روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نشیه یی توکو پروړاندې دمبارزې اوونۍ په ویاړ د نیشه یی توکو پر وړاندی جدی او هراړخیزه مبارزه یو لومړیتوب دی

دنیشه یی توکوکرکیله ، تولید  قاچاق ، ترافیک اوترانزیت داسلامی اصولوبربنا حرام بلل شوی او د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼاکی هم ددغی منفوری پدیدی کرکیله جواز نه لری او عاملین یی د مجازاتو وړگڼل کیږی خوسره له دی هم دهیواد د ځینو ولایتونو په اړوندو سیمو کی په ځانگړی توگه هغه سیمی چی دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د وسله والو مخالفینو ترکنترول لاندی دی په زیاته کچه مخدره توکی کښت وقاچاقیږی او دهمدغو توکو د پروسس په موخه دقاچاقبرانو له لوری ځینی فابریکی هم جوړی شوی دی ، خوسره له دی چی ددغی ناوړی پدیدی کرکیلی ، پروسس او قاچاق هیواد والو ته امنیتی ننگونی رامنځ ته کړی ددی ترڅـنگ زمونږ گڼ شیرهیواد وال هم پردغی کرغیړنی پدیدی روږدی شویدی چی د امنیتی ننگونو ترڅنگ دایوه بله ستونزه ده ځکه چی په مخدره توکوی روږدی کسان سربیره پردی چی د سالم کار او روزگار پروړاندی خپل مقاومت له لاسه ورکوی ترڅنگ یی خپلی کورنی ته یو سرخوږی هم را منځته کوی او بالاخره پرمخدره توکو روږدی کسان په خپلی کورنی سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کیږی او په بیلا بیلو برخوکی د ټولنی عامه نظم گډوډ اوبی ثباته کوی نوپردی اساس ددغی منفوری پدیدی پروړاندی دافغان دولت ترڅنگ دافغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه ده  دیادونی وړده چی افغان امنیتی ځواکونو له امریکایی سرتېرو سره یوځاى دنېشه یی توکو اوترورېزم پروړاندې همغږې او رښتینې مبارزه هم پیل کړې او دنېشه یی توکو دکښت، قاچاق ، پروسس او فابریکو دله منځه وړلو لپاره یې کوټلی گامونه اخیستى دی،داځکه چې له یوې خوا دمعتادینو شمېر زیاتېږی او دټولنې دبربادی او ویجاړۍ سبب گرځی له بلې خوا ټولې ترهگرې ډلې له نېشه یی توکو څخه دمالی سرچینو په توگه گټه پورته کوی ، زیاتره وسلې او جگړه ییز تجهیزات له دې لارې لاسته راوړی ،په دې ډول په نړیواله کچه دبشر ژوند او هراړخیزه هوساینه گواښوی اوله منځه یی وړی نو په افغانستان کې دهمدغې ناوړې پدیدې دکښت ، قاچاق  پروسس او ترافیکو له کبله په ټولیزه توگه ننگونې رامنځ شوی چې له امله یې حکومت او ولس دواړو ته سرخوږى پیدا  کړى دى ، البته دنېشه یی توکو پروړاندې دنړیوالې مبارزې په لړ کې جگړه ځپلى افغانستان هم یوله هغو هېوادونو څخه دى چې په پرله پسې توگه یې ددغو زهری توکو پروړاندې مبارزه جاری ساتلې ځکه چې افغانان دنېشه یې توکو له کښت، قاچاق او استعمال څخه واقعاً ډېر زیانمن شوی دی  خوله دې ټولو سره سره بیاهم حکومت دنېشه یې توکو دمخنیوی او دترورېزم پروړاندې درښتینې مبارزې لپاره کلک هوډ لری په هیواد کی د ډله ییزو خپرندیو سرچینو