د ځینې هېوادونو له لوری یوه اندازه مرستې هم هېواد ته واستول شوې.

خو له طبیعی پېښو سره د مبارزې وزارت وایی ګڼو زلزله ځپلو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې او دا بهیر لا هم روان دی.

د جون میاشتې په ۲۲ د شپې ناوخته په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زرورې زلزلې د سلګونو خلګو ژوند یې واخیست او زرګونه یې هم ټپیان او کورونه په بشپړ ډول ور ړنګ کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید