روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د ترکیې او افغانستان تعامل ډېر شوی

سره له دې چې په افغانستان کې د اسلامی امارت تر بیا واکمنېدا او راتګ وروسته ګڼ شمېر هېوادونو له کابل سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، خو ترکیه بیا د ناټو یوازینی غړی هېواد دی چې نه یوازې دلته په سیاسی توګه حضور لری بلکې په نورو برخو کې یې هم پراخه نقش درلود.
د بیلګې په توګه د هلمند په ولایت کې د کجکی برېښنا بند دویمه برخه یوې ترکۍ کمپنۍ جوړه کړه او په دې پروژه کې یې ۱۶۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
د دغه بند د پرانیستلو په مراسمو کې د اسلامی امارت د جګپوړو چاراکیو تر څنګ په کابل کې د ترکیې سفیر چیهاد ارګنایی هم برخه اخیستې وه. د ترکیې سفیر په دې غونډې کې ووېیل، “سره لدې چې د کجکی بند د افغانستان او زموږ د هېواد تر منځ په اقتصادی اړیکو کې یوه مهم پانګونه ده، خو زموږ اړیکې لا ژورې او متنوع دی”.

ښاغلی ارګنایی همدرانګه ووېیل چې د ۲۰۲۲ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ترکیې تر منځ سوداګری ۲۳ سلنه ډېره شوې ده.
یو شمېر کارپوهان په دې بارو دی چې له افغانستان سره د ترکیې اوسنی تعامل له ۱۹۲۰ لسیزې سره تړاو لری چې دواړو هېوادونو خوار ګرمې دیپلوماتیکې اړیکې لری.

په واشنګټن ډی سی کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګی انډومینټ په مرکز کې کاروپوه الپر کاسکن په دې هکله امریکا غږ ته ووېیل چې د افغانستان او ترکیې تر منځ مثبتې اړیکې هېڅ وخت ګډوډې شوې نه دی.

هغه ووېیل، “ترکیې په افغانستان کې په پوره غور دریځ ټاکلی و او هغه دا چې ترکی ځواکونه به هېڅکله په افغانستان کې په فعاله توګه په جګړه کې نه ښکېلېږی. زما په عقیده په افغانستان کې د طالبانو اوسنی رژیم په دې باندې خبر دی”.

ترکیه له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دېره وه، خو په نظامی عملیاتو کې یې برخه نه اخیسته. او د ۲۰۲۱ کال د اګېست د میاشتې په ۲۱ چې اسلامی امارت د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره وروستی مهلت ټاکلی و، خپل ځواکونه وایستل.

ترکیې همدرانګه اسلامی امارت ته وړاندیز کړی و چې د کابل د نړیوال هوایی ډګر ټولې چارې به سمبالوی، خو داسې ښکاری چې دا غوښتنه نه ده منل شوې.

په واشنګټن کې د ویلسن په مرکز کې د جنوبی آسیا د پروګرامونو مرستیال مایکل کوګلمن وایی چې د هوایی ډګر پر سر د اسلامی امارت چارواکیو او ترکیې خبرې پخپل ذات کې ډېر اهمیت لری ځکه اسلامی امارت ټینګار کاوه چې هغوی به د افغانستان په خاوره کې هېڅ یو بهرنی هېواد ته د امنیتی حضور اجازه ورنه کاندی.

د نړۍ د نورو هېوادونو په شان ترکیې هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت، نه دی پېژندلی خو تېر کال د اکټوبر په میاشت کې ترکیې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی کوربه توب وکړ او د اناټولیا د دپلوماسۍ په فورم کې یې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په میاشت کې ترتیب کړی و، په لوړه کچه پکې خبرې وشوې او ښاغلی متقی هم پکې و.

ممکن است شما دوست داشته باشید