روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هیواد ګمرکونه دملی اقتصاد دپیاوړتیا عایداتې سرچینی

د اوږدی کورنی جګړی په دوران کی نه یوازی ډیری عایداتی او مهمی سرچینی اواقتصادی زیربناوی لکه د خصوصی، دکرنی اومالدارۍ سکتورونو په تیره بیا دهیواد ګمرکونه چی ډیری عایداتی سرچینی وی  تخریب او ویجاړی شول بلکې دملی اقتصاد انکشاف او پرمختګ ته ېې هم دروند زیان او تاوان ورسید.

په ۲۰۰۱ ع کال کی کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړاو دا هیوادېې اشغال کړ نه ترڅنګ ېې اداری فساد ، اختلاس بډی ، رشوت اوبیروګراسۍ هم وده وکړه  په تیربیا دهیواد په ګمرکونو کی چې دهیواد دبودیجې لپاره یوه مهمه عایداتی منبع او سرچینه ګڼل کیده په فساد کی ډوبه وه  اوعایدات ېې دزورواکانو شخصې جیبونه ته ولویدل  دهیواد  دکمزوری اقتصاد له امله خلک دفقر او تنګدستۍ سره مخامخ شواو هغه داچې  دملی اقتصاد کمزورتیا صفر ته رسیدلی وه او هرڅه  دبهرنیانو په مرستو اوکمکونو ولاړ وه .

 دکومی ورځی نه چې دافغانستان اسلامی امارت د۲۰۲۱ کال داګست په میاشت کی دهیواد په ټولی خاوری او قلمرو حاکم شو دنورو مهمو عایداتی سرچینو ترڅنګ یی دهیوادګمرکونه چې دملی اقتصاد  مهمی عایداتی سرچینی دی هم تر خپل کابو او کنترول لاندی راوستی او په دی برخه کې دحیرتان،تورخم او اسلام قلعه دګمرکونو ته ځانګړی او خاصه پاملرنه وشوه او په دی برخه کې  په میلیاردونو افغانۍ دهیواد ملی بودیجی ته ولویدلی  چی دا په حقیقت کی داسلامی امارت یوه لویه او مهم لاسته راوړنه ده.
دافغانستان داسلامی امارت چارواکو اودبلخ ولایت دګمروکونو رئیس مولوی سعید په یوه خبری غونډه کی رسنیو ته ویلی :داسلامی امارت په راتګ سره نه یوازی دا چې دهیوادګمرکونه تر قانون لاندی راغلې بلکې دحیرتانو په ګمرکونوکې دتجارت اوسوداګرۍ په برخه کی دصادراتواو وارداتو اندازه هم لوړه شویده او دکالیو اوشیانو په لسهاو باربری موټری په دی بندر کی  هره ورځ تخلیه کیږې چې دهیواد دملی اقتصاد دپیاوړتیا اوپرمختګ لپاره یو ښه زیری دې.

هغه ویلی : که مو جوده ستونزی او مشکلات په دی بندرونو کې حل شی دتجارت او سودا ګرۍ دا امار اوارقام به هم څو چنده لوړ شی

 ‎اودتجارت اوسوداګزۍ دخونو مسولینو ته ېې دا ډاډ هم ورکړچې دهغوی امنیت له دی وروسته تامین دی او دهیواد په ګمروکونو کی فساد، اختلاس او کارشکنی دګمرونو څخه ورکه شویده او ټول ملی سوداګر اوتجاران دی دقانون په رڼاکی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی اسلامی امارت دهغوی دټولوستونزو په حل کې جدی اقدامات پیل کړیدی او ټولو مسایلو ته  به دخبرو او تفاهم په رڼا رسیدګې کیږی.

باور دی که دافغانستان داسلامی امارت چارواکې دهیواد دګمروکونو ترڅنګ نوری عایداتی سرچینی لکه هواېې دهلیزونه ، لوی او وړی اقتصادی پروژی او نوری صنعتی او خصوصې عایداتی سرچینی په کارواچوی نه یوازی دهیواد ملی اقتصاد به پښو ودریږې بلکې دهیواد ځوانانو اوبې کاره اوبې روزگارو خلکو ته به هم دکار کولوزمینی برابری شی او افغانستان  به دیو وارداتی اقتصاد پرځای په یوصادراتی هیواد بدل شی.

ناصرشاه سرحدی

    درفولدر اول جدی

ممکن است شما دوست داشته باشید