روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړۍ د ښځو لس مشهورې او مخورې څېرې

په نړۍ کې له پخوا څخه دښځو ځینې مشهورې او وتلى څېرى تیرې شوى دی او دامپراتورانو دچارو دسمبالولو او سمولو اوپرمخ بیولو له پاره یې لارښوونې سرته رسولى دى او زیاد ترویى په سیاست ، اقتصاد او یاځینو یې په ټولنیز او یاکله ناکله په فرهنګی ډګرکې مهم رول لوبولى دى. دنړۍ دښځو له دغه ډول مشهورو او نامتو څیروڅخه یوه هم زموږ په ګران هېواد کې نازو انا ده چې په ۱۷۰۹ زېږدیزکال کې اوبله زرغونه انا ده چې په ۱۷۴۷ م کال کې یې له میرویس خان نیکه او احمدشاه بابا سره په سیاسی ډګرونو کې ښى مرستې کړی دی اوپه افغانستان کې دهغه وخت له پېژندل شویو افغانی ښځو څخه ګڼل کېږی. په همدې ډول آلایې هم دروښانیانو په عصر کې ښه ځلېدلې ده. همدارنګه په ۱۹۷۹م کې دبریتانیا صدراعظمه مارګریت تاچر څه دنړۍ په کچه په سیاسی ډګر کې، څه په شرق او څه په غرب اوڅه په خپل هېواد کې خوراځواکمنه اومشهوره سیاستواله وه. همدا ډول په ۱۹۸۸ کې په پاکستان کې دبی نظیر بوتو دسیاست اغیزه له پاکستانه ترافغانستان پورې رسیده. دجانت یلین jantyelen په نامه ښځه په ۱۹۴۶ م کال کې هغه امریکایی لومړنۍ ښځه ده، چې د امریکا دمرکزى بانک رئیسه مقرره شوه او داسې نورې مهمې دندې یې سرته رسولى دى. دغه راز دنړۍ بله نامتو ښځه سونیاګاندى اېتالوی الاصله ده چې له ۱۹۹۸ م راهیسې دهندوستان دکانګرس دملى ګوند درئیسې په توګه پاتې شوى ده، کله چې دهغې مېړه راجیو ګاندى ترورشو، نوسونیایی ځاى ونیو اودهند په نیمه وچه کې یې، سیاسی ځواک ترلاسه کړ. دا په ټاکنوکې دهنددصدارت دڅوکى مقام ته ورسیده، خو دځینو ستونزو له کبله بې له هغې څوکۍ څخه مخ واړاوه اوپرځاى یې ډاکتر من موهن سنګ وټاکل شو. هیلارى کلنټن دامریکا دډېرو زبردستو پیاوړوسیاسی ښځو له ډلې څخه ده او دامریکې دبهرنیو چارو وزارت ستره دنده یې سرته رسولى ده. دې په ۲۰۰۸ م کې ددموکراتانو په انتخاباتو کې د اوباما  په مقابل کې ماتې وخوړه ، خو دهمدغه اوباما په کابینه کې دبهرنیو چارو وزیره وټاکله شوه دیلماروسیف هغه لومړنۍ ښځه ده، چې دبرازیل د لوى هېواد دولسمشری په توګه کارکوی. هغه له ۱۹۷۰ کال څخه ړومبى دسوسیالیست انقلابی ګوند مشره وه، خو په ۱۹۷۰ کې په درې کاله بند محکومه شوه. میرمن اوپراوینفری له ډېرومشهورو بشر دوستانو څخه ده اوپه نړۍ کې ډېره مشهوره ده. میرمن کرستین لاګارد په ۲۰۱۱ کې دپیسو دنړیوال صندوق درئیسې په توګه ټاکل شویده، دا چې ۵۹ کاله عمر لری په فرانسې کې پیدا شوى اودهغه هېواد دمالې چارو وزیره هم وه. هغې دپور( قرض) په اړه خوراتجربې درلودلې دى، خو په سیاسی مسئلوکې له جنجالونوڅخه ډکه یوه ښځه ګڼله کېږی هغه دیوروپه حوزه کې له انګلامرکل  جرمنی سره دنظر اختلاف لری داسې تمه کېږی چې په راتلونکی کې به ولسمشری ته ونوموړل شی. میرمن انګلامیرکل هغه مشهوره اومهمه ښځه ده چې اته کاله دجرمنی صدراعظمه ده، هغه دجرمنی لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ده. هغې دیوروپه سیمه کې اقتصادی کړکیچ سم حل اوهوارکړ. ایندراتویی د pipssi پیپسى په نامه دغیر الکولى مشروباتو دشرکت مدیره ده. هغې په ۲۰۱۲ کې دنړۍ د۱۰۰ ځواکمنوښځو په کتار کې ۱۲ مقام ترلاسه کړ هغې داوس پیداکړ چې د ( کوکاکولا) له شرکت سره سیالی وکړی او بریالیتوب حاصل کړی ملینداګیتی اس دبل یلنډاګیتس شرکت رئیسه ده، هغې هرکال د میلیاردو ډالرو په کچه پیسې په روغتیایی اواجتماعی چارو کې لګولی دی.شریل سندبرګډ  نړیوال فیسبوک شرکت مرستیاله ده هغه ډېره ښکلى ده  او څلور کاله وړاندې له ګوګل څخه جلا شوه او له فیسبوک سره یو ځاى شوه هغې له دې وروسته ۱۰۰ میلیارده دالره په دې لاره کې ولګول اود( تایمز مجلې ) هغه د۱۰۰ ښځوپه منځ کې یوه ځواکمنه  ښځه یاده کړی ده.

دیادونې وړده چې په نړې کې ددغولسو مشهورو، وتلو اومخورو ښځینه څېرو ترڅنګ دنړۍ ددغې خاورینى کرې پرمخ داسې نورې مخورې ، نامتواو خدمتګارې ښځې هم تیرى شوى دى چې یاپه خپله بشرته دستروخدمتونودسرته رسولو جوګه شوى دى اویایې داسې اولادونه زېږولى ، رالوى کړى او روزلى دى اودسترو مخترعینو مکتشفینو، نابغه وو اوعلامه وو په توګه یې بشرته دخدمتونو دسرته رسولو له پاره وړاندې کړی اوپه خپلو محیرالعقولواختراعاتو اوخارق العاده اکتشافاتو سره یې نننۍ پراخې نړۍ ته دیو کور او کلى بڼه ورکړی اوپرمټ یې بشرله زیاتو آسانتیاوو څخه برخمن کړى اودپرمختګ ډېرو لوړو څوکو ته یې رسولى دى.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید