روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هېواد ورځپاڼې د نشراتی فعالیت د پیل د اویایمې کلیزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسىنې ساپۍ پىغام

اویا کاله وړاندې د افغانستان د مطبوعاتو په آسمان کې یو بل ستوری وځلېد او دغه نوی ځلیدلی ستوری، هېواد ونومول شو. هېواد ورځپاڼې له همغې لومړۍ ګڼې د یوې رښتینې مسلکی او لوړو ملی ګټو ته د ژمنې رسنۍ په توګه خپل نشراتی فعالیت پیل کړ. په تېرو اویاوو کلونو کې وختونه بدل شول، سیاسی نظامونه بدل شول او د افغانستان په تاریخ کې ډېرې لوړې ژورې راغلې، خو هېواد ورځپاڼې  خپله نشراتی تګلاره بدله نه کړه او په هر ډول شرایطو او حالاتو کې خپل رسنیز او ملی رسالت ته ژمنه پاتې شوه. د افغانستان نامتو علمی، فرهنګی، سیاسی او ټولنیزو شخصیتونو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د هېواد ورځپاڼې مشری  کړې ده او دغې ورځپاڼې د خپرنیزو مطالبو په لابډاینه او همدارنګه د ورځپاڼې د باور  په پیاوړی کولو او د ښه شهرت په ډېرولو کې یې ستر رول لوبولی دی. هېواد ورځپاڼې نه یوازې د یوې رسنۍ په توګه خلکو ته دقیق، کره او بې پرې خبرونه په خپل وخت رسولی دی او د خلکو د ذهنونو په  روښانولو او همدارنګه د ولسونو په بیدارۍ کې یې د پام وړ ونډه لرلې ده، بلکې ګڼو لیکوالو، شاعرانواو خبریالانو ته یې د یو ښوونځی نقش هم لوبولی  دی. د افغانستان ګڼو فرهنګیانواو څېړونکو خپل لومړنی علمی او ادبی کارونه هېواد ورځپاڼې ته له لیکنو پیل کړی دی او بیا یې د علمی  او ادبی پرمختګ پړاوونه وهلی دی.

زه د هېواد ورځپاڼې کارکوونکو، ټولو لوستونکو او مینه والو او همدارنګه د رسنیو سترې کورنۍ  ته د دغې ملی ورځپاڼې د نشراتی فعالیت د پیل د اویایمې کلیزې مبارکی وایم . له مبارکۍ سره جوخت غواړم د هېواد ورځپاڼې د کارکوونکو پام دغه مهم ټکی ته راواړوم چې تاسې ته د یوې داسې ورځپاڼې د خپرولو مسوولیت درسپارل شوی دی چې زموږ د ملی ویاړونو په نوملړ کې ځانګړی ځای او دریځ لری. تاسې باید دغه ستر ملی مسوولیت په ښه توګه درک کړئ او د ورځپاڼې د لا معیاری کېدو او د مطالبو د منځپانګې د لا بډاینې لپاره د ژورنالیزم د ټولو اصولو او معیارونو په رڼا کې خپل زیار او کوښښ ونه سپموئ.

په پای کې غواړم له فرصته ګټه واخلم او یوخل بیا د مطبوعاتو او بیان آزادۍ ته، چې زموږ د نظام یوه ستره لاسته راوړنه ده، د افغانستان د حکومت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کلکه  ژمنتیا په ډاګه کړم.

ممکن است شما دوست داشته باشید