جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبی او مرکزی ولسوالیو د دوهم ځل نظارت په موخه ټاکل سوی هیئت د خانشین ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماء کرامو او مجاهدینو سره ناسته وکړل:
د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبی او مرکزی ولسوالیو د حالاتو د ارزولو لپاره ټاکل شوی پلاوی د خپل سفرونو په جریان کی د دېشو ولسوالۍ د نظارت تر بشپړېدو وروسته خانشین ولسوالۍ ته ورسېدی.
یاد هیئت د مولوی شریف په مشرۍ د خانشین ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماء کرامو او مجاهدینو سره غونډه وکړل.
د غونډی پیل د قاری مسلم لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت وشو.
وروسته د هیئت سره مل یو تن دینی عالم شیخ مولوی خپل ارزښتناکه وینا د غونډی ګډونوالو ته واورول.
نوموړی د غونډی ګډونوالو په خاص ډول مجاهدینو ته شرعی لارښوونی وکړې له مجاهدینو یې وغوښتل چی له ولس سره ښه چلند وکړی د ولس زړونه خپل کړی او د اړتیا په وخت کی په سر او مال د خپل ولس مرسته او دفاع وکړی او همدارنګه یې د یادی ولسوالۍ له مسؤلینو وغوښتل چی د خلګو ترمنځ د شرعی قوانینو مطابق فیصلې وکړی، همداراز نوموړی د خانشین ولسوالۍ له اوسېدونکو مننه وکړل چی د اشغال په وړاندی یې له مجاهدینو سره هر ډول همکاری کړې ده او زیاته یې کړه چی د خانشین د مجاهد ولس سرښندنی او قربانۍ به هیڅکله هیری نشی، ده وویل: موږ دلته ستاسی د مشکلاتو او غوښتنو د اورېدو لپاره راغلی یو ستاسی ټولی ستونزی او غوښتنی به حتمی تر ولایتی ادارې پوری رسوو.
وروسته د یاد هیئت مشرتابه شریف مولوی خپله ارزښتناکه وینا د غونډی ګډونوالو ته واورول نوموړی د صفونو د تصفیې د کمیسون لخوا د ایستل شوو نامطلوبو اشخاصو په اړه د غونډی ګډونوالو ته مالومات ورکړل.
ده وویل چی د صفونو د تصفیې د کمیسیون له خوا په هیواد کی د کار له پیل څخه تراوسه ۲۶۰۰ دوه زره شپږ سوه نامطلوب، شریر او فاسد اشخاص ایستل شوی دی نوموړی د خانشین ولسوالۍ له اوسېدونکو او مسؤلینو وغوښتل چی د صفونو د تصفیې کمیسیون ته هغه کسان ور وپېژنی چی د مجاهدینو له نامه غلطه استفاده کوی، قومی او ژبنی تعصب ته لمن وهی او په ناوړه او نا مشروع کارونو کی لاس ولری.
وروسته د غونډی په جریان کی د یاد هیئت څخه د هلمند د امنیه قومندانۍ استازی مفتی صاحب وینا وکړه او د خانشین ولسوالۍ له مسؤلینو یې وغوښتل چی د هلمند ولایت مقام د هدایت په اساس مجاهدینو ته د شیخانو او عالمانو په مرسته د مجاهدینو د اصلاح او تربیې لپاره سمینارونه جوړکړئ.
ورپسې د ګډ پلاوی څخه د محاکمو استازی غازی مولوی وینا وکړه د غونډی د ګډونوالو ستونزی، غوښتنی او دعوې یې واورېدلی.
وروسته د خانشین ولسوالۍ اوسېدونکو، مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو خپلی ستونزی او غوښتنی له یاد هیئت سره شریکی کړې او دهغوی څخه یې هیله وکړه چی ستونزی یې د حل په موخه تر اړونده ادارو پوری ورسوی.
د یاد هیئت له خوا د خانشین اوسېدونکو، مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو ته پوره اطمنان ورکړل شو چی د دوی ټول مشکلات او غوښتنی به د حل په موخه تر ولایتی ادارې پوری رسوی.
غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده.