جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یو شمېرهنرمندانو سره په کتنه کې وویل چې اسلامی امارت د تیاتر هنر او هنرمندانو ملاتړ کوی.
د تیاتر دوه هنرمندان نعمت الله حسین زاده او غلام فاروق سرخوش چې څه موده مخکې د درملنې لپاره له هېواد څخه بهرته تللی وو اوس یې روغتیایی وضعیت د ډاډ وړ دی.
دوی د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره په کتنه کې د ځینو هنری فعالیتونو او د هنری ښوونیزو او فرهنګی ډرامو د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د عامه ذهنیتونو روښانه کولو لپاره به له پخوا څخه زیاتې هڅې کوی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقانی هنرمندان د افغانستان معنوی پانګې په توګه یاد کړل او ویې ویل چې د افغانستان اسلامی امارت به په ټول توان سره د تیاتر له هنر او هنرمندانو څخه چې د اسلامی فرهنګ مطابق وی، ملاتړ کوی.
مولانا حقانی د تیاتر پر هنرمندانو غږ وکړ چې په نوی کال کې نوښت وښی او د هېواد والو لپاره د تیاتر پروګرامونه ترسره کړی.