روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د روانی جګړی دراقابوکیدو له پاره روڼ دریځ پکار دی

په یوه جګړه ځپلی هېوادکې هرو مرو ټولنیزی آسانتیاوی دستونزو سره مخامخ وی ځکه چې دواکمنانو زیاته پاملرنه دامنیت تأمین ته راګرځیدلی وی او هڅه کوی چې دجګړی دراقابوکیدو او یا پای ته رسیدو لار ومومی. همداوجهه وی چې دجګړی په چارو زیات لګښت ترسره کیږی ترڅو دپوځ تمویل او تجهیز دمختلفو لارو په مندلو سره ولټول شی. زموږ هېوادچې دکورنی جګړی پرمهال دملی وسله وال پوځ بنسټیز جوړښت له منځه تللی و او اقتصادی سرچنیو هم شتون نه درلوده نو اړینه وه چې ددولتی چارو دسمبالښت اوپه هېوادکې دسراسری امنیت درامنځ ته کیدو له پاره دنړیوالو په مرسته وتوانیږو په هېوادکې دخپل منځی جګړو دتاوانونو په بیارغاونه پیل وشی او هغه څه ته په کاری لومړیتوبونو کې ځای ورکړل شی چې دټولو نه زیاته اړتیا ورته لیدل کیږی. همدا وجه وه چې دولتی واکمنانو دنړیوالو په مرسته یوځل بیا دملی وسله وال پوځ دنیمګړتیاو درغاونی ترڅنګ دپوځ ښوونیزی چاری سمبال کړی او په چټکی سره یې په پوره شمیرنه سرتیری چې په خپله خوښه یې دملی وسله وال پوځ دلیکو دپیاوړتیا له پاره نوم لیکنه کړی وه دملی وسله وال پوځ په لیکو کې ورګډ او دهېوادپه دامنیت په رامنځ ته کیدو کې یې هېوادنی هڅی پیل کړی.

خو دهېواداو خلکو دښمنانو چې زموږ په هېوادکې همیشنی او تل پاتی سوله نه شی زغملی په خپلو لمسونو‏یې پیل وکړو او یوشمیر وسله وال طالبان چې دایتلافی ځواکونو څخه تیښتی ته اړ شوی و دپولی هغه خوا دپاکستانی استخباراتی کړیو په ملاتړ خوندی ځایونو ته ولیږدول شول او په ډیره چټکی سره یې په پوځی ښونیزو چارو پیل وکړو. پاکستان چې په سیمه کې دخپلو ناوړو ګټو دخوندیتوب په هڅه کی دی دوخت څخه په ګټی اخیستنی سره په دی وتوانیده چې ترهګری ډلی وروزی اودپوځی تجهیزاتو سره مل یې زموږ هېوادته دجګړی دپراختیا او سختوالی له‏پاره راولیږی ډیری طالب وسله‏والی ډلی چې دپاکستان داستخباراتی کړیوتر پوښښ لاندی دپاکستان په خوندی ځایونو کې میشت دی دهیچا دسترګو پټ نه شی پاتی کیدای لاکن دامریکا او دهغی سره دناټو غړی هېوادونه چې دپاکستان سره نیږدی اوښه اړیکی لری په دوامداره توګه یې دپاکستان دپوځ دسمبالښت له پاره مرستی نه دی سمپولی اوپه ټولنیزو آسانتیاو کې یې انسانی مرستی دپام وړګڼل کیږی تردی دمه دپاکستان په ښکاره  اوپټه لاس وهنه ځانونه نانګاره کړی چې ددی نانګاره کیدو له امله دپاکستان په لارښوونه یوشمیر امریکایی سرتیری دنورو ایتلافی ځواکونو دسرتیرو په څنګ کې مړه او ټپیان شوی دی ډیری شنونکی دپاکستان په وړاندی دامریکا او ناټو غړو هېوادو دځان نانګاره کول حیرانونکی ګڼی او کله کله دپاکستان په وړاندی دمرستو دبندیدو دغږ راپورته کیدل ورته زرګری سیاست ښکاری.

ځکه دجګړی دپایښت دتمویل او تجهیز په هکله دپاکستان ملاتړ اوسنی خبره نه ده امریکا دمجاهدینو دجګړی پرمهال دپاکستان دوه مخی سیاست ښه تجربه کړی چې څه ډول یې دوخت دحکومت په وړاندی مجاهدین سمبال کړل او دنړی په وړاندی یی څرنګه سیاست څخه کار واخیست نو له‏دی کبله یو شمیر هېوادوال دپاکستان په وړاندی دامریکا اوسنیو څرګندونو ته دشک په سترګه ګوری او باور نه لری چی امریکا دی په سیمه کی دجګړی دپای ته رسیدو له پاره غوڅ اورښتینی ګام پورته کړی.ځکه په پاکستان کی دترهګرو دپټن ځایونو په هکله پوره او رښتینی معلومات دامریکا سره شتون لری نو ولی په تیر او اوسنی وخت کی په عملی او ترخه ژبه پاکستان ته دترهګرو دتمویل او تجهیز دمخنیوی په هکله رڼه خبره نه ده شوی همدا اوس چی دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت په کلنی رپوټ کی په پاکستان کی دترهګرو په پټن ځایونو ځغلنده نظر شوی همدا ډول دجنوبی آسیا او‏افغانستان له پاره په ستراتیژی کی ورته ګوته نیول شوی وه دغه راز دامریکا دلوړپوړو کلیدی چارواکو سره دپاکستان دچارواکو به لیدوکتو کی هم ورباندی خبری شوی چی پایلویی تردی دمه هیڅ ډول سوله‎ییزه لاس ته راوړنه نه درلودلی او پاکستان په ډیره سپین سترګی سره دامریکا ددریځ په وړاندی دتیر په څیر دلاس وهنی څخه لاس نه دی اخیستی او دامریکا هر ډول وړاندوینی ته په سرسری نظر ګوری ځکه چی پاکستان اوس هم دخپل استخباراتی سیاست پر بنسټ ددوه مخی سیاست له مخی هڅه کوی چی دیوی خوا دخپل مکرجن سیاست له مخی امریکاییانو ته دجګړی څرنګوالی بل ډول وښایی او دځان په ګټه هغه څه تعقیب کړی چی دنورو په تاوان وی.مناسبه به دای وی چی امریکاییان دیوه رښتینی او روڼ دریځ له مخی په سیمه کی روانو پیښو ته په سرسری نظرونه ګوری او دهغو لارو په لټون فکر وکړی چی جګړه راقابو او سوله ییزه فضا رامنځته شی که دپاکستان په تمه پاتی شو نو پاکستان نه غواړی چی په سیمه او زمونږ په هېوادکی سوله راشی او جګړه پای ته ورسیږی نو ښه به داوی چی ددی وروسته دروانو جګړییزو چارو سره غوڅ چلندوشی او هر هغه څه چی امریکا وایی په عمل کی ولیدل شی کنه نو دامریکا تیرو او اوسنیو کړنو ته به دشک په سترګه وکتل شی او خپل باور به دتل له پاره په‏سین لاهو کړی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید