روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د‌ سپین بولدک -چمن دروازه پرانیستل شوه

ځایی سرچینو خبر ورکړی،چې د کندهار د سپین بولدک – چمن لاره له یوې اوونۍ بندېدو وروسته پرون سهار پاکستان ته د تلونکو مسافرو او ترانزیټ پر مخ خلاصه شوه.

دغه لار د یوه نامعلوم کس له لوری د یوه پاکستانی پوځی د وژل کېدو او دوو نورو د ټپی کېدو وروسته د پاکستان له لوری وتړل شوه.

تر اوسه لاهم د برید لامل معلوم نه دی. سرچینو وېیلی ،چې دغه لاره د دوی او پاکستان پلاوی ترمنځ له څو غونډو وروسته د لارې پر بیا خلاصولو موافقه وشوه. د دروازې د بندېدو پر مهال دواړو غاړو ته زرګونه کسان، چې لویه برخه یې ناروغان وه، بند پاته وه. د مسافر سره سره دغه لار د سوداګرۍ پر مخ هم تړلی وه چې دواړو غاړو ته سلګونه د مېوو، سبزجاتو، خوراکی او غیری خوراکی بار موټرونه ولاړ وه. ځینو رسنیو ادعا کړې، چې یاده لاره پاکستان ته د افغان ځواکونو لخوا د سرتېری د وژونکی د سپارلو په بدل کې یې خلاصه شوې، خو اسلامی امارت دغه خبره رد کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید