جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیایی علومو انسټیټوټ د عالی نرسنګ او عالی قابلګۍ له څانګو څخه د ۳۴ نجونو په ګډون ۱۰۴ تنه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوی امان الله عادل وویل، چې اسلامی امارت د نجونو تعلیم ته ژمن دی او له نویو فارغانو یې وغوښتل چې په خپله برخه کې خلکو ته صادقانه خدمت وکړی.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس عطاءالرحمن فاتح وویل، چې د څلور دیرش نجونو په ګډون ۱۰۴ تنه د عالی نرسنګ اوولسمې او د عالی قابلګۍ پنځلسمې دورې څخه فارغ شول چې دوی په راتلونکې کې هم د نجونو تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وکړی.
د یاد انسټیټوټ امر ډاکتر احمد الله وایی چې اوسمهال په دې تعلیمی اداره کې د څلور اویا نجونو په ګډون څلور سوه پنځوس تنه په زده کړو بوخت دی.