په حواله ویل شوی دی چی څه موده وړاندې له نېشه یې توکو سره دمبارزې وزارت ویلی وو چې دترورېزم او مخدرو توکودقاچاق کوونکو ترمنځ اړیکو له نېشه یې موادو سره مبارزه گرانه او ټکنۍ کړې. دگاونډیو هېوادونو له لارې نړیوالو بازارونو ته دافغانستان دنېشه یی توکو قاچاق اساسی عامل گڼل کېږی. په افغانستان کې د  نېشه یی موادو دتولید زیاتوالی ته په پام سره دافغان ځواکونو له لوری د نېشه یی موادو دقاچاق کوونکو نیول دسیمې په کچه بې سارې لاسته راوړنه ده ، په دې وروستیو کې ترهگرو له نړیوالې مافیا اوداخلی وسله والو سره لاسونه یو کړی او  په سیمه کې یې پرناامنۍ سربېره دنېشه یی موادو قاچاق ته هم زمینه برابره کړې ده، البته دوه عمده عوامل چې یوېې په افغانستان کې مخدر مواد په جرمی اقتصاد بدل شوى دى ، له ټرانزیټی هېوادونو نیولى بیاتر هغوهېوادونو پورې چې نېشه یی توکی غواړی ، دایو فوق العاده تجارت دى چې نړیواله مافیاترې ډېره گټه ترلاسه کوی ، دویم اړخ یې دادى چې نېشه یې مواد په افغانستان کې دترورېزم دتمویل ستره سرچینه گڼل کېږی ، ترورېستان او د مخدرو موادو قاچاق کوونکی په خپلو کې سره اړیکې لری اوهغه کسان چې ددولت دوسله والو مخالفینو په لیکو کې ولاړ دی ، دحکومت پروړاندې دجگړې ترڅنگ دنېشه یی موادو قاچاق هم کوی. په افغانستان کې دمخدرو موادو دکښت او تولید زیاتوالی ته په کتو سره په افغانستان کې د نېشه یی موادو غوښتنه ډېره کمه شوې ،خوپه افغانستان کې ټول تولید شوی مخدر مواد ، دنړیوالو مافیایی ډلو له خوا بهرنیو هېوادونو ته چاقاق کېږی ،چې په دې توگه هم نړیوالې مافیایی کړۍ له دې لارې ډېرې گټې ترلاسه کوی ، خو زیان یې سل په سلوکې افغانستان ته رسېږی ،ځکه چې دهمدغو دواړو ناوړو پدیدو له امله هېواد او هېوادوالو ته نه جبیره کېدونکی زیانونه وراوړی. که چېرې دسیمې اونړۍ حالاتو ته پام وشی
 دا واقعیت ترسترگو کېږی چې نېشه یی توکی اوترورېزم هغه دوې ناوړې پدیدې دی چې دنړیوالو ژوند اوهوساینه یې له یولړ جدی ستونزو اوگواښونو سره مخ کړې ده  پردې بنسټ ډېره اړینه او ضروری بریښی چې په ټولیزه توگه د اړوندو هېوادونو له لوری دمخدرو موادو اود ترورېزم پروړاندې جدی اوهراړخیزه مبارزه وشی او پرضد یې جگړه لاگړندۍ شی چې په پایله کې دافغانستان په شمول اړوند هېوادونه دیادو ناوړه پدیدو له شره دتل لپاره وژغورل شی اوپه ټولنه کې وگړو ته دهوسا ژوند دپرمخ بیولو په موخه له هره پلوه ډاډمن اوسوله ییز چاپېریال  برابرشی ، په دی هیله چی په سیمه ییزه او نړیواله کچه داړوندو هیوادونو له لوری د نیشه یی توکو او تروریزم پروړاندی مبارزه په بشپړه همغږی پرمخ یووړل شی ترهغه چی په پایله کی دغه دواړه منفوری پدیدی چی دافغانستان په شمول د اړوند هېوادونه نظم او ثبات یی زیانمن کړیدی  مخه یی ډب او په ټوله کی دبشریت هوساینه خوندی شی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید