روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د طبیعت او چاپیریال، ارزښت دوخت په تیریدو سره زیاتیږی

اختر محمد اکاخیل

چاپیریال د انسانانو د تفریح او ژوندانه ځای دی او دهری ورځی په تیریدو، سره د طبیعت او چاپیریال دښکلا بڼه تغیر مومی او ارزښت یې خورا زیاتیږی خو دغه طبیعت چې دځمکی او آسمانونو ترمنځ شتون لری او انسان چې الله(ج) دځمکی پرمخ اشرف المخلوقات ګرزولې دی. خو دغه انسان چې دخدای(ج) پر طبیعت او چاپیریال باند واکمن کړی هم دی خو نن سبا ځینی انسانان دخپل طبیعت او چاپیریال د لا ښکلا لپاره دنړی پرکچه خورا دومره جدی پاملرنه کیږی، الله پاک(ج) زمونږ مسلمانو خلکوته څومره یوښکلی طبیعت ورپه برخه کړی دی که څه هم د افغانستان ډیره خاوره او ځمکه به غرونو پوښل شوی ده خو ځینی غرونه مو بیا هم د شین زرغون او ښایسته طبیعت لرونکی دی لکه کنړ او نورستان چې ډیری اراضی یې هسکو غرونو او طبیعی ځنګلونو باندی پوښل شوی او دکنړ دځنګلونو دونولرګې، یې ځانګړی ښکلا او ارزښت لری او دنوموړو، ولایتونو ځنګلونه چې یو خاص شهرت لری متاسفانه د ۴۳ کلونو کورنیو جګړو په وخت کې زورواکو او مافیایې کړیو او وسلوالو غلو په ناقانونه توګه دکنړ لرګی او چارتراش ګاونډیو هېوادونوته په قاچاقی توګه وړل او خرڅول او خپل جیبونه یې پری ډکول حال داچې دهېواد ځنګلونه یوه ملی شتمنی ده. همدارنګه دخوست او پکتیا دسیمو ښکلی طبیعت، غرونه او ځنګلونه چې ځانګړی ښکلا او ښایست لری غرونه یی په نښترو، څیړیو، بلوتو ځنګلونو باندی پوښل شوی دی بل په دی نوموړو د دوه ولایتونو په غرونو کې (تورجلغوزی کرل کیږی او شتون لری چې جغلوزی یې نن سبا هندوستان او دچین او منځنی آسیا هېوادونوته صادریږی او په لوړه بیه پلورل کیږی. همدارنګه شین لغمان چې دکنړ او پنجشیر په شان د ډیرو اوبو او مستو سیندونو لرونکی دی چې تازه ترکاری یې دکال په څلور فصلونو یعنی اوړی او ژمی کې کابل ته راوړل کیږی او دخلکو د استفادی وړ ګرځی. بل دلغمان ولایت یوه ولسوالی چې دعلینګار په نوم یادیږی چې اصلی نوم یې علی نګار دی. په نومړوی ولسوالی، کې یو ډیر اوږد او جیګ غر شتون لری چې دکوه ساوو په نوم یادیږی او نوموړی غره ته به دوخت پاچاهان لکه غازی امان الله او دملت بابا محمد ظاهر شاه د تفریح او ښکار لپاره ورتلل همدارنګه دشمال ځینی ولایتونه لکه بدخشان چې وګوری څومره نرم او ملایم طبیعت لری غرونه یې په نهه میشاتو کې په سپینو و اورو پوښلی وی دغی لوی ولسوالی ته چې زه په خپله ورغلی یم چې راغ او درواز نومیږی نوموړو ولسوالیوته به غیر له اوړی په بل موسم او فصل کې د ډیرو واورو له کبله بیګانه او نا آشنا خلک نشی ورتلای همدارنګه که تخار او کندز وګوری چې دکوکچی او آمو سیندنو او دریابونو او بو څومره دنوموړو ولایتونو خلک دمیوه داره ونو باغونو لرونکی او خاوندان ګرزولی چې دکندز (ستاربایې کاغذی بادام یې ځانګړ شهرت او مینه وال لری چې اصلاً دغه بادام چاته نه رسیږی.

همدارنګه که بغلان ورګوری د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان دغلی دکنډو په نوم یادیږی ځکه نوموړی ولایت دنرمې هوا، او ملایم طبیعت لرونکی ولایت دی چې ډیری فریمانه خوږی اوبه لری چې اوبه یې آن دکندز ولایت ته وربهیږی په بغلان ولایت کې پرته دغنمو او وریجو او باغونو او دختکیو له کرنۍ څخه جغندر یعنی (لبلبو) کرل کیږی چې (بوره) یا شکره یې دمرکزی آسیا دهېوادونو په پرتله خورا ډیره ښه او ځانګړی ذایغه او خوند لری خوبدبختانه دغه فابریکه چې په زرهاوټنه بوره یې تولید درلود، دکورنیو جګړو له کبله له فعالیته ولویده خو دحامد کرزی د زعامت په وخت کې دبغلان دقند فابریکه د حامدکرزی په هلو ځلو سره دڅوتنو ملی سرمایه دارانو له خوا ورغول شوه او په فعالیت یې پیل وکړ خو متاسفانه چې تولید او فعالیت یې لږموده دوام وکړ. کله چې د افغانستان دوخت دسوداګری وزیر (کاظمی) او څو تنه دپارلمان وکیلان دنوموړی فابریکی لیدو ته ورغلی وه هغوی دمخالفو وسله والو له خوا په شمول د ۷۲ تنه دمکتپ زده کوونکی هم په شهادت ورسیدل. همدارنګه که د سمنګانو ولایت ته ورسو او بیا دتنګی واخجان غرونه او طبیعت چې وګوری چې دلیدل به په کې قدم اخسته او همدارنګه یا دسمنګانو هغه ولسوالی چې ډیره زیاته دطبیعت له پلوه ښایسته او شین زرغون اطلس طبیعت لری او نوم یې له ډیر ښایست او ښکلا خرم او سارباغ نومیږی. بل هرڅوک چې دسمنګانو ولایت ته دصفر له پاره ورځی باید خرم او سارباغ څخه لیدنه وکړی که څوک ډیر ناروغه هم وی په لیدو یې تازه هوا اخستلی شی خو په ډاګه باید ووایم او لیکم ځکه د واقعیتونو او حقایقو یادونه او لیکنه دا د ژورنالیستانو او لیکوالو ایمانی او تاریخی مسؤلیت دی چې دتولنی دیوه بیطرف عنصرپه توګه کومی نیمګړتیاوی او ناخوالی چې په هېواد او ټولنه کې وینی هغه دهېواد مسؤلو مقاماتو حضور او غوږونوته په امانت داری سره ورسوی ترڅو دهېواد واکمنان د آبادولو په برخه کې لازم اقدامات وکړی او خپلو تاریخی مسؤلیتونوته جدی پاملرنه وکړی. ګرانو هېوادوالو ما دغه لیکنه طبیعت او چاپیریال ته ځانګړی، کړی خو مکس باید پدی وکړم د الله پاک لوی ذات چې کومو ملکونوته ښکلی طبیعت ورپه برخه کړی دی هغه به دهغوی خوش قسمتی وی خو ځینی ملکونه چې ښایسته طبیعت او چاپیریال نلری هغه بیا دهغو ملکونو وګړو ورته کار کړی او خپل طبیعت او چاپیریال ته یې بدلون راوستی ولې د افغانستان پخوانیو او اوسنیو واکمنانو چې له څلویښت کالو نیولی ترلس دولس کالو پوری د زعامت خاوندان او ټولواک وه د افغانستان د زرخیزه شاړو او بی اوبو مځکو آبادولوته یې هیڅ فکر او کار نده کړی لکه دکندز د دشت ابدان مځکه او دبغلان ولایت ددشت خواجه الوان مځکی دی چې په لیدو یې دسړی سترګی ستړی کیږی که چیری نوموړی مځکی او نوری شاړی مځکی دولت تراوبو لاندی راولی او زراعت ته یې آماده کړی اوس خوپدی ټول خبریو چې په تیرو شل او ۲۵ کلونو کې د دولت ملی سرمایه نا اهلو خلکو دغنیمت په نوم چور کړه او په پردیو ملکونو کې زیرمه کړی خو د اسلامی امارت حکومت ته اوس پکار داده چې له دی تنګ دستی، بیوزلی او خپل ملت د فقر او لاسنیونی څخه یوازنۍ د نجات او خلاصون لاره داده چې پدی برخه کې له بین المللی ټولنی او اسلامی ټولنو څخه مرسته وغواړو ترڅو د زراعتی او میاکنیزه ماشین آلاتو په واسطه خپلی شاړی مځکی دهېواد پرخپلو پریمانه اوبو لکه دکنړ دسیند پراوبو، دکوکچی او د آمو دریابونو پراوبو او همدارنګه دپنجشیر لغمان او دهلمند پراوبو چې ګاونډیو ملکونوته په کلونو کلونو په وړیاتوګه بهیږی او زمونږ پر اوبو هغوی پرخپل ملک کې سرمایه ګزاری کړی یعنی بریښنا پری تولیدوی او بیایې د زرنج پرخلکو پلوری نو لازمه ده چې دخپل ملک د زرغونولو او ښایسته طبیعت او پاک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره باید ډیری هلی ځلی وکړو ترڅو راتلونکو نسلونو ته یوښکلی او ښایسته طبیعت او پاک چاپیریال په میراث ورپریږدو ځکه د ازمونږ ګډ مسولیت دی ځکه یو هېواد په یوه لاس او یوه شخص نه جوړیږی ترڅو چې تول په ګډه لاسونه سره ورکړو ترڅو په ټولنه کې دیوه ښایسته طبیعت او پاک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره هسی چې لازمه ده لاس پکار شو که چیری دګاونډیو ملکو په کچه د اقتصادی ناتوانیو له امله نشو توانیدلی حداقل خو پدی وتوانیږو اولاسرسی پیدا کړو چې په خدای را کړی طبیعت کې دخپلو استعدادونو په کچه یو مثبت بدلون او تغییرات، رامنځته کړو ځکه پاک، ښکلی او ښایسته طبیعت او چاپیریال د انسانانو دښه ژوند او ښی روغتیا او سلامتیا ضمانت کوی بل دطب ډاکترانو همیشه یوشمیر هغو ناوروغانو ته توصیه او سپارښتنه کړی او کوی کله چې یو ناروغه په یوه محیط او ماحول کی ژوند کوی او ناروغی یې په درملونه علاج کیږی نو دا ډول ناروغان باید یوه ښایسته شین او زرغون طبیعت او چاپیریال څخه دښی روغتیا او سلامتیا د رامنځته کیدو په خاطر ګټه واخلی او خپله ناروغی دښکلی طبیعت په لیدو سره درملنه وکړی او داهم اوریدل شوی او لیدل شوی هم دی چې دځینو ناروغانو درملنه دمتمدنی نړی په هېوادونو کې درمنلی ښه نتیجه نده ورکړی کله چې خپل ملک او خپل ټاټوبی ته راستانه شوی دی په روغتیا کی مثبت بدلون رامنځته شوی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید