روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د رنګونو په وسیله درملنه

لیکوال: ډاکتر محمدالسقا عید

ژباړن: عبدالحق ثاقب (هزارناوی)

ډاکتر سمیر البهواشی وایې: الله جل جلاله د انسان په بدن کې داسې توکی، وړانګې اود برېښنا څپې پیدا کړی چې، له جهانی وړانګو او برقی میقناطیسی څپو او د رنګونو خوځېدنې او رپېدا  سره پوره ورته والی لری او هر انسان ځانته جلا وړانګې لری، دا وړانګې د ګوتو او سترګو د نښو په څېر ددوو انسانانو یو ډول نه وی، بلکې له یو بل سره توپیر لری.

دا وړانګې د څپو په اوږدوالی، غبرګون (انعکاس) او رپېدا کې له نورو سره توپیر لری او د هر انسان وړانګې د بل انسان د وړانګو په څېر نه وی.

هر انسان نړۍ او نورو انسانانو ته خپلې ځانګړې وړانګې لېږدوی او له نړۍ او نورو انسانانو څخه نورې وړانګې اخلی، کله چې دا وړانګې سره نږدېوالی او یو څه ورته والی ولری، نو په پایله کې یې ددوو انسانانو ترمنځ مینه، محبت او د ملګرتیا فضا رامنځته کېږی، او کله چې دا وړانګې سره لیرې او هېڅ ډول ورته والی ونه لری، نو بیا یې پایله هم بدله وی.

رنګ له وړانګې لرونکې  انرژۍ څخه عبارت دی، دا وړانګې په ټاکلې اندازه د څپو اوږدوالی لری، او د سترګو  شبکیه  (retina) چې رڼا راکشوی او بیا یې مغزو ته لېږدوی، دا وړانګې رنګونو ته ترجمه کوی.

د سترګو په پرده یا شبکیه کې ۳ رنګونه شتون لری چې، عبارت دی له زرغون (شین)، سور او  آسمانی رنګ څخه ،او ددې درېیو رنګونو له اختلاط او یوځای کېدو څخه نور رنګونه جوړېږی .

کله چې د رڼا انرژی زموږ بدن ته ننوځی، نو سمدلاسه نخامی غده او سرابی جسم رابیداروی او په بدن کې هورمونونه افرازوی، د هرمونونو د افرازېدو په پایله کې زموږ په بدن کې یو شمېر فزیولوژیکی (تشریحی) عملیات رامنځته کېږی چې په پایله کې د رڼا داخل شوې انرژی زموږ په فکر (اند)، مزاج او سلوکو کې بدلون رامنځته کوی.

د حیرانتیا خبره خو لا داده چې رنګونه پر هغو کسانو هم اغېره لری چې لیدل نه شی کولی. او لامل یې هم  دهغو  انرژیو غبرګون دی چې د هغوی په بدن کې تولیدېږی. لرغونو چینیانو هم د نارغیوو په درملنه کې دا نظریه پر مخ بیوله چې د (فینج شوی) په نامه یادېږی. او همدا راز فرعونیانو هم په اهرامو کې دننه د میکروبونو د مخنیوی،د باکتریاوو د وژلو او د مومیایی ساتلو په موخه د (زرغون نه آخوا) رنګ څخه کار اخیست.

د پوهانو یوې ډلې ځینې داسې وسایل کشف کړی چې له مخې یې ټول هغه نفسی یا جسمی غبرګونونه ثبتوی چې د رنګونو د اغېز په پایله کې له انسان څخه صادرېږی. له دې وسایلو په څخه په استفادې سره دا مالومه شوه چې هر رنګ پر انسان بېلا بېلې اغېزې لری، نو کله چې د انسان د زړه ټکان تېزېږی، د سترګو جېږمې (ځېږمې) یې په تناوب سره خلاصېږی او بندېږی، او په ورغوی کې یې د لندبل (رطوبت) او زیاتو خولو په پایله کې د برق د تولید او تودوخې (حرارت) کچه لوړېږی، او هغه چې زموږ د مغزو د فعالیت توپیر په ګوته کوی، دا ټول هغه څه دی چې پر انسان د رنګونو د اغېزو په پایله کې رامنځته کېږی.

ځینو څېړنو د دې موضوع په اړه مهمې پایلې لاسته راوړی، په ۱۸۷۸ میلادی کال کې ساینس پوه (ډی. بی. ګاډیالی) هغه علمی مبادی کشف کړل چې له مخې یې دا روښانه کړه چې ولې او  څنګه د رنګونو  وړانګې د درملنې په برخه کې اغېزمنې دی؟ او د رنګونو مختلفې وړانګې د انسان د مختلفو ناروغیو لپاره څنګه درملنه ده؟

په ۱۹۳۳ زیږدیز کال کې یې له څو کلونو څېړنو وروسته د رنګینې لیندۍ (رنګین کمان) د رنګونو د پرتلنې په اړه یوه موسوعه (دایره المعارف) خپره کړه. دا دایره المعارف په رنګونود درملنې په برخه کې ډېره ارزښتناکه ګڼل کېږی.

په رنګونو دعلاج په برخه کې چې کوم نظریات رامنځته شوی، ټول د ګاډیالی له نظریاتو سرچینه اخلی.

هر ژوندی ژوی او د انسان د بدن هر نظام ځانګړی رنګ لری، دا رنګ د پارونې او تحریک دنده په غاړه لری، خو له بل پلوه ځینې نور رنګونه هم شته چې د بدن له همدغه غړی او نظام فعالیت له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوی او فعالیت یې کمزوری کوی.

کله چې یو انسان د رنګونو په ارزښت او د هغې پر اغېزو او ګټو پوه شی، کولی شی د ځان لپاره مناسب او د اړتیا وړ رنګ وټاکی، په دې کار سره به هغه پر دې وتوانېږی چې په بدن کې له کاره لوېدلی غړی بیا په فعالیت راولی او یا د بدن په هغو نظامونو کې توازن لاسته راوړی چې له لاسه یې ورکړی وی.

هغه انسانان چې په ښه او سم حالت کې ژوند کوی، د هغوی لپاره اړینه ده چې باید د بدن دننه د رنګونو د انرژیو ترمنځ توازن وساتی او هر کله چې دا توازن له منځه لاړ شی، نو په ناروغۍ اخته کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید