روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لوګر مرستیال والی:اسلامی امارت د شفافې او عادلانه حکومتدارۍ اصولو ته ژمن دی

پرون له غرمې مخکې د لوګر مرستیال والی مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین په خپل کاری دفتر کې د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټی له یو شمیر مشرانو او مخورو سره وکتل.

لومړی د کډوالو ښارګوټی مشرانو د کډوالو ښارګوټی ستونزې او ننګونې د لوګر مرستیال والی مولوی انعام الله صلاح الدین سره شریکې کړې او د دی سیمی د ستونزو د هواری غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د لوګر مرستیال والی مولوی انعام الله صلاح الدین خبرې وکړې او ویې ویل، موږ شپه او ورځ د الله د دین او د خدای د بندګانو د خدمت لپاره کار کوو.

مولوی صلاح‌الدین زیاته کړه چې ولس په شل کلن جهاد کې له اسلامی امارت سره هر ډول همکاری کړې او اوس یې وخت دی چې ملت ته خدمت وکړو.

د مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین په وینا، د اسلامی امارت مسؤلینو تل د ولس د خدمتګارانو په توګه خدمت کړی او زیاته یې کړه، اسلامی امارت د شفافې او عادلانه حکومتدارۍ اصولو ته ژمن دی.

د لوګر مرستیال والی ژمنه وکړه چې د دوی ستونزو ته به پاملرنه وکړی او هم یې اړوندو مسوولینو ته د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ لارښوونه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید