روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د محبوسینو سره د نېک چلند په اړه بحث ترسره شوه

د مرکز د زندانونو چارو سمون ادارې پلاوی چې مشری یې مولوی عبدالله حقیق کوله د خوست زندان او محبوسینو د وضعیت د څیړنې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت مسؤلینو سره یې ناسته وکړه.

‎راغلی پلاوی پخپلو خبرو کې وویل، د یاد سفر څخه یې هدف پدې ولایت کې د زندانونو وضعیت په هر اړخیزه توګه څیړنه، د محبوسینو احوال او ددې ولایت له مسئولینو سره ناستې دی.

‎پدې ناسته کې د دواړو اړخونو له لورې په زندان کې محبوسینو لپاره د ټولو انسانی او اسلامی ارزښتونو ته په پام د سهولتونو او آسانتیاوو برابرول او محبوسینو سره د نېک چلند په اړه بحث ترسره شو.

‎ناسته کې مرستیال والی مولوی محمد انور دین پرور، امنیه قوماندان مولوی محبوب شاه، دمحاکمو رئیس مولوی شعیب، ملی امنیت مرستیال، جنایی جرمونو په وړاندې مبارزې مدیر، او خوست د محبس مسؤل ګډون کړی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید