روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د غزنی د ګچ د ډبرو کان  داوطلبی ترسره شوه.

د دغه کان داوطلبی څه موده وړاندې د کانونو او پترولیم وزارت له لوری اعلام شوې وه، چې پرون یې د ټاکل شوی هیئت له لورې د څلورو شرکتونو د پروپوزلونو له ارزیابی کولو ورسته د یاد کان داوطلبی ترسره شوه.
په دغه داوطلبی کې د صایم شمس شرکت د ترټولو لوړ رویالتی نرخ په وړاندې کولو سره چې د یو ټن قیمت ۶۰۵ افغانۍ دی د غزنی د ناهور ولسوالۍ د ګچ د ډبرو د کان د داوطلبی ګټونکی اعلام شو.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې بېکاری ډېره شوې او خلک د کانونو او نورو پروژو د کارونو د بېرته پیل کېدو غوښتنه کوی.
ممکن است شما دوست داشته باشید