روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قشقری سیمې د ګازو او نفتو د استخراج تړون لاسلیک شو

د مالیې وزارت د جوزجان ولایت د قشقری سیمې د ګاز او نفتو د استخراج قرار داد د اکسوس په نوم چنایی کمپنۍ ته وسپاره.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې وېیلی، چې دغه هوکړه د افغانستان د نفت او ګازو له دولتی شرکت سره د یاد چنایی شرکت د۲۰ سلنه شراکت په کولو سره لاسلیک شوه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد چنایی شرکت د افغانستان د نفت او ګازو دولتی شرکت په ملتیا به له دې وروسته د قوشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوی.

دا ګام په داسې حال کې پورته کېږی چې له دې وړاندې د نفتو او ګازو په برخه کې د لوړو بیوو په تړاو زیاتې اندېښنې مطرح شوې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید