روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د علامه حبیبی د تلین پنځه دیرشم کال  په یاد ( ۱۳۶۳ /ثور / ۲۰)

پوهاند محمد رسول باوری

علامه پوهاند عبدالحی حبیبی : ( ١٢٨٩ -١٣۶٣ لمریز کالونه) علامه حبیبی د خپل پیر پرمروجو بیلا بیلو علمی څانګو برلاسی درلوده ،خو د ژبپوهنې ؛ ټولنپوهنی ؛ادب پوهنې ؛دین پوهنې او تاریخ پوهنې په برخو کې یې وړتیا هغه پوړیو ته رسیدلې وه چی نه یوازی د افغانی پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکې ټولو بهرنیوڅیړونکو ته هم د یوې ډاډمن ماخذ په توګه منل سوې و. دهیواد د ستر مورخ په توګه د علامه حبیبی د ښه پیژندلو لار د هغو تاریخی اثارو او لیکونو لنډه ارزونه ده چې د نوموړی په زیارتالیف او تدوین سوی دی ، چې په مرسته به یې د لیکلو سبک ، د څیړنی لیدلورۍ او هم یې د خوښی وړ پیر و پیژندلای سو .

د علا مه حبیبی څخه تر یوسل او دیرش ( ١٣٠ ) زیات چاپ سوی کتابونه را پاتی دی، په سلګونو مقالې او رسالې یې خپری سوی او تر دوه سوه زیاتو ملی اونړیوالو علمی سیمنارونو او کنفرانسونو کې یې خلاق ګډون کړیدۍ .د چاپ سویو کتابونو له جملې څخه یې د شپږ پنځوسو څخه تر شپیتو کتابونو پوری د افغانستان دتاریخ او تاریخی جغرافیې په اړه دی ، چی د بیلګی په توګه د افغانستان لنډ تاریخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبیاتو تاریخ ( دوه جلده ) ، ادیان عصر کوشانی ، افغانستان در عصر تیموریان ، تاریخ شاهان صفاری ،نومورکی مورخین ،جغرافیایې تاریخی افغانستان ، هنر عصر تیموریان ، تاریخ مشروطیت در افغانستان او یو زیات شمیر نور یادولای سو .

په تاریخ لیکنه کې د علامه حبیبی سبک د کتابخانه یې او ساحوی څیړنو ګډمتود دۍ ؛ د هری تاریخی پیښی د ثبوت لپاره یې ډاډمن او دلومړنی لاس منابع او ماخذ وړاندی کړۍ او دهر ماخذ د تائید لپاره یې د تاریخی متونو شننه کړیده . لرغونی توکی یې هم د تاریخی پیښو د ثبوت لپاره کارولی دی .تاریخی پیښی یې د خپلو انګیرنو او اندونو پرته ، څنګه چی وې هغسی یې د زمانې په لمن کی څیړلی او تدوین کړیدی ؛ په لیکونو کی یې د جملو او الفاظو تر ښکلا د پیښی سالم او د ابهام اوغلطیو پرته انتقال ته پام کړیدۍ ؛ دتاریخی څیړنو بنسټ یې پر (( تبینی )) روش ولاړ دۍ په ټولو تاریخی لیکونو کی یې زمانه او د پیښو پرله پسې والی د متود ستری بیلګی دی .

دعلامه حبیبی دټولو لیکنو او په ځانګړی توګه تاریخی خپاره سویو کتابونو څخه په ډاګه څرګندیږی چی په ملی لید لوری لیکل سویدی . د دې تر څنګ په نړیوالو تاریخی مکتبونو کی د ( Cultural Ecology   ) مکتب پلوی دۍ ، همدا لامیل دۍ چی د هیوادلرغونی نامتو مدنیتونه یې د د دې سیمو د اوسیدونکو خلاقیت او نبوغ ګڼلی او دثبوت لپاره یې ډاډمن اسناد او ماخذ وړاندی کړیدی ، خو د دې سره یوځای د هغه مکتب ارونو ته په پام سره د کلتورونو متقابل تاثیر هم په خپلو لیکونو کی له نظره نه غورځوی .

علامه حبیبی د یوه مورخ په توګه د هیواد د تاریخ هر لوری ته په پوره غور پام کړیدۍ . د هیواد د لرغونی تاریخ ، منځنیو پیړیو تاریخ ، د معاصر تاریخ پیر او هم د افغانستان د نوی تاریخ پیر کی یې په پوره غور څیړنی او لیکنی کړیدی . خو د (( افغانستان بعد از اسلام )) نومی تاریخی اثر څخه داسی بریښی چی د هیواد د منځنیو پیړیود تاریخی پیښو د څیړنی سره یې لیوالتیا زیاته وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید