جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د افغانستان اسلامی امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوی نورمحمد ثاقب په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی زابل ته د سفر په ترڅ کې دارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
دحج او اوقافو وزیر د زابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست له رئیس مولوی محمد اسلام واسع او نورو کارکونکو سره ولیدل او د هغوئ کارونه او فعالیتونه یې وارزول او د کارونو د لابهبود په خاطر یې په هره برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
دغه راز دحج او اوقافو وزیر د قلات په ښار کې د زابل ولایت دیو شمیر مخورو علماؤ سره ناسته وکړه او داسلامی امارت د پالیسېو، اهدافو او مقاصدو په اړوند یې هغوئ ته عالمانه وینا واوروله چې د علماءکرامو د ډیرې خوښئ سبب وګرځیدله او نوموړو علماؤ د اسلامی امارت څخه د کلک ملاتړ او په هر برخه کې دخدمت کولو اماده ګی وښودله، د نوموړی ریاست د منسوبینو په وینا دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ارشاد، حج او او قافو وزیر د زابل له ریاست څخه لیدنه کوی.