روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د علمی پوهاوی د کمښت له کبله د افغانستان سیاسی کمزورتیا

افغانان چی د تاریخ په اوږدو کی د آریایانو، خراسانیانو او افغانانو په نامه پنځه زره کلن تاریخ لری، او دا پنځه زره کلن تاریخ د هیواد څخه د دفاع په لار کی د قربانیو، سرښندونو او لاسته راوړنو یو ځلانده تاریخ دی، چی په نړۍ کی یې د غیرت له لحاظه سیال نه‎پیداکیږی، او د مټ په زور یې د نړۍ ستر قدرتونه په دې هیواد کی پر ګونډو کړی او تر څنګ یې په مختلفو وختو کی ستری امپراطورۍ جوړی کړی دی.

افغانانو نه یواځی دا چی په زور سکندر مقدونی ته تسلیم نه شول، بلکه درې ځله یې انګریزانو ته داسی سخته ماتی ورکړیده، چی د تاریخ په لوستلو یې د نوی انګریز نسل په زړونو کی هم ویره خپره شی، روسانو چی هم د انګریزانو له دې تاریخ څخه پند وانه خسته، افغانان پداسی ډول د دوی د تیری په مقابل کی ودریدل او شوروی اتحاد ته یې داسی ماتی ورکړه چی په افغانستان کی د ماتی سره سم شوروی اتحاد ټوټې ټوټې او ټول جمهوریتونه ورڅخه جلا او آزاد شول، دا د نړۍ هغه ستر قدرتونه وه چی پرته لدې چی د افغانانو په اړه معلومات وکړی د هیواد پالنی په اړه‌یې ځان پوه کړی پر افغانستان د تیری کولو سره سم یې د خپل احمقانه کړنی پایله ولیدل، ددې هیوادونو ماتی ځکه ډیره لازمی وه چی افغانان په مټ او غیرت په ټوله نړۍ کی د ځان سیال نلری او د وخت ددې ستر طاقتونو د ماتی څخه باید چی حاکم ستر قدرتونه پند واخلی او که داسی ونکړی نو برخلیک به یې له انګریز او شوری څخه هم په ډیر بد حالت کی واقع شی.

افغانان فطرتا خپلواک، زړه سوانده  شوخ او جنګی طبیعت لری، له همدې کبله د افغانستان ټول تاریخ په جنګ کی تیر شویدی، کله چی یې د نورو هیوادو له تیری او اشغال څخه هیواد آزاد کړی دی نو بیا هم پر ارامه ندی کښینستلی او پدې فکر کی شویدی چی څنګه د هیواد قلمرو پراخه کړی او د خپلی امپراطورۍ لمنه تر لیری سرحدو پوری ورسوی.

د افغانانو غیرت د نړۍ په هیوادونو کی ځلانده تاریخ لری، د ابو مسلم خراسانی تاریخ لا اوس هم عرب په ډیر فخر سره لولی او ددې افغان په غیرت ویاړ کوی.

سلطان محمود غزنوی دوره چی د هیواد په دننه  کی د امن او عدل یوه بیلګه وه، جنګی طبعی یې قرار ختم کړی وو او ۱۷ ځله یې پر هند یرغل یوړی ستره فتحه یې تر لاسه کړه او د هند ستر بت سومنات یې مات کړ  ابراهیمی تاریخ یې یو ځل بیا ژوندی کړ او په نړۍ کی د محمود بت شکن په نوم وپیژندل شو.

ملی مشر میرویس خان نیکه چی کندهار د ګورګین په وژلو د فارس له منګولو آزاد کړ د مرګ پر وخت یې هم شاه محمود او شاه حسین ته نصیحت کاوه چی فارس تر خپلی ولکې لاندی راولی.

احمدشاه بابا چی کله د افغانستان اساس کښیښود، په هیوادکی دننه د اصلاحاتو وروسته د حضرت اشرف تهانوی په بلنه د حاکم هندی حکومت د ظلم څخه د هندیانو د ژغورلو له پاره پر هند یرغل وکړ، ۷ ځله یې پر هند یرغل وروړی د احمد شاه بابا هم هر ځل ستری فتحی په برخه شوې تر ټولو لوی جنګ کی یې دمرهټایانو لوی پوځ تی ماته ورکړه  په عامیانه اصطلاح مریټی یې ووهی او یو ځل یې پر فارس اوسنی ایران حمله وکړه.

داسی ډیری بیلګی لرو چی افغانانو پر نورو هیوادو واکمنی کړیده چی یو له هغه څخه د سوری پښتنو واکمنی پر هند یادولای شو، دا ټول هغه څه دی چی د تاریخ په اوږدو کی افغانانو خپل د توری زور نړۍ ته ښودلی دی.

خو دا چی اوس ولی افغانان د خپل تاریخ تر ټولو بد حالت کی قرار لری  ولی د خپلو سیالانو او هغه هیوادونو څخه چی افغانانو ورباندی واکمنی کوله د سیالۍ د قطار څخه وتلی  لامل‎یې څه دی او څه ډول کولای شو چی لدې حالته ځان وباسو دلته یې راسره ولولئ!!!

پدې کی هیڅ شک نشته چی افغانان یو د نړۍ د تر ټولو زړورو ملتونو څخه دی او د توری واری ته یې د نړۍ ستر طاقت ځان نیولای نه شی، خو د لومړۍ نړیوالی جګړې وروسته سره لدې چی استعار لمنځه نه ځی خو ډیره کم رنګه کیږی، د توری او خنجر تر تمرین د علم او فنونو زده کړی ته زیاته توجه کیږی، نور دا فکر ډیر کمزوری شوی وو چی د مټ په زور هیوادونه ونیسی او بیا پرکراره ورته کښینی او له مستعمره هیواد د وګړو څخه د غلامانو کار واخلی بلکی نور هغه وخت رارسیدلی وو چی هیوادونو کوښښ کاوه چی د ټکنالوجی له خزانې څخه تر نورو زیات څه تر لاسه کړی، د خپلو خلګو پر فکرونو کار وکړی، د دوهمی نړیوالی جګړې د پای ته رسیدو سره سم استعمار په مطلق ډول لمنځه ولاړ، هیوادونو په ټکنالوجیکی لحاظ زیات پرمختګ وکړ  اټومی بمونو سرګولولې جوړی شوې  نور هیوادونو اړ نه وه چی په نږدې ساحه کی مخ په مخ جنګ وکړی  امریکا د اټومی بم په واسطه له امریکا څخه د جاپان هیروشیما او ناګاساکی تر هدف لاندی ونیوله او د دوهمی نړیوالی جګړې یو ستر طاقت جاپان یې له پښو وغورځو.

د افغانستان د معاصر تاریخ د شروع سره سم د جنګ اساس هم کښیښودل شو او د افغانستان ټول معاصر تاریخ د تیمورشاه او اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او شهید سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرته چی نسبی امن وو د نورو ټولو شاهانو او جمهور رئیسانو دورې په جنګ او جګړه کی تیری شوې، نو لدې امله ونه توانیدل چی علم او ټکنالوجی ته لاس رسی پیداکړی  داچی لا تر اوسه هم د پردیو هیوادونو د اهدافو قربانی یو لامل یې یواځی او یواځی بې علمی او د ټکنالوجی څخه پس پاتی والی او پدې برخه کی نورو ته اړتیا ده.

افغانان سره لدې چی له عصری علومو سره ناآشنا دی پدې وروستیو وختو کی له دینی علومو سره هم د دوی ناآشنایی ډیره زیاته ده خاصتاً نوی او ځوان نسل چی په خپل دین کی هیڅ معلومات نلری یا دومره معلومات لری چی پر نه حساب دی، د دینی علومو څخه د دوی ناخبری ځکه شرمونکې ده چی ځان تر ټولو زیات مسلمان ګڼی او په عقیدوی لحاظ ځان ډیر پابند بولی، همدا ناپوهی او بې علمی ددې سبب ګرځیدلې ده چی موږ په سیاست کی د نورو د موخو قربانی شو.

د دینی علومو سربیره په عصری علومو کی د افغانانو پس پاتی والی نورو هیوادونو ته دا موقع په لاس ورکړیده چی بې تعلیمه افغانان تر فکری یرغل لاندی ونیسی او د خپلو اهدافو قربانی یې کړی، موږ هر ورځ د نورو هیوادونو د فکری جګړې په اور کی سوځو، تباه کوونکی اختلافاتو او بې اتفاقی مو تر حد وتلې ده، او دا لازمی هم ده کله چی د یو هیواد وګړی علمیت ونلری باید چی د نورو د اهدافو قربانی شی ځکه داسی خلګ د ځان لپاره هدف نه شی ټاکلای.

دینی او عصری علوم موږ له سیاست سره آشنا کوی او د نورو هیوادونو د دسیسو په اړه پوهاوی راکوی چی څه ډول په سختو شرایطو کی له خطره ځان وباسو، په افغانستان کی د هیوادونو اهداف مشخص کړی او پر وړاندی یې حل لاری مشخصی او پلی کړی.

خو د افغانانو ټینګه عقیده او بیا له دینی او عصری علومو څخه ناخبری تر ټولو ستر ضعف او ناکامی ده چی بهرنیانو د افغانانو دا ضعف او ناکامی درک کړیده نو ځکه پخپل ټول توان سره کوښښ کوی چی د افغانانو د تعلیم مخه ونیسی او تل همداسی ورباندی خپل ناروا موخی وتپی.

اوس ټول هیوادونه پوهیدلی دی چی د ځینو خلګو ماتول د توری په زور ممکن ندی او پوهیږی چی څه ډول سیاسی لوبه وکړی چی دا زړور خلګ له پښو وغورځوی، اوس ددې اړتیا نه شته چی یو هیواد خپل د دښمن هیواد ته ولاړ شی او له هغو سره وجنګیږی، اوس هیوادونه سیاسی لوبی په کار اچوی او د هماغه هیواد وګړی خپل په منځ کی یو د بل په خلاف وجنګوی.

نو له کومه وخته چی سیاسی لوبو د مخامخ جګړو ځای نیولی، د افغانانو زوال له همغه وخته شروع شوی او تر اوسه یې بیا د سر پورته کول توان ندی پیداکړی او دا حالت به تر هغه وخته دوام وکړی تر څو د ټوپک پر ځای قلم په لاس کی ونیسی او په دی فکر کی شی چی د خپلواکی او بسیا کیدو یواځینی لار همدا قلم او علم دی.

تر څو چی مو علم ته مخه کړې نه وی نو هیڅکله به د هیوادونو د سیاستونو او سیاسی لوبو په اړه پوه نهشو، همدا علت دی چی موږ تل په سیاسی ډګر کی ماتی خوړلې ده او د حامد کرزی هغه خبره می ښه په یاد ده چی کله یې د امنیتی تړون په مشورتی لویه جرګه کی د جرګې ګډون والو ته وکړه چی افغانانو تل جنګ ګټلی دی خو سیاست یې بایللی.

دا خبره بلکل حقیقت دی، موږ ټول جنګونه ګټلی دی، په ۱۲۹۸ هـ ش کال کی دغازی امان الله خان په مشری افغانانو له انګریزانو څخه آزادی ترلاسه کړه خو لږ موده وروسته د همدی انګریزانو د بغدادی، دیوبندی، ګونګی …. پیرانو او خلیفه ګانو په دام کی ولویدی مخکی لدې چی په وړاندی یې کوم اقدام وکړی کابل انګریز پلوه امیرانو تر خپلی ولکې لاندی راوستلی وو.

شهید سردار محمد داوود خان چی کله جمهوریت اعلان کړ، د برژنیف د هغه نظر په اړه چی ولسمشر ته یې د افغانستان د خارجی سیاست او دریځ په اړه یې ورکړ، دومره عصبانی کړ چی د شوروی اتحاد سره ډغری وهلو ته چمتو شو، شهید سردار داوود خان بابا لا خپله پنځه کلنه دوره نه وه بشپړه کړې چی د روسانو په ملاتړ د افغان کمونیسټانو لخوا د کودتا په نتیجه کی د خپلی کورنۍ سره په شهادت ورسیدی او د شوروی اتحاد د سیاسی لوبی قربانی شو.

افغانانو پخپل ټول تاریخ کی یواځی په سیاسی لوبو کی ماتی خوړلې ده، او ددې یواځینی لامل بې علمی او ناپوهی ده ټولو افغانانو ته پکار ده چی تر خپله وسه د علم د خپرولو لپاره کار وکړی، د افغانستان د ښمنان په ځانګړی ډول پاکستان تل کوښښ کوی چی په افغانستان کی ټول هغه بنسټونه تر هدف لاندی ونیسی او لمنځه یې یوسی چی افغانان د علم په ګاڼه سمبالوی او د علم خپرولو لپاره کار کوی، تل یې کوښښ کړی چی زموږ کادرونه لمنځه یوسی چی پدې برخه کی د طالبانو په مټ تر ډیره حده توانیدلی او زموږ زیات شمیر علمی کادرونه یې شهیدان کړیدی، خو د پاکستان ددې شیطانی لوبی په مقابل کی موږ هغه وخت دریدای شو  مقابله‎یې کولای شو او ورباندی پوهیدای شو چی خپل راتلونکی نسل په علم سنبال کړو، تر څو په راتلونکی کی مو هیواد د پردیو د مداخلی څخه ساتلی وی او دیو خپلواک او بسیا افغانستان په لور مو ګام اخیستی وی.

مسعود افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید