روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د روژې مبارکې میاشتې اعتکاف

د پاک الله جل جلاله له غوره صفتونو څخه یوهم حکیم دی یعنی با حکمته چی په هر حکم یا په هر امر او نهیی کی یی حکمتونه او اسرار شته او په هر حکمت یی هم پرته له پاک خدای جل جلاله څخه نور څوک پوهیدلی نه شی له الهی حکمتونو څخه یو هم دا دی چی د څو همنوعو یا هم جنسو څیزونو په ډله کی ځینی په ځینو نورو لوړوالی او برتری لری. د بیلگی په توگه د انسانانو تر منځ پیغمبران دی چی په نبوت مشرف شوی دی او د پیغمبر امتیاز یی ورکړی دی، په ملائیکو کی هم یو شمیر نسبتاً نورو ته د امتیاز لرونکی دی او همدا شان د اوونی په ورځو کی یی د جمعی ورځی ته ځانگړی فضیلت ورکړی دی، ځکه هغه فضایل چی په دی ورځ کی دی، په نورو ورځو کی شتون نه لری، همداشان په قمری میاشتو کی یی روژی مبارکی میاشتی ته ځانگړی فضیلت ورکړی او د همدی ځانگړی فضیلت په اساس پاک الله جل جلاله قرآن کریم په همدی میاشت کی نازل کړی دی، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د روژی د فضیلت په اړوند فرمایی: ژباړه: د دغی میاشتی له فضایلو څخه یو دا دی چی چی کله راشی نو د جنت دروازی پرانیستل کیږی او شیطانان په زنځیرونو تړل کیږی. امام احمد بن حنبل له ابو هریره څخه روایت کوی چی حضرت رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: زما امت ته پنځه ځانگړتیاوی ورکړل شوی دی چی هیڅ بل امت ته نه دی وړکړل شوی، لومړی دا چی د روژه دار د خولی بوی د خدای جل جلاله په وړاندی له مشکو او نورو خوشبویو څخه بهتر دی او په احادیثو کی د غه بوی ته خلوق وایی او هغه د خولی بوی دی چی د معدی د تش والی په وخت کی پیدا کیږی او دغه بوی ناخواشینده دی ، خو سره له دی بیا هم د خدای جل جلاله په وړاندی د عطرو او عنبرو له بوی څخه هم غوړه او بهتر وی، دوهم دا چی فرښتی د روژه نیوونکی لپاره د بخښلو غوښتنه کوی نو فرښتی هم معصوم مخلوق دی او دوی ته بخښل(معاف) په دی میاشت کی قبول کیږی، البته داد عبادت او ریاضت میاشت ده، سربیره پردی چی د ورځی له خوا روژه نیسو د شپی له خوا هم د تراویح لمونځ پر مسلمانانو ثنا گړځول شوی دی چی هغه د دغی میاشتی په فضایلو او ځانگړتیاوو کی حسابیږی، لکه څنگه چی ومو ویل روژه د عبادت میاشت ده، نو په لړ کی یی اعتکاف هم راځی دغه عبادت خورا مهم او باارزښته دی چی د روژی په لسو وروستیو ورځو کی په غوره ځانگړتیاوو کی شمیرل کیږی، نو د همدغه ارزښت له پلوه جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د روژی په وروستیو ورځو کی اعتکاف ته کښېناستلو، نو د هغه د غوره سنتونو په جمله کی دی چی شخص د روژی په لسو ورځو کی د عبادت له پاره په مسجد شریف کی کښینی او دغه ورځی په عبادت تیروی لکه: لمونځ، دقرآن کریم تلاوت، ذکر، درود، استغفار، تمجید، تحلیل او… امام بخاری له بی بی عایشی صدیقی (رض) څخه روایت کوی چی ویی ویل: جناب حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر کال د روژی لس ورځی په اعتکاف کښېناستلو تیرولی، اعتکاف باید د عبادت په نیت په مسجد کی وی، ځکه چی په عبادت کی نیت شرط دی، لکه څنگه چی حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: ثواب او اجر د یو عمل د نیت پر اساس وی چی هر شخص ته د هغه د نیت پر اساس بدل ورکول کیږی او د مسجد غوره کول په دی سبب دی چی پاک خدای جل جلاله فرمایلی دی: هغه وخت چی تاسی په مسجدونو کی په اعتکاف کښینی له ښخو سره جنسی اړیکی مه نیسی، معتکف باید پرته له عبادت، لمونځ، د قرآن کریم تلاوت، تسبیح، تکبیر، ذکر، تحلیل، استفغار، توبه او درود پر رسول الله صلی علیه وسلم دعا او نورو عبادتونو په بل څه مشغول نه شی علما د فقهی تفسیر، حدیث نبوی او د نورو دینی درسونو د تدریس اجازه دوی ته ورکوی، ځکه د دینی مضامینو تدریس په خپله عبادت دی او د دین له ضروریاتو څخه شمیرل کیږی او دی ته اجازه نه شته چی په بی معنا او غیر ضروری شیانو مشغول شی، بلکی څنگه چی په حدیث شریف کی راغلی دی: دیو شخص د ښه ثواب او مسلمانی له محاسنو څخه یو دادی چی بی معناڅیزونه پریږی او خان پری مشغول نه کړی، له مسجد څخه د باندی وتل له ضرورت څخه پرته اعتکاف باطلوی، نو باید چی معتکف شخص له ضرورت پرته له مسجده د باندی ونه وځی او که چیری شرعی، طبیعی او بشری ضرورت ورته پیدا شی د باندی وتل راوتل په اندازه د رفع ضرورت ورته جواز لری د جمعی د لمانځه د ادا کولو له پاره یا رفع حاجت، مخ او لاس پریمینځل او… اعتکاف سنت کفایی دی. که چیری په یو چاپیریال یا د یو مسجد په اهل کی یو کس اعتکاف ته کښینی له ټولو څخه د اعتکاف مسئولیت رفع کیږی او هغه کفایت کوی او که چیری یو کس هم دا کارونه کړی ټول گنهگار کیږی، ځکه چی په ټولیزه توگه سنت پریږدی نو ضرور ده چی دغه کفایی سنت د سیمی د ځینو کسانو له خوا عملی شی ترهغو چی ټول خلک د ثواب مستحق وگرځی او له گناه څخه وژغورل شی، په دی هیله چی هر مومن مسلمان دغه عبادت په ښه توگه ادا کړی تر هغوچی د غوره ثوابونو او اجرونو مستحق وگرځی.
شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید