روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د فولادو صادرات؛ روسیې دا بازار هم له ایرانه ونیو

روسیې د فولادو پیرونکو ته د تخفیف په ورکولو سره تر نفتو وروسته دا بازار هم له ایرانه نیولی او د دغه هېواد شپږ میلیارده ډالره صادراتی عواید یې په خطر کې اچولی دی. د ایران د فولادو بازار له وحشتناکو شرایطو څخه تېرېږی.

د اوکراین جګړې او د امریکا د بندیزونو له امله روسیې ته د اوښتې زیان په نتیجه کې «د ایران نیمه مړ بازار» هم اغېزمن شوی دی.

د فولادو د تولیدونکو ټولنې د مدیره پلاوی غړی رضا شهرستانی په دې اړه د شرق ورځپاڼې ته ووېیل چې روسیې د خپلو فولادو په بیو کې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې د تخفیف په راوستلو سره توانیدلې ده چې د دغه هېواد د فولادو ستر پیرونکی ځانته را جلب کړی. د هغه اشاره د چین، افغانستان، تایلنډ او سویلی کوریا په څېر هېوادونو ته ده.

د ایرانی فولادو پر صادراتو د لوړو تعرفو په پام کې نیولو سره، د روسیې د صاداراتی فولادو بیه د ایران په پرتله ډېره ارزانه تمامېږی او اوس دغو هېوادونو خپل د اړتیا وړ فولادو فرمایش روسیې ته ورکړی دی.

د ایران د فولادو د تولیدونکو ټولنې د مدیره پلاوی په حواله د دغه هېواد شپږ میلیارده ډالره صادراتی عواید په خطر کې لوېدلی دی.

پر فولادو د تعرفو لوړول د دغه بازار د فعالانو له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوی دی. شرق د فولادو د صادرونکو په نقل لیکلی : «هر کال په ایران کې ۳۰ میلیونه ټنه فولاد تولیدېږی او یوازې ۱۵ تر ۱۶ ټنه یې په ایران کې مصرفېږی، ځکه نو د داخلی بازار لپاره اندېښنه هېڅ توجیه نه لری او د حکومت دا کار په داخلی بازار پورې هېڅ تعلق نه لری او حکومت یوازې د خپلو مالیاتی عایداتو د زیاتولو په هڅه کې دی. »

د فولادو تولیدونکو ټولنې د مدیره پلاوی غړی احمد دنیانور، شرق ورځپاڼې ته ووېیل چې د ایران د فولادو صنعت په ډېرې سختۍ سره توانیدلی و چې په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ په مختلفو برخو کې پیرونکی پیدا کړی او په کلنی حساب له ۹ تر ۱۱ میلیونه ټنه پورې فولاد صادر کړی. د هغه په وینا ایران تېر کال د فولادو د صادراتو له طریقه ۶ میلیارده ډالره بهرنی اسعار ترلاسه کړی.

روسیې اوس یو په بل پسې د ایران بازارونه نیولی «او د تعرفو په لوړیدو سره د ایران د فولادو صادرات تقریباً درېدلی دی.» د هغه په وینا د دغو بازارونو او دې ته ورته نورو بازارونو چې ایران له لاسه ورکړی، بېرته ترلاسه کول «ډېر ستونزمن دی» او دا مهال د ایران د فولادو صنعت «له ویروونکو شرایطو» تېرېږی.

د اقتصادی چارو کارپوهان وایی چې صادرات بازار موندنې، بازار جوړونې، د پیرونکو باور جلبولو او په صادروونکی هېواد کې د قانون ثبات ته ضرورت لری، چې وکولی شی پر خپلو ژمنو عمل وکړی. خو دوی د ټولو دغو التزامی شیانو په نه درلودلو سره له داسې مشتریانو سره مخامخ دی چې وایی «ستاسې د هېواد وضعیت معلوم نه دی او ممکن تاسې ونه کولی شئ پر خپلو ژمنو عمل وکړئ.«

شهرستانی په شدید ډول د فولادو د شرکتونو د تولید کمېدو خبر په ورکولو سره وېیلی چې د دوو میاشتو د فولادو تولید نږدې صفر ته رسېدلی دی.

پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې هغه ګواښونه چې دغې جګړې کولی شول د روسیې د انرژۍ بازارونو ته رامنځته کړی، یو شمېر ایرانی چارواکی او کارپوهان په دې باور وو چې دغه جګړه به ایران ته یو فرصت رامنځته کړی چې د ګاز او نفتو په بازارونو کې د روسیې ځای ونیسی، خو هر څه د دغو وړاندوېنو برخلاف پرمخ ولاړل.

هندوستان

اوسمهال د هند د نفتو دولتی شرکت بهارت پیټرولیم یوازې د می میاشتې لپاره دوه میلیونه بوشکې نفت له روسیې رانیولی دی. دغه هندی شرکت وېیلی تر دې وړاندې دوی د ورځې ۳۱۰ زره بوشکې نفت له روسیې څخه رانیول. د هندوستان بهارت پټرولیم، هندوستان پیټرولیم، انډین اویل، نیارا انرژی هم د هغه هندی شرکتونه دی چې له روسیې څخه لا هم نفت را نیسی.

شرق د اوکراین جګړې ته په اشارې سره لیکلی چې دې جګړې «د یو شمېر داخلی رسنیو د ادعاو په خلاف نه یوازې دا چې د ایران اقتصاد ته یی یو فرصت رامنځته نه کړ، بلکې د دغه بندیزونو خپلی هېواد نیمه مړ بازار یې له لا زیات خطر سره مخامخ کړی دی»

سربېره پر دې نه هم اروپایی هېوادونه په همغږۍ سره د روسیې د نفو په تحریمولو موافقې ته ورسېدل او نه هم اوپیک له اروپا سره د تولید زیاتولو په برخه کې همکاری وکړه. همدارنګه نه هم د هند او چین په څېر هېوادونه حاضر شول چې له روسیې څخه د نفتو په پیرلو کې کمښت راولی، بلکې برخلاف یې خپله پیرودونه لا زیاته کړه.

ایران پر دغه هېواد د لګول شوو بندیزونو، خپلو سیمه ییزو سیاستونو او ختیځ ته په کتلو سره د اروپایی پانګوالو لپاره د باور وړ شریک نه ګڼل کېږی. سربېره پر دې دغه هېواد د خپلو زړو او کاواکه بنسټونو له کبله د دې توانایی نه لری چې د انرژۍ په بازارونو کې ټاکونکی رول ولوبوی.

روسیه په نړۍ کې د ګازو، نفت، فولادو، اوسپنې، کېمیاوی سرې او غله جاتو یو له تر ټولو سترو صادرونکو هېوادونو څخه ده. د اوکراین جګړه کولی شی په ټوله نړۍ کې د لوږې له امله په میلیونونو انسانان د مرګ له خطر سره مخامخ کړی. خو د دې جګړې اثراتو ټول بازارونه اغېزمن کړی دی.

د ایران کمزوری او رنځور اقتصاد چې په «پټه» او «ارزانه بیه» د نفتو په پلورلو سره هڅه کوی د امریکا د بندیزونو اغېز را کم کړی، اوس له داسې یو شوک سره مخامخ شوی چې روسیې یې د عایداتو سرچینې اغېزمنې کړې دی.

د نړیوالو بنسټونو د رپوټونو په حواله د هغو له جملې څخه «کپلر» چې کیښتۍ تعقیبوی وېیلی چې په اپریل میاشت کې د ایران د نفتو صادرات ۳۴ سلنه کم شوی دی. د دې په مقابل کې هند ته د روسیې د نفتو صادرات چې ټیټه کچه یی ۲۰ زره بوشکې یا بیرله وو اوس ۶۰۰ زره بیرلو ته لوړ شوی دی.

د نفت، ګاز او پترو کېمیکل د صادرونکو د ټولنې مشر حمید حسینی هم چین ته د ایران د نفتو د صادراتو د کمېدو او چین ته په ټیټه بیه د روسیې د نفتو واردېدل تاید کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید