روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د زکام د ژر رغیدو په اړوند ځینی سپارښتنی

غوره درملنه واقعاً په ناروغی نه اخته کیدل دی، دا په دی معنی چی هر شخص باید ډیر کوښښ هڅه او هاند د روغتیا پالنی په اړوند وکړی تر څو په ناروغی اخته نه شی ځکه چی روغتیا او سلامتیا د ژوند بی ساری شتمنی ده، نو پردی بنسټ هر پتمن هیوادوال ته ښایی چی د خپل ځان او هم د خپلی کورنی د ټولو غړو د روغتیا او سلامتیا په برخه کی ډیر هڅانده واوسی ځکه د کورنی د هر غړی د ناروغی په صورت کی سره له دی چی ناروغ شخص له ډیری ناراحتی او تکلیف سره مخامخ کیږی ددی تر څنگ د کورنی ټول غړی او په ځانگړی توگه پلرونه او قدرمنی میندی هم ډیر اندیښمن او پریشانه کیږی، البته ددی له پاره چی اوس مهال د ژمی موسم نږدی دی او هوا هم ورځ تربلی مخ په سړیدو ده په ټولیزه توگه باید په هره کورنی کی مشران ډیر کوښښ وکړی چی خپل اولادونو ته تودی جامی واغوندی او هم په کورنی ماحول کی د یخنی په وړاندی لازم تدابیر ونیسی، بناً کله چی ټول په دی پوهیږی چی د ژمی سوړ موسم را نږدی دی او هواهم ورځ تربلی مخ په سړیدو ده  نو که غواړی له زکام څخه په امان کی شی نو د لاندی ټکو په نظر کی نیولو سره ځینی سپارښتنی د ژوند په بهیر کی رعایت کړی، له شک پرته چی د روغتیا په برخه کی ډیر واړه گامونه ډیری زیاتی گټی لری او له ډیرو مهلکو ناروغیو څخه مو ژغوړی، د داکترانو په وینا د ناروغی تر ټولو غوره درملنه په ناروغی نه اخته کیدل دی، د طبی کار پوهانو په باور دلته مو له ځینو داسی درملو سره اشنا کوو چی د زکام په ژر رغیدو کی مرسته کوی:

لومړی: ډیر مایعات استعمال کړی، د اوبو او جوس په استعمال سره د بدن اوبه نه کمیږی او په دی وسیله د انسان ستونی تازه ساتل کیږی، هر انسان باید په ورځ کی له (آته) څخه تر (لس) گیلاسه اوبه وڅښی، د زکام د مخنیوی لپاره انسان کولی شی له اوبو، چای، د میوی له اوبو او سرکی څخه استفاده وکړی، همداشان سوپ هم د زکام خطر تر ډیره حده کموی، کافی او نور کیفین لرونکی مایعات د بدن  اوبه کموی او په زکام د اخته کیدلو خطر زیاتوی.

دویم: گرمه هوا تنفس کړی د گړمی هوا په تنفس کولو سره د وینی جریان ښه کیږی او روانی پوزی ته ډیره گټوره ده، خپل سر د خوټیدونکو اوبو له پاسه ونیسی او د پزی په وسیله گرمه هوا تنفس کړی، هم کولای شی چی طبی مرطوب کوونکی سپری واخلی خو بیا هم گټه به یی د گرمی هوا له تنفس کولو څخه زیاته نه وی.

دریم: په ورځ کی څو ځله خپله پزه خالی کړی او دغه کار په صحی طریقی سره وکړی په زکام کی خپله پزه خالی کول ډیره زیاته گټه لری، ځکه که چیری څوک خپله پزه پاس خواته کش کړی نو په پزی کی موجود میکروب مغزو ته رسیږی، د پزی د خالی کولو په وخت کی باید په پزه ډیر فشار رانه شی، ځکه د ډیر فشار په وسیله د پزی څخه میکروبونه غوږ ته انتقالیږی او د غوږ د درد سبب گرځی.

څلورم: (شات) له شاتوڅخه  باید هر ډول گټه واخیستل شی ، نود زکام لپاره درمل دی څیړنی ښیی کوم ماشومان چی د وځی یوه کاشوغه شات خوری،  نود زکام  پروخت کم پرنجی کوی او ښه خوب لری.

پنځم: لیمو، په لیموکی د (سی) ویتامینوموجودیت ددی ناروغی لپاره درمل بلل کیږی د زکام پروخت د لیموداوبو مصرفول  ډیره گټه لری دستونی درد له منځه تللو لپاره لږ اندازه  لیمو په یوگیلاس جوش شویواوبو کی واچوی اودچای خوری کاشوغی په اندازه شات اویاهم دلږاندازه زنجبیل په اضافه کولوسره  یی  مصرف کړی

شپږم: مالگینی اوبه ، مالگینی اوبه دستونی درد اوالتهاب  راکموی اودمالگی اوبه کولای شی زمونږ دستونی درد آرامه کړی ، دچای خوری کاشوغی په اندازه مالگه یوگیلاس اوبو کی واچوی اوغرغره یی کړی …

پتمنو هیوادوالو، قدرمنو میندو او ښاغلو پلرونو په دی هیله چی پورته یاد شوی ټکی او روغتیا پاله سپارښتنی هم  په خپله رعایت کړی او هم د کورنی نور غړی د هغوی رعایت کولو ته وهڅوی تر څو په لومړی  قدم کی د لازمو تدابیرو په نیولو په ناروغی له اخته کیدو څخه په امان کی پاتی شی او هم د ناروغی د اخته  کیدو په صورت کی د یادو سپارښتونو په رعایت سره ژر تر ژره روغتیا او سلامتیا تر لاسه کړی او د ژوند شیبی په بی ساری خوښی او خوشحالی پر مخ یوسی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید