روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د شاعر څلور وسیلې

ا،غ

د شاعرۍ د هنر وزن، قافیه، ردیف او موضوع شاعر ته دا امکان ورکوی چې نا اشنا خبره وکړی او کله چې خبره نااشنا شی، د نورو پام ور واوړی او چې یوې خبرې ته پام واوړی نو اغېزمنه شی.

موږ معمولا د شعر لپاره احساس پاروونکې موضوع انتخابوو. که زه ووایم چې په پنځلس کلنې کې مې بایسکل زده کړ، دا خبره مو خیال نه پاروی خو که ووایم چې په پنځلس کلنۍ کې مې یوه نجلۍ ولیده چې اوس یې هم په خوب کې وینم، پارولى مو شی. اکثره شاعران د ژوند، مینې، مړینې، شباب، ماشومتوب، هجران، وصال او ښکلا په څېر موضوعات انتخابوی چې په اسانه مو توجه وراوړی.

د قافیې، ردیف او وزن وسیلې چې موسیقی پیدا کوی، د شاعر کلام په اورېدونکی باندې تر عادی خبرو ډېر اغېزمن کولای شی. له بلې خوا، دغه دری وسیلې ویناوال مجبوروی چې د خبرو عادی طرز بدل کړی او کله چې خبره نا اشنا شوه، د جذابیت او ښکلا امکان یې زیاتېږی. که ووایم چې: له بارانه وروسته لمر راوخوت، نو چندان اثر نه راباندې کوی خو که همدا جمله موزونه کړم او ووایم چې: له بارانه وروسته لمر و راختلى، نو ممکن اثر راباندې وکړی او احساس مو وپاروی. داسې به وګڼو چې ذکر شوې جمله د غزل یوه مصرعه او (راختلى) یې ردیف دى. دلته بیا د ردیف د ضرورت په خاطر په نورو مصرعو کې ممکن هغه څه هم راوخېژوو چې په عادی ژبه کې یې نه خېژوو او په دې ډول ژبه لا نا اشنا او لا شاعرانه کړو.

منظور دا چې شعری وسایل د شعریت په پیدا کولو کې لویه برخه اخلی او دا وسایل د نورو وسایلو په څېر ممکن له یو څۀ ممارسته وروسته هر څوک زده کړی خو داسې نه کېږی چې هر څوک واقعی شاعر شی. داسې ځکه نه کېږی چې واقعی شاعر په نا اشنا ژبه نا اشنا تجربه بیانوی.

هغه کس چې نااشنا تجربه نه لری او دنیا ته یوازې د عادت له عینکو ګوری، هغه که د ژبې د شاعرانه کولو له وسایلو سره بلد هم شی، یوازې کله کله به د تصادف له مخې داسې څۀ ووایی چې واقعی شعر یې بولو.

زموږ په اکثرو هغو کتابونو کې چې د شعر د ټولګو په نوم خپرې شوې دی، یوازې په ځینو بیتونو د شعر مینه ماتېږی.  دغه ډله کسان په حقیقت کې شاعران نه دی، بلکې چون ډېرې خبرې یې کړې دی، نو یوه نیمه خبره یې د تصادف له مخې شعر شوې ده. د یوۀ معمولی کس په دوه، دری ساعته خبرو کې هم څو جالبې او ښکلې جملې پیدا کولاى شو. هغه کسان چې د کتاب لویه برخه یې د ژوند نوې تجربه په نا اشنا ژبه لېږدوی، د ګوتو په شمار دی. خیبر اپریدی وایی:

شاعری تاته هسې خبرې دی چې څوک پوهېږی خبرې ګرانې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید