جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
په هلمند ولایت کې د دوو روغتیایی مرکزونو د جوړولو کار پرون پیل شو.
ټاکل شوې ده دغه مرکزونه د خانشین ولسوالۍ په ډیرو لرو پرتو سیمو کې جوړ شی.
د هلمند دعامې روغتیا ریاست یو مسوول باختراژانس ته وویل چې په خانشین ولسوالۍ کې د دغو دوو مرکزونو د ودانیو د جوړولو کار پرون پیل شوی دی.
ټاکل شوې ده، دغه روغتیایی مرکزونه د نړیوالو مرستندویو بنسټونو له لورې په شپږو میاشتو کې جوړ شی.
دغه روغتیایی مرکزونه به بیلابیلې څانګې ولری او اصلی هدف یې د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره د نسایی او ولادی څانګی جوړول دی.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی چې د دغو روغتیایی مرکزونو له جوړولو وروسته یاد مرکزونه په درملو او روغتیایی تجهیزاتو سمبالوی او د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره روغتیایی کارکوونکی په دغو مرکزونو کې په دندو ګوماری.
د خانشین ولسوالۍ اوسیدونکی وایی چې د دوى په سیمو کې د روغتیایی مرکزونو
د نشتوالی په دلیل اړ و، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالۍ بازار او آن
د لښکرګاه ښار ته ولیږدوی.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په موسی کلا ولسوالۍ کې هم د درېیو روغتیایی مرکزونو د جوړولو کار پیل شوى و.