روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د خلیج په اوبو کې ډرون بېړۍ ځای پر ځای کېږی

د امریکا د مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا ووېیل چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه به تر راتلونکی کال پورې د فارس خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې د سمندری ګواښونو د مخنیوی په هدف څه باندې ۱۰۰ ډرون یا بې چلوونکی بېړۍ وګماری. جنرال کوریلا په بحرین کې د مانامه د ډیالوګ  په کنفرانس کې دغه اعلان وروسته له هغه وکړ چې امریکا او اسرائیل، ایران د عمان په سواحلو کې د ډرون په برید کې پړ وباله. په برید کې هغه ټانکر په نښه شو چې د یو اسرایلی شرکت لپاره یې کار کاوه. دغه برید د واشنګټن او تهران د تاوتریخوالو د زیاتېدو سره په یو وخت، د خلیج په اوبو کې چې د نړۍ د انرژۍ د تامین لپار خورا مهم ګڼل کېږی، د یو لړ اختلافاتو د شتون وروستی مورد دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید