جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
په ډېرې خواشینۍ سره چې د هېواد دښمنانو په هلمند ولایت کې د بزګر جشن په مراسمو برید وکړ او زموږ یوشمېر هېوادوال یې ټپیان او شهیدان کړل.
دا ډول بریدونه بشری جنایت دی چې له ټولو اسلامی او انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې او د هېڅ ډول توجیه وړ نه دی. د افغانستان دښمنان به، په دې بزدلانه بریدونو سره د افغانستان خلک د پرمختګ له کاروانه را ونه ګرځوی بلکې لا به د یوه غښتلی او پیاوړی افغانستان لپاره د افغانانو هوډ پیاوړی کړی.
ترهګر په هر حالت کې خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالی او خشونت لاره خپلوی، خو د افغانانو په همت او د افغان امنیتی ځواکونو په سرښندنو سره به هېڅکله هغوی خپلو موخو ته ونه رسېږی. له خپلو خلکو او خاورې څخه د دفاع لپاره افغان امنیتی ځواکونه هر ډول قربانیو ته چمتو او دا ډول بریدونه به بې ځوابه پرېنږدی.
په پای کې زه د دۍ پېښې شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوم.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس