روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۹۴ ته ورسېد

د طبیعی پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وایی، په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیوو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۹۴ ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند، محمد نسیم حقانی د وروستیوو ځانی او مالی زیانونو د اندازې په اړه وېیلی: “د سېلابونو له امله ۱۹۴کسان شهیدان، ۲۶۵ټپیان، ۱۲۰۸۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوی دی. همدارنګه څه د پاسه ۹ زره څاروی له منځه تللی دی.”

دغه سېلابونه د چنګاښ/سرطان له لومړۍ  او د وږی/سنبلې تر ۱۰مې بهېدلی، او له ۲۹زره جریبه زیاته کرنیزه مځکه یې هم تخریب کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید