روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نظام د بقاء لپاره لومړنی اړین ګام د صفونو تصفیه ده

یادی څرګندونی د جمعې په ورځ د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کښی د صفونو د تصفیې د کمېسیون عمومی مشر او د دفاع وزارت سرمفتش مفتی لطیف‌الله حکیمی په هغه غونډه کی وکړې، چی د کندهار، هلمند، زابل او روزګان نظامی او امنیتی چارواکو ته د صفونو د تصفیې کمېسیون د کړنلاری ښوودلو په موخه جوړه سوې وه، چی پر مهال یې د کندهار د بېلابیلو ملکی ادارو مسئولینو هم حضور درلود. په پیل کی د دفاع وزارت د تفتیش لومړی مرستیال مولوی حمد‌الله منصوری وویل، د هیواد د بشپړی آزادۍ وروسته د ا،ا،امارت مشرتابه پرېکړه کړې، ترڅو خپلی نظامی لیکی او صفونه خورا منظم کړی، له ناوړه اشخاصو او بدو عناصرو څخه یې پاک کړی، څو هیوادوال له هره اړخه ډاډمن او هوسا ژوند ولری، چی په خبره یې د ا،ا،امارت د مشرتابه د حکم په اساس د دریو نظامی ارګانونو «دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملی امنیت لوی ریاست» څخه د صفونو د تصفیې ګډ کمېسیون جوړ سوی، چی د دفاع وزارت د سرمفتش الحاج مفتی لطیف‌الله حکیمی په مشرۍ چاری مخته وړی. وروسته غونډی ته د صفونو د تصفیې په موخه د هیواد د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقانی ږغیږ پیغامونه واورېدل سول، چی پکښی د هیواد ټولو نظامی او امنیتی کسانو ته سپارښتنه سوې وه، ترڅو پر خپلو صفونو ځانګړی پام ولری او فاسد کسانو ته په خپلو صفونو کی ځای ورنه کړی.

ورپسې د ملی امنیت لوی ریاست د دفتر رئیس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال مولوی عبدالله غزنوی لومړی د م جاهدینو ددې سختی مبارزې ستاینه وکړه، چی امریکا او متحدین یې له سختی ماتی سره مخ کړل او په خپلو خبرو کی یې وویل، ددې نظام په راتګ کښی زیاتی قربانۍ ورکول سوی، نو په کار داده، ترڅو له خپلو صفونو هغه کسان لیری کړل سی، چی د نظام مخالفت کوی.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدی پولیسو عمومی رئیس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېرمحمد شریف هم خبری وکړې، هغه وویل، دا هیواد د ټولو افغانانو ګډ کور دئ، چی په خبره یې بهر ته تللی ټول افغانان دی بیرته هیواد ته راسی او دلته دی ددې نظام د پرمختګ لپاره کار وکړی.

له هغه وروسته د دفاع وزارت د تفتیش او څېړنو مرستیال او د صفونو د تصفیې کمېسیون د شکایاتو اورېدلو عمومی مسئول مولوی صبغت‌الله لطیفی غونډی ته د صفونو د تصفیې کمېسیون لپاره جوړه سوې کړنلاره واوروله، چی پکښی له ټولو نظامی او امنیتی کسانو څخه وغوښتل سول، ترڅو د هیواد د امنیت د ټینګښت په موخه خپل صفونه پاک کړی.

تر یادی کړنلاری اورېدلو وروسته د دفاع وزارت سرمفتش او د صفونو د تصفیې کمېسیون مشر مفتی لطیف‌الله حکیمی په خپلو خبرو کی د نظام د ساتلو په برخه کی ترټولو مهم او لومړنی ګام د صفونو تصفیه یاده کړه، چی په خبره یې د ا،ا،امارت مشرتابه؛ ځکه دا کمېسیون جوړ کړ، ترڅو د نظام دننه هیڅ فاسد کس ته اجازه ورنه‌کړل سی.

مفتی لطیف‌الله حکیمی د خپلو خبرو په وروستیو کی د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو نظامی او امنیتی مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په خپلو صفونو کی داسی کسان وګماری، چی دین، نظام، هیواد او خلګو ته وفادار وی او ددې ترڅنګ یې د صفونو تصفیې په برخه کی ځانګړی لارښوونی هم ورته وکړې او ورڅخه یې وغوښتل، ترڅو فرد ـ فرد له دې کمېسیون سره همکاری او همږغی ولری.

د غونډی په وروستیو کی د کندهار د ملی امنیت رئیس مولوی عبدالرشید منیب، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوی محب‌الله او د کندهار د پوهنی رئیس مفتی قدرت‌الله الوصال په نظامی او امنیتی برخو کی د صفونو تصفیه خورا مهمه وبلله او په خپلو خبرو کی یې د صفونو د تصفیې د کمېسیون مشر او مرستیالانو ته ډاډ ورکړ، چی ولایتی اداره په نظامی او امنیتی برخو کی په بشپړه توګه د صفونو تصفیې ته پام لری او له دې وروسته به هم په دې برخه کی ځانګړی هڅی وکړی او هر وخت به د صفونو د تصفیې کمېسیون سره همږغی ساتی. مفتی لطیف‌الله حکیمی

ممکن است شما دوست داشته باشید