روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د پاکستان په مقابل کی د ملت رول څومره مهم دی؟

هغه ملتونه چی په پرمختللو هیوادونو کی ژوند کوی، د هیواد د پر مختګ لپاره یواځی دولت کار نه کوی، بلکی ملت د دولت سره اوږه په اوږه کار کوی، دولت او ملت دواړه خپل مسؤلیتونه پیژنی او ملت خپل مسؤلیتونه پر حکومت نهورغورځوی او په پوره مانا د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کی ژمن وی.

خوزموږ یو شمیر خلک هر وخت پر حکومت نیوکه کوی چی ولی له پاکستان سره پریکون نه اعلانوی او ولی لا اوس هم د پاکستان سره راکړه ورکړه کوی، خو دا چی پدې برخه کی زموږ رول څومره مهم دی او څومره اغیزمن دی هیڅکله مو په اړه فکر ندی کړی او نه هم غواړی چی پدې اړه فکر وکړی، او د پاکستان سره تقابل، د پاکستان پر وړاندی دریدل او د هغه سره د اړیکو پریکون یې یوه لویه غوښتنه هم وی، خو خپله دا غوښتنه د دولت دنده بولی چی حکومت یې باید ورپوره کړی.

د پاکستان سره د پریکون دلیل یې هم داوی چی له ترهګرو ملاتړ کوی، طالبان دخپل هدف لپاره له دینی ادرسه په افغانستان کی استعمالوی او بالاخره ټول هغه بنیادونه او زیربناوی له منځه وړی چی افغانستان د هغه له لاری دخودکفایی پر لور درومی او پر خپلو پښو دریږی او یا هم لږ تر لږه هغه کسان چی د افغانستان دجوړولو فکر ولری او د افغانانو تر منځ داتفاق او اتحاد په فکر کی وی پر وړاندی یې د خپل روزل شویو کسانو په مټ خنډ جوړوی او کله خو داسی کسان له منځه وړی.

تر ډیره حده د خلګو دا غوښتنه پر ځای ده. د مناسبو کورنی او بهرنی سیاستونو پلی کول او په لاره اچول د حکومت له دندو څخه ده. او باید داسی سیاستونه په لاره واچوی چی د هغه ګاونډی هیوادونو د لاسوهنو لاس را لنډ کړی چی غواړی زموږ په هیواد کی د خپلو ناروا موخو په خاطر د ټولو نړیوالو او انسانی ارزښتونو په خلاف ترهګری فعالیتونه ترسره کړی او زموږ د هیواد د زیربناوو په له منځه وړلو سره تل دوی ته اړ او په فقر کی ژوند وکړو.

لکه څرنګه چی سیاست او اقتصاد له یو بل سره لازم او ملزوم دی او د یوې سیکې دوه مخه دی، چی پرته له اقتصاد څخه سیاست او پرته له سیاست څخه به اقتصاد نمیګړی وی. نو ددې لپاره چی حکومت د ګاونډی هیوادونو، د سیمی هیوادنو او دنړۍ د نورو هیوادونو سره داسی سیاستونه په لار واچوی چی په هیڅ ډول د نورو هیوادنو تر تاثیر لاندی نه وی مجبور چی اقتصادی خپلواکی ولری کنه نو داسی یو څه امکان نلری.

حکومت هم دا درک کړیده چی اقتصاد او اقتصادی پرمختیا په خپلو لومړیتوبونو کی ونیسی نو ځکه یې په مختلفو برخو کی اقتصادی پروژې عملی کړیدی، د مختلفو بندونو، تجارتی لارو او بندرونو او هوایی دهلیزونو په پرانیستلو سره یې افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان له تجارتی انحصار څخه خلاص کړ.

همدارنګه په سیاسی برخه کی یې هم په وار وار پاکستان ته داسی ګذارونه ورکړیدی چی پاکستان پخپل ۷۰ کلن تاریخ کی هیڅکله هم لیدلی نه وو او بیا له داسی یو هیواد لکه افغانستان څخه چی تل دوی د خپل روزل شویو کسانو په واسطه د مداخلو کوښښ کاوه. چی یو ښه مثال یې د مونیخ په کنفرانس کی د ملی امنیت د شورا د سلاکار لخوا څخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته داسی سیاسی څټکان او داسی پیغورونه ورکړل شول چی هیڅکله یې له چا څخه اوریدلی نه وه او نه یې هم دوی داوریدلو توان درلود.

نو دا چی دولت خپل مسؤلیت پر ځای کړیدی نو تر څنګ یې عام خلګ هم ځینی قانونی، ټولنیز او اخلاقی مسؤلیتونه هم پر غاړه لری او په هغسی ډول چی د دولت څخه د هغه د مسؤلیتونو د ترسره کولو غوښتنه لری همغسی خپل مسؤلیتونه هم په ښه ډول ترسره کړی او د یو ژوندی ملت په حیث د دولت سره اوږه په اوږه ودریږی.

ملت باید نور د هغو خلګو شا پریږدی او پر وړاندی یې ودریږی چی د نورو هیوادونو په اشاره د حکومت په مقابل کی دریږی او غواړی د دولت د اصلاحی پروګرامونو مخه ونیسی. او ټول هغه اصلاحات چی د حکومت لخوا په لاره اچول کیږی ملاتړ یې وکړی.

همدارنګه لکه څرنګه چی د دولت مسؤلیت دی چی داخلی تولیدات حمایه کړی او دتولیداتو د حمایې لپاره مختلف سیاستونه په کار واچوی، د خلکو مسؤلیت هم دی چی د بهرنیو اجناسو او تولیداتو په عوض له داخلی تولیداتو څخه کار واخلی چی په دې کار سره سوداګر هم مجبور کیږی چی نور د هغه موادو او اجناسو له سوداګری څخه لاس واخلی چی بازار ونلری، چی دا کار به څو ګټی ولری: یو خو داچی دداخلی تولیداتو په حمایې سره به نور خلګ هم تشویق شی چی په هیوادکی پانګونه وکړی او بل داچی هغه کلنۍ راکړه ورکړه چی موږ له پاکستان سره درلودل او هغه ګټه چی پاکستان ته تلله نور به پاکستان ته نه ځی او خپله به د افغانستان د دولت و خزانې ته ځی او همدارنګه د پاکستان سره د افغانستان د کلنی تجارت په پیسو چی بیرته یې د افغانستان په وړاندی د تروریستانو په حمایه لګولې بندی شی.

مسعود افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